Tor Ali Marwat Collection :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د طور علي مروت ټوکې ټکالې

خپرؤنو نېټه: 8 اپرېل 2002

طور علي د لکي مروت سره خواه کښې سلطان خېل کېچئ کمبر کلي اوسېدونکې دې۔ مخکښې دوئي په ورکوټوالي کښې ماشوم او۔ بيا چه کله ستر شو نو د پير والي ضلعې کښې D.I.G جوړ شو۔ پوليس ډيوټي کښې ئې د لکي مروت ډېر خلق په محکمه کښې بهرتي کړل۔ ډيوټي نه پس چه کله پينشن شو نو لندن ته لاړو۔

لندن کښې ئې د ژوند ډېره برخه تېره کړه او هلته به ئې فټبالونه او هائي جمپ لوبې ډېرې ښوښېدې۔ هغه ټول کسان چه پوليس کښې ئې بهرتي کړي وو لندن ته ئې راؤغوښتل او ولايت کښې ئې خاکروبان بهرتي کړل۔ دې نه پس بيا لکي مروت ته لاړو او د ژوند اخري برخه ئې بيا د ټوکو ټکالو ته غاړه کېښودله۔

د طور علي ژوند حالت چه تاسو لؤستلو نو اندازه به شوې وي چه دوئي کوم رقم مزاج ساتي۔ د خپل ژوند په حواله خبرې کولو باندې دوئي په خپله دا قيصئي تېره کړه

لکي مروت په شان پس مانده ضلع کښې د ښه سات تېري د پاره مواقع ډېرې کمې دي۔ هم دې وجه خلق خپل ودونو او محفلونو کښې ټوکماران راغواړي او د دوئي ټوکو ټکالو نه خؤند اخلي ۔ دا رنګه طور علي د علاقې زرګاؤ خلقو او په محفلونو کښې خوشالئ خپرې کړې دي۔

د کال ۲۰۰۵ کښې حج کولو نه پس دوئي ټوکې ټکالې پرېښودي دي۔ مونږ دلته د دوئي تر لاس شوي يو څو ټوکې تاسو ته وړاندې کؤو۔

سندرې

Comments powered by Disqus