خپرؤنو نېټه: 23 جنوري 2006

سعدالله خان د بچکڼ احمد زئي لکي مروت اوسېدونکې دې۔ خپل ډېر ژوند ئې د اېف سي مليشه کښې نوکري کړې ده خو اوس رېټائر دې او په کلي ژوند تېروي۔ ډېر خوږ او خوش طبيعته انسان دې او په دې وجه د علاقې ډېر ودونو، حجرو، او چوکونو کښې خلقو د خوشالتيا سبب جوړېږي۔ په ټي وي او په رېډيو دوئي ته لا پورې د خپل فن موقع نه د ورکړ شوې۔ او په دوئي نوم په بازارو کښې تر ننه کېسټې هم نه ملاوېږي۔ په بېلا بېل پروګرامو او ودونو کښې خلقو د ده ټوکې ټکالې محفوظې کړې دي او بيا روسته ئې په ملګرو مېنځ کښې ګوري راګوري او خؤند ترې نه اخلي۔ او په دا رنګه د ده فن خلقو ته په وېښلو بنياد رسېږي۔ نن سبا د انټرنېټ يوټوب پاڼې کښې د سعدالله ګڼ شمېر نور ويډيو هم مخې ته راغلي دي چه کوم کښې سعدالله د نور ټوکمارو نعيم خان او پيلې سره په شريکه پروګرامونه کړي دي۔
د سعدالله خان جدا انداز و استعداد له وجه ئي خلق ډېر خوښوي. دوئي سره ړومبي ځل په 2002 کښې مخامخ کېدو نه پس د دې کال لوئ اختر کښې (2006) يو وار بيا لاره مو سره يوه شوه. د تاجي زو نواب خان بېټک کښې مجلس اوشو چې پکښې ملګري و کليوال راغونډ شوي ول۔ په دې ناستي کښې د دوئي يو پروګرام هم لاس ته شو چه دوئي ټک (Tank) کښې ډک کړې او. پروګرامونه ئې په دې ډول دي:
لاندې ټوکې په موبائېل باندې ريکارډ شوې دي نو د خراب اواز بخښنه غواړو۔
