Wrong Path Netherland :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د افغاني نوي فلم غلطه لاره په اړه په نيدرلند کې د افغاني کولتوري ټولنې پيغام

نيدرلند کې افغاني کولتوري ټولنه

11-11-11، د زندام (Zaandam) ښار

خپرؤنو نېټه: 13 نومبر 2011

ټولو ته څرګنده ده، چې بشر له خپل پيدايښته له هنر سره مينه درلوده، چې د سيمو نکلونه يې تر موږ په فولکلوريک بڼه را رسېدلي دي او په ډبرو او ديوالونو يې ښکل شوي انځورونه د هنري وږمې په شکل زموږ تر سترګو شوي دي. همدا ډول ليا له څو زرو کلونو راپه دېخوا انسانانو د تفريح او ساتيري لپاره جشنونه نيول او په هغې کې به هرومرو نڅا، ګډا، سندرې او نندارتونونه ول، چې ښه بېلګه يې په سهيله امريکا کې د مايا او په عربي نړۍ کې د مصر د مدنيتونو عنعنوي او مذهبي جشنونه دي. په لرغونپلټنه (ارکيالوژيکې کېندنې) کې داسې تاریخي لاسته رواړنې شته، چې په بشر کې له انځور سره مينې ته ښودنه کوي، چې د مايا کولتور او مصري مدنيت هيروګلوفونه، اهرامونه او مجسمې يې ښې بڼې دي، خو له هېره بايد و نه ايستل شي، چې زموږ لرغونی هېواد افغانستان هم د بشر په کلتوري ځانګو کې خپله برخه لري، چې د باميان مجسمې او په هغوی کې دننه ښايسته رنګين انځورونه د نړۍ د بشري ارزښتونو يوه لويه هنري او کلتوري پانګه ده، چې په نړيواله کچه د بشري تاريخ په ځانګو کې زموږ د خلکو او هېواد هنري او کولتوري هڅو ته ښودنه کوي.


انځور ۱: د باميان بودا، د مايا او مصر هيروګليفونه

د سينما هنر د بشر په ژوند کې يو غوره، تفريحي، روزنيز، مالوماتي او پوهنيز هنر ګڼل کېږي. د سينما هنر لږ تر لږه یوسلو شل کاله مخکې د نولسمې پېړۍ په پای کې رامنځ ته شوی دی چې د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۷ ميلادي کال (Eadweard Muybridge) د عکاسي د څو کامرو په کارولو په دې وتوانېد چې د خپلو آسونو ځغاسته تر يوه بريده د خوځېدونکي فلم په بڼه جوړ کړي چې په لېدو يې انسان ته د يوې خوځېدونکې پېښې انځور ورکاوه او په ۱۸۸۹ ميلادي کال بيا (Thomas Edison او William Dickson) په دې وتوانېدل چې يوه د فلم اخيستلو کامره جوړه کړي چې د (kinetoscoop) نوم دغه کامرې ته ورکړل شوی ؤ. بايد ياده شي چې هغه کامره ډېر درنه وه او پروجکتور يې هم نه درلود چې فلم په پرده او يا دېواله وښيي، نو ځکه د ټولو لپاره د کارولو وړ کامره نه وه.

په ۱۸۹۵ ميلادي کال د فرانسوي (Antoine Lumière) دوه ځامن (Louis او Auguste) په دې وتوانېدل چې د فلم يوه داسې کامره جوړه کې چې وزن يې تر ۵ کيلوګرامه وي او کامره پروجکتور هم ولري چې فلم په پرده او يا دېواله هم وښودلی شي. دغه د سينمايي هنر انقلاب د فرانسې د پاريس په ښار کې رامنځ ته شو او لومړني فلمونه زياتره فرانسوي ول، مګر په ۱۸۹۶ ميلادي کال کې د سينما هنر ټول سرحدونه مات کړل او له بروکسله رانيولې تر لندنه او نيويارکه يې لمنه خوره شوه.

د سينماتوګرافي یا د سينمايي هنر د فلم اخيستلو لومړنۍ کامرې ته هم ډېر په زړه پورې نومونه وکارول شول، چې له نندارتون، خوځښتونو، ژوند، خوځېدونکو انځورونو او داسې نورو اصطلاحګانو سره يې تړاو درلود، خو له هغو ټولو نومونو نه يوازې د سينما او سينماتوګرافي وراشه په څېړنيزو ليکنو او ورځنيزو چارو کې کارول کېږي. د لومړنۍ کامرې نومنونه په لاندې ډول ول:

  1. Theatrofoon
  2. Fenakistiscoop
  3. Praxinoscoop
  4. Fototachygraaf
  5. Vitascoop
  6. Biograaf
  7. Mutoscoop
  8. Zoötroop

په زړه پورې دا ده، چې د فلم لومړني نوښتګر (Louis Lumière) داسې وراشه ياده کړې وه چې سينما يا سينمايي هنر هغه اختراع ده چې آينده نه لري Le cinèma est une invention sans avenir مګر په ژوند کې هر څه بل ډول شول او سينمايي هنر د ژوند په بېلابېلو برخو کې خپل هر اړخيز اغېز پرېښود او خپل غوره ځای يې د هنرونو په نړۍ کې ونيوه، چې نن سبا هم د هنر په ډګر کې او هم د ژورناليزم، روزنيزو، تاريخي او جوتو علومو په برخه کې په پراخه پيمانه د فلم او سينماتوګرافي هنر کارول کېږي او په تلويزيون، کمپيوټر او نورو انځوريځو تخنيکونو کې د فلم هنر يو ستر انقلاب رامنځ ته کړی دی چې پرته له سينمايي هنره د ننني عصري ژوند تصور هم نشي کېدلی.


انځور ۲: د فلم اخيستلو کامرې او د فلمونو څرخونه

په نړۍ کې نن سبا په ټولو ملکونو کې په بېلابېلو ژبو هنري، روزنيز، ژورناليستيکي او پوهنيز فلمونه جوړېږي، خو په نړۍ کې د سينما تر ټولو لوی صنعت په امريکا او هندوستان پورې اړه لري، مګر د نورو ملکونو فلمونو هم خپل کولتوري او بشري ارزښتونه نړۍ ته وربښلي دي. د امريکا فلمي صنعت په هاليوډ (Hollywood) پورې اړه لري، چې د سينمايي هنر د صنعت بنسټ يې په ۱۹۱۱ ميلادي کال کې اېښودل شوی دی او لږ څه موده وروسته له دې په ۱۹۱۳ ميلادي کال د هندوستان د بمبيي په ښار کې د سينمايي هنر لومړنی فلم د (Raja Harishchandra) په نامه بازار ته راووت، چې ډېر مينوال يې پيدا کړل او د فلم هنر د بهارت په ژوند کې خپل ټولنيز موقف ټينګ کړل، چې نن سبا هر کال تر زرو (۱۰۰۰) ډېر هندي هنري فلمونه جوړېږي، چې د مومبی په ښار کې يې زياتره فلمونه جوړېږي او نړۍ ته وړاندې کېږي، ځکه چې د هندي فلمونو مينه وال په ټوله نړۍ کې مېشت دي او د هندوستان سينمايي صنعت وسمهال د باليوډ (Bollywood) په نامه يادېږي.

د سينما هنر په وده کې ډېر پړاونه تېر شوي دي، چې وروسته له (slapstick) يانې ښويېدلو، لوېدلو او يا داسې نورو کوميدي حرکتونو تر سره کول چې ليدونکي ته په زړه پورې وي لکه د چارلي چاپلن (Charlie Chaplin) بې غږه فلمونه چې تر ننه د خلکو خوښېږي او بله پېښه د فلم سينخرونيزېشن (synchronisation) يانې د انځور او غږ دواړو غبرګه خوځېدنه وه، نو دغو پېښو د سينما هنر نور هم پياوړی کړ او د ليدو، پوهېدلو او خوښي وړ يې وګرځاوه.

بايد ياده شي، چې سينمايي هنر د لوبغاړو له څېرې، ښايست او هنري استعداد سره هم نېغ په نېغه تړاو لري. د سينما په هنر کې د ماريلين مانرو (Marilyn Manroe)، سیلويستر ستالون (Sylvester Stallone) چې موږ يې د رامبو په نامه پېژنو، عمر شريف (Umar Sharif)، دليپ کومار، اميتابچن، همامالاني، ريکا، کترينا کيف، سلمان خان، شاروخ خان او داسې نورو ستوريو چې د سينمايي هنر په پرمختګ او شهرت کې يې غوره رول لوبولی یادول به بې ځايه نه وي او د پوهنيزو فلمونو په برخه کې د نشنال جيوګرافيک د کمپني او د ديسکوري د کمپني له نومونو نه نه شو تېرېدلی، ځکه چې ډېر پوهنيز فلمونه يې نړۍ ته وړاندې کړي دي. ښه به وي چې يوه ورځ زموږ هنرمندان هم په نړيواله کچه لکه د نړۍ نور ستوري د ځلانده ستوريو په بڼه وځلېږي.

په يوويشتمه پېړۍ کې د سينما په هنر کې کمپيوټري امکانات رامنځ ته شول چې په پرېمانه پيمانه د فلم جوړولو په ترڅ کې کارول کېږي او د دغه تخنيک په مرسته موږ کولی شو، چې د بشر ارکاييزم راژوندی کړو او هغه پېښې رامنځ ته کړو چې په عادي حالت کې نا ممکنې وي لکه په نړۍ کې د دينازوروس د ژوند پېر يا دوران چې د فلم په بڼه جوړ شوی دی. له بل پلوه نن سبا د بيديموسیونال (Bidimensional) تر څنګ ترېدیموسيانال (Three-dimensional ) انځورونه هم جوړېږي، چې انسان ته پېښه په واقعي بڼه ورښيي او دغه تخنيک د فلم د هنر يوه نوې پاڼه پرانيستې ده.

د سينما په هنر کې افغاني سينماتوګرافانو هم خپلې هلې ځلې کړې دي او په سلهاوو فلمونه يې ټولنې ته وړاندې کړي دي. د افغاني سينما يو له لومړنيو فلمونو څخه د غلام عشق په نامه يادېده او تورو سپين جوړ شوی ؤ، خو ځينې بيا د مانند عقاب افغاني فلم لومړنی فلم ګڼي. له بده مرغه بايد ياده شي چې د افغاني سينما په هنر کې د پښتو ژبې فلمونه د ګوتو په شمار دي، چې د ښاغلي واحد نظري ځينې فلمونه لکه: د کونډې زوی چې ښاغلي ممنون مقصودي غوره رول پکې لوبولی دی، ارمان، هجرت او داسې نور د يادونې وړ دي. د پام وړ ده چې په افغانستان کې او له افغانستانه بهر نور ګڼشمېر سينمايي هنر مخکښو لکه انجينيز لطيف، صديق برمک، او داسې نورو هم د افغاني سينما په برخه کې خپلې هلې ځلې کړې دي، چې دغو افغاني فلمونو په افغاني ټولنه کې خپل زغرده ټولنيز اغېز پرې اېښی دی، خو بيا هم د افغاني سينما هنر ليا د ماشومتوب په پړاو کې دی ليا پخېدو ته نه دی رسېدلی.

نن سبا نوي ځوانان د سينمايي هنر په برخه کې په عصري سينماتوګرافي روزل شوي دي او مسلکي زده کړې يې تر سره کړې دي، چې د افغان ولس سترګې هم دغه د سينما په هنر کې څانګپوه ځوانانو ته دي. له نېکه مرغه د سينمايي هنر يوه ښه روزل شوې ډله دلته په نيدرلند کې اوسي او د سينمايي هنر په برخه کې د خپلو هېوادوالو لپاره خدمت کوي، چې نن يې موږ د يو نوي افغاني فلم غلطه لاره د پرانيستنې په غونډه کې ګډون کړی دی او د هغوی د دغه شهکار په کتلو وياړو او د قدر په سترګه ورته ګورو.

په نيدرلند کې افغاني کولتوري ټولنه په دې وياړي چې زموږ ځوانو څانګپوهو سينماتوګرافانو د سينما په هنر کې بيا يو نوی افغاني فلم غلطه لاره يا Wrong Path په لوړه کچه جوړ کړی دی او خپلو افغانانو ته يې نندارې ته وړاندې کړی دی او په بهر کې يې د افغان سينمايي هنر دودونه، استعدادونه او لوېديز کولتوري ارزښتونه د فلمي کامرې په سترګه د نړۍ نورو وګړو ته ورښودلي دي او په نړيواله هنري پانګه کې يې د افغان ولس د کولتوري ارزښتونو لمنه نوره هم درنه کړي او نوره يې هم خوروي. دغه افغاني فلم د يو شمېر ځوانو افغانانو د څو کلونو د زيار او منت پايله ده چې موږ يې ستايو او د افغاني کولتور په وده کې يې يو نېکمرغه ګام ګڼو.

تاسو ته څرګنده ده، چې نن سبا په افغانستان کې ۳۶ تلويزيوني مرکزونه خپلې خپرونې خپروي او ګڼشمېر ويديو کلپونه او سينماوې فعاله دي، خو له بده مرغه بايد ياده شي، چې افغاني انځوريزې رسنۍ په پرديو خپرونو او فلمونو ډکې دي، چې د پرديو کولتوري يرغل ته يې زمينه مساعده کړې ده. په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې آند ده، چې زموږ د عنعنوي فلمونو په جوړولو او خپرولو موږ کولی شوچې خپله افغاني ټولنه د بهرني کولتوري يرغلونو نه وساتو او د افغاني هويت په ذهنيت کې جوت ګامونه پورته کړو. په پای کې بيا هم له خپلو دغو درنو د سینمايې هنر څانګپوهو افغانانو څخه مننه کوو او هغوی ته د نورور برياوو په هيله يو.

په درنښت

www.acvn.nl

acvn.nl@hotmail.com

Comments powered by Disqus