Politecnico Torino Italy Students Cultural Program :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

طورينو کښې د پښتنو زده کؤنکو کلتوري غونډه

فرخنده وزیر

پاملرنه: دغه مقاله ړومبي زل د مشال رېډيو بلاګونو څانګې کښې پېل شوې ده او اوس د عکسونو او ويډيووي برخو سره په خېبر وېبپاڼې خپرېږي۔

خپرؤنو نېټه: 11 مئي 2012

تصوير غټولو د پاره په تصوير ټک وکړئ

د اټلي په طورينو ښار کې د انجینیرنګ پوهنتون پښتنو زده کونکیو په یو کلتوري غونډه کې سندرې وویلې او شاعري یې وړاندې کړه، چې پکې د زده کونکو په شمول څه نا څه اویاوو پښتنو ګډون وکړ. دوی خپلې روایتي جامې اچولې وې او روایتي خواړه یې هم جوړ کړي وو. طورينو د اټلي په مهمو ښارونو کښې يو دی۔ د شمال لويديځ خواه ته، او د پو درياب په غاړه پروت دی۔ په کال ۲۰۰۸ م کې د دې ښاريې ټوله ابادي ۹ لکو پورې ښودل شوې وه۔ په يورپ، او اټلي کې په خصوصي توګه داښار د باغونو، کتابخانو، میوزيم، د فنونو او د خوراک ځايونو لپاره نوم لري۔ دا یو ورکوټې، خاموشه، او ښکلی ښار دی۔

د پښتنو شمېره په دغه ښار کې د تیرو دریوو کلونو راهیسې زیاته شوې ده، او یوه مهمه وجه یې د دغه ښار د انجنيرۍ پوهنتون پولټکنيک طورينو دی. دلته به پښتانه په حساب ۱۰۰، او د طورينو شاوخوا سيمو لکه (ورڅلي) کې څه نا څه ۲۰ پښتانه ځوانان په تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي. په دې کښې ۱۵ پي ایچ ډي ، ۳۰ ایم ایس او نور په انجینیرۍ کې د بي ایس زده کړې کوي. بل خوا ته دلته نور پنا غوښتونکیو شمېر به هم د سلوپه شاؤخواه کې وي۔ خو د فاميلونو دشمېر څه معلومات نيشته۔

سره ددې چې د يورپ نورو ښاريو کې پښتانه په زرګونو تعداد کې میشت دي، په دې ښار کې یي شمیره ډیره لږه ده ، خو په خپلو منځو کې يي مينه، نږدوالی، او د يو بل سره مرستې او همکاري زیاته ده. او داسې دي لکه یوه کورنۍ، که هغه د افغانستان د خوا دي ، او که د پاکستان.

د اپرېل په ۲۸ مه په طورينو کې میشت پښتنو په لومړي ځل يوه کلتوري غونډه وکړه، چې پکې د زده کونکو سره سره په دغه ښار کې میشت نورو پښتنو هم برخه واخیسته.

په دې کې یو زده کونکي عطاء الرحمان د رحمان بابا کلام، فهيم خان وزير په طورينو کې میشت پښتنو پېژندګلو يوه ويډيو وښودله، شعبان علي خپله شاعري وړاندې کړه، حليم الرحمان په خپل غږ د غني خان يوه غزل وویلو، ناصر خان ديروجي د پښتو ژبې او کلتور په حواله خبرې وکړې، حميد او عدنان مزاحیه خاکې وړاندې کړې، او انام باري او فرهاد خان خپلې مزاحيه شاعري وړاندې کړلې چې ټولو ترې ډیر خوند واخیستو۔ په پائه کښې حميد او ملګرو د غني خان کلام نه پښتنو وطن په حواله يوه ترانه ووېله۔ د دې غونډې کوربه د صوابۍ فهد خان یوسفزی وو. مېلمنو ته د نوو زده کونکیو په حواله عمران خان، د طورينو کښې غېر محصلينو ګډوالي نه عبدل واجد، او د غونډې يو غړي او د خېبر وېب پاڼې مشر عمر عثمان مروت خبرې وکړې او خپل خيالات یې څرګنده کړل۔ په اخره کې ټولو زده کونکیو د پښتو په یو شمیر سندرو اتڼ هم وړاندې کړو.

ټولې برخې ډېرې وستاېلې شوې او ټولو دا نيت وکړو چه داسې غونډې دې نورې هم، او په غټه پېمانه وکړل شي۔


ويډيوي برخه

د ملګرو پېژندنه

انعام باري خپل شاعري

پښتنو ټاټوبې

شعبان علي خپل شاعري

حميد او عدنان مزاحيه خاکه

فرهاد علي

ناصر خان خبرې

حميد و ملګرو په اواز غني خان ترانه

اتڼ

Comments powered by Disqus