
لغت هغه في البديع شاعري ته وائي کومه چې يو شاعر يا فنکار نېغ په نېغه د حاضرينو په مخکښې وړاندې کوي. داسې قسم شاعري يا لغت د خوند رنګ په محفلونو کښې اورېدلې شي. د پښتونخواه په هغه سيمو کښې چرته چۀ د ميډيا څه خاص درک نيشته هغلته خلق په ودونو کښې داسې قسم مجلسونو ته ډير په مينه ناست وي و خوند ئې ترې اخلي. د پښتونخواه په جنوبي برخو کښې د واده په محفلونو کښې دا قسم لغت وئېل کېږي. دا يو قسم په يو او بل فنکار باندې د تورو ټکو غزارونه وي او خلق ترې خؤند اخلي. د هر فنکار خپل ډله يا ګروپ وي و اورېدونکښي ئې سپورت کوي. کېدائ شي چۀ ډير پخوا به دا قسم لغت د ټولې پښتونخواه په ودونو او مجلسونو کښۍ اؤرولۍ شو خو اوس دا په جنوبي برخه کښۍ پاتې دي. دا لغت يو قسم مسخره يا مزاحيه شاعري ده. چې کله کله پکښۍ ډير د خوند تنز کېږي چۀ په اوريدونکو باندې ښه اثر پرېباسي. په کرمه کښې يو ځل د ګورنر عارف بنګش د وړاندې په يو لغت کښۍ يو فنکار وئېل چۀ ګورنر صېب زمونږ په کورونو کښۍ بجلۍ شته خو اکثر تلې وي و چې راشي نو په لاټېن ګورو چۀ بلب راشن دې که نۀ








