Tor Ali Marwat Collection

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د طور علي مروت ټوکې ټکالې,
د خېبر وېب پاڼې باندې په8 اپرېل 2002 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)


Latest Updates

Frequent Keywords

history afghanistan pashto marwat peshawar islam culture music bacha khan khudai khidmatgar british british raj kabul medicine mardan


د طور علي مروت ټوکې ټکالې

خپرؤنو نېټه: 8 اپرېل 2002

طور علي د لکي مروت سلطان خېل کېچئ قمبر کلي اوسېدونکې دی۔ اول خو په ورکوټوالي کښې ماشوم ؤو۔ بيا چه کله ستر شو نو د پيروالي ضلعې کښې DIG جوړ شو۔ پوليس ډيوټي کښې ئې د لکي مروت ډېر ځوانان په محکمه کښې برتي کړل۔ کله چه پوليس نه پينشن شو نو لندن ته لاړو۔

لندن کښې ئې د ژوند ډېره برخه تېره کړه۔ هلته به ئې فټبال او هائي جمپ لوبې ډېر خوښېدلې۔ هغه ټول ځوانان چه پوليس کښې ئې برتي کړي ؤو، لندن ته ئې راؤغوښتل او هلته ئې خاکروبان برتي کړل۔  بيا لندن نه پس چه مرګ ته نيزدو شو لکي مروت ته بيا لاړو او ژوند اخري برخه کښې ئې ټوکې ټکالو ته غاړه کېښودله۔

د طور علي ژوند حالت چه تاسو لؤستلو، دا دوئي په خپله يوه ټوکه کښې بيان کړئ ده۔ تاسو ته به دې نه اندازه شوې وي چه دوئي کوم رقم مزاج مالک دې۔  لکي مروت په شان پس مانده ضلع کښې د ښه سات تېري د پاره مواقع ډېرې کمې دي۔ هم دې وجه خلق خپل ودونو او محفلونو کښې ټوکماران راغواړي او د دوئي ټوکو ټکالو نه خؤند اخلي ۔ دا رنګه طور علي د علاقې زرګاؤ خلقو او په محفلونو کښې خوشالئ خپرې کړې دي۔

د کال ۲۰۰۵ کښې حج کولو نه پس دوئي ټوکې ټکالې پرېښودي دي۔ مونږ دلته د دوئي تر لاس شوي يو څو ټوکې تاسو ته وړاندې کؤو۔

سندرې

Comments

Comments powered by Disqus

د طور علي مروت ټوکې ټکالې,
د خېبر وېب پاڼې باندې په 8 اپرېل 2002 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)