Zahak Tazi - Mati Pukhtano Nikah

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ضحاک تازي، د متي پښتنو نيکه, ډاکټر چراغ حسېن شاه
د خېبر وېب پاڼې باندې په18 جنوري 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



ضحاک تازي، د متي پښتنو نيکه

ډاکټر چراغ حسېن شاه

پلوشه، کراچي، ستمبر ۱۹۹۰

خپرؤنو نېټه: 18 جنوري 2012

پښتنو قام ۴۰۵ وړو او د لويو قبيلو مجموعه ده۔ دې کښې د متي قبيلو شمېر ۵۲ دې۔ متيانو کښې د پښتو د تاريخ جوړونکی قبيلې غلزي، لودهي، سوري، نيازي، لوهاني، کټي خېل، او مروت (۱) وغېره راځي۔ د پښتنو مورث اعلی قېس عبدالرشيد درې زامن وو، سړابن، بېټن، او غرغشت۔ د بېټن نيکه درې زامن او يوه لور وه۔ د لور نوم ئې بی بی متو وو۔ بی بی متو واده يو ايراني شهزاده شاه حسېن سره اوشو چه غور کښې مېشته وو۔

نامتو پښتون مؤرخ او د قلم او د تورې خاوند حافظ الملک حافظ رحمت خان خپل تاليف خلاصه الانساب کښې ليکي چې: د خراسان يو شهزاده چه نوم ئې شاه حسېن وو، يو روايت مطابق د ضحاک له اولاد نه وو۔

يوه دعوی دا هم ده چه دا شهزاده ترک وو۔ ځکه چه غوري د تاريخ دانانو او خپله د پښتنو د رواياتو مطابق ترک دې (۲،۳)۔ د ايراني او د ترکی دې شخړې په پنا مجزوب د مروتو د نسل په باره کښې دا خيال جوتوي چه دوئي د ترکو اريا او د سامي قبيلو امتزاج دې۔ ليکي: البته دا خبره چه مروت سامي دي او که اريائي، نو معلومېږي داسې چه د غوريانو د وخت نه لا دا خلق ترکو اريه او د سامي قبيلو امتزاج دې۔ د بېګو خېلو خوانينو سره چه کومه شجره ده هغه ئې د پلار د لوري ضحاک ته رسوي۔ خو دا ضحاک ته رسول ترکو اريه سره خلط ملط شوېدې۔ او د غوريانو او د خلجيانو خبره هم دغه شان ده (۴)۔

دې ټولو خبرو نه دا خيال پورته کېږي چه متي پښتانه ترکو اريا دي۔ البته د مور د لوري سامي النسل دي۔ خو دا خبره د ايراني تاريخ په رڼا کښې بېخي غلطه ده۔ تاريخ ايران کښې د ضحاک په باره کښې ليکلي دي چه: د ايراني رواياتو مطابق هغه يو عرب شهزاده ښودلې دې۔ چا چه ايران باندې د شام د لوري حمله اوکړه او برې ئې وموندو (۵)۔

فاضل حبيبي د امير کروړ سوري په باره کښې ليکي: دا اميران له پيړيو په غور او بالشتان او بوست کښې وو۔ او د هغه سور نومي اولاد دې۔ چه د سهاک له پښته وو (۶)۔

اوس ضحاک يا سهاک څوک وو؟ د کوم نسل نه وو؟ او ايراني او زردشتي روايات د ده په باره کښې څه ليکي؟ هغه په دې ډول دي:


ضحاک هغه منظر چه کله د فريدون لښکرو دئ وتړلو و د دم اوند آتش فشان ته ئې ور لړه کولو۔ دواړه عکسونه د فارسي ژبې شاهنامې کښې محفوظې دي۔

ضحاک د شام د ملک يو افسانوي شهزاده وو چا چه د جمشېد بادشاه د مړ کولو نه پس د ايران په تخت قبضه اوکړه۔ يو زر کاله ئې حکومت اوکړو۔ اصل کښې د ده نامه اجې دهاک دې۔ چه عربي کښې ضحاک شوې دې۔ ضحاک عربي کښې د زيات خندا کؤونکښي ته وائي۔

وائي چه د ضحاک مخکېني دوه غاښونه د پېدائش د وخت نه باهر راوتلي وو۔ او داسې به ښکارېدل جوړې دې هر وخت خاندي۔ د خپل ظلم په وجه مشهور وو۔ د اجې دهاک مطلب په خواني ايران کښې د (مار) کېږي۔ وائي چه د ده د اوږو نه به روز دوه اژدهې راوتل۔ چه خوراک به ئې د بنيادمو خوړل وو۔ کاوه نومي يو پش (لوهار) د ضحاک د ظلمونو خلاف د بغاوت بېرغ اوچت کړو۔ د جمشېد د خاندان يو شهزاده فريدون ئې د بادشاهي د پاره تيار کړو۔ کاوه د خپلې بينئ نه د انقلاب بيرغ ساز کړو۔ دې بيرغ ته به ئې درفيش کاديانی وې۔ فريدون فوځونو ضحاک ته ماتې ورکړو۔ زنجيرونو سره ئې اوتړلو۔ او د ماوند آتش فشان غره ته ئې ورګوذار کړو۔ وائي چه تر قيامته به پکښې سوزي (۷)۔ دا قيصئي د پرومېتهس باؤنډ د ديو مالائي افسانې سره ملاوېږي۔

ضحاک د جمشېد نه بادشاهي اخستې وه۔ او جمشېد د ايران د ټولو نه زيات نامتو افسانوي بادشاه تېر شوې دې۔ده د پش دايان (د قانون ورکؤنکی) خاندان سره تعلق درلود۔ جمشېد د دوه زنډانی ايراني نه مرکب دې۔ جم، او شېد۔ جم د سنسکرت (يم) دې، چه معنه ئې ده (د پاتال يا تخت الثری خاوند)۔ او ده رشيد معنه ده برېښېدونکښې (روښانه)

وائي چه د ده سره يوه پياله وه چه د هغې د تاؤولو سره به ده ته د نړئ د تمامې حالاتو پته لګېده۔ ده د ايران د پخواني دارالسلطنت پرسي پولس (تخت جمشېد) بنياد کېښودو۔ دې ته شمس جنترئ، نوروز، د شرابو، د اسلحې، د رېشمينو کپړو، غرض دا چه د ډېرو علومو او د فنونو موجد ګڼلې شي۔ آخر کښې ده د خدائي دعوه اوکړه۔ پس د دې نه د زردشتي عقائد مطابق اسماني طاقتونو ضحاک جمشېد ته د سزا ورکولو د پاره اوټاکلو۔

ضحاک جمشېد ته ماتې ورکړو۔ او دې ئې د ارې سره اوڅيرو۔ د ضحاک شجره د سام بن نوح عليه السلام ته داسې رسي:

ضحاک بن مارک بن آس بن ارم بن نوح۔

ضحاک د ابراهيم عليه السلام د غور نيکه شارخ بن ارغو (ابراهيم بن عاذر بن ناخور بن شارخ) د زمانې بادشاه وو۔

ابراهيم عليه السلام د حضرت مسيح عليه السلام نه قريباَ ۲۰۰۰ کاله مخکښې تېر شوې دې۔ يعنی د نن نه تقريباَ څلور زره کاله مخکښې۔ داسې چه د دې سره د ضحاک د حکومت کولو وخت تقريباَ زر کاله چه سره يو ځائې شي نو تاريخ ۵۰۰۰ کاله وړاندېنئ جوړېږي۔ د ټانک د نوابانو شجرې کښې دا نوضحاکتازي ليکلې شوې دې۔ او تازي (۸) چه د فارسي تورې دې، معنه ئې ده (عربي اس) يا (ښکاري سپې)۔ د علامه اقبال يو شعر دې:

شهيد محبت نه کافر نه غازي
محبت کی رسمېں نه ترکی نه تازي (۹)

د خوشحال بابا يو شعر دې:

ټټوګي دي تازي ګي دی تر زوولی
همېشه کا په بائېګاه کښې شر و شور

حاشئې کښې ليکي: تازي په فارسي کښې عربي ژبې سړي او اس ته، او ښکاري سپي ته هم وائي (۱۰)۔

د متي پښتنو نيکه د شاه حسېن شجره سلطان بهرام بن فريدون بن بهمن شاه، چه د ضحاک د ۳۷ پېړئ نه داسې رسي:

شاه حسېن، بن شاه فخر الدين بن جلال الدين بن سلطان بهرام۔

ځينو شجرو کښې دا کړئ داسې ورکړ شوی دې:

شاه حسېن بن معزالدين محمود بن جمال الدين حسېن بهرام۔


ضحاک چه کله په تخت کښېناستو، و کله ئې چه فريدون لښکرو نه ماتې اوخؤړله و تخت نه ئې خوا ته کؤو۔ دواړه عکسونه د فارسي ژبې شاهنامې کښې محفوظې دي۔

او د بهرام د پلار نوم د فريدون په ځائې شنسب ليکلې شوې دې۔ او وائي چه شنسب د بدمت منونکښې وو۔ او روستو ئې اسلام قبول کړې وو۔ د بهرام بن فريدون يو نمسې، چه د ده نوم هم سلطان بهرام وو (سلطان بهرام بن سلطان جلال الدين بن سلطان فخرالدين بن سلطان بهرام بن فريدون)۔ دا سلطان بهرام د حضرت علي رضي الله عنهه، په زمانه کښې کوفه ته ځي، او حضرت علي رض ورته د غور د امارت ورکوي۔

نوابان ټانک تاريخ د مخزن افغاني او د سرور نامې په سند کښې ليکي:

د سلطان بهرام کشر زوئې جلال الدين وو۔ محمد سوري چه د سلطان فخر الدين به سام غوري د درېمې پېړئ نيکه وو، د ده له نسب وو (۱۱) ۔ هندوستان کښې د سلطان شهاب الدين په نامه شهرت لري۔ هندوستان کښې د اسلام باعث وو۔ د سيالکوټ د قلعې بنياد ئې کېښودو او پتهور د راجه ئې مړ کړو۔

د دې اکتباساتو او بياناتو نه دا نتيجه اخذ کېږي چه:

  1. متي قبائل چه پکښې غوري، خلجي، لودهي، سوري، لوهاني، مروت، دولت خېل، او مياں خېل وغېره راځي۔ ترکو آريا يا ايراني النسل آريا نه دي۔ دوئي د حسب او نسب دواړه لوري نه خالص سامي النسل دي۔
  2. د دوئي نيکونو تقريباَ يو زر کاله په ايران بادشاهي کړی ده۔ ځکه چه د يو سړي زرکاله عمر نه شي کېدې۔ ده د يو خاندان (dynasty) عمر دې۔ ضحاک د ايران د هغې وخت يو طاغوني او زبردست حکوت خلاف کامياب بغاوت کړې وو۔ چه سائنسي و تکنيکي مېدان کښې ډېر مخ په وړاندې وو۔ د لوئې مادي اسناب لويو باعث ئې د خدائي دعوه کړې وه۔ ضحاک د وخت دې نمرود ته ماتې ورکړې وه۔ د ده د دې عمل نه، او د سامي النسل نه د تعلق لرلو په وجه داسې اشرې ملاوېدې چه دا خانداني موحد او د يو خدائې پاک منونکښې وو۔
  3. څو پورې چه د شخصياتو او د واقعاتو د افسانوي رنګ لرلو تعلق دې، نو د ليکلي تاريخ نه اکاهو د هر قام پخوانې تاريخ روايت او افسانه ده۔ خو دې سره د دې اهميت کمېدې نه شي۔ ضعيف نه ضعيف روايت هم څه نه څه تاريخي اهميت ضرور لري۔
  4. ضحاک نه د زردشتي مذهب لرونکښې وو، او نه په قام ايراني وو۔ ځکه خو د زردشتاينو رواياتو او ايراني تاريخ کښې دې ظالم بدصورته، او دائمي دوزخي ياد شوې دې۔ څنګه چه هر قوم خپل مخالف قوم هيروز هم په داسې بدو القابو يادوي۔
  5. غور د علاقې نوم دې۔ چه معنه ئې ده (ژوره زمکه)۔ غور علاقې ته منسوب خلقو ته غوري وائي۔ سور د سړي نوم دې۔ اولاد ئې د سوري په نوم يادېږي۔
  6. غلجي، غوري، او سوري د يوې ونې څانګې دي۔ (۱۲)
    1. شاه حسېن زامن
      1. سرواني

      2. غلجي
      3. لودهي
        1. سياني
        2. دوتاني
        3. نيازي
          1. پړنګي
          2. اسماعيل
            1. مهپال
            2. سور
            3. نوماني يا لوهاني
              1. مروت
              2. ميا
              3. مما
              4. تتور
              5. پتخ

      د شاهنامې تصويرونه په حقله: د ضحاک قيصه په تصويري شيکل کښې په شاهنامه کښې ښکاره شوې ده چه عکسونه ئې تاسو د فيڅ ويليم وېب پاڼې کښې لوستلی شئ۔

      1. الله بخش يوسفي، افغان يا پټان، مخونه ۱۹۵ و ۲۰۴
      2. ډاکټر چراغ حسېن، دود چراغ، مخ ۲۱ ۔ ۲۳
      3. سر اولاف کارو، دي پټهان
      4. ډاکټر چراغ حسېن، دود چراغ، مخ س
      5. برګډئير جنرل پرسي سائيکس، تاريخ ايران (دوېم اېډيشن)
      6. پټه خزانه، سريزه مخ ۳۵
      7. اردو انسائکلوپيډيا، نوې اېډيشن، فېروز سنز لمټېډ
      8. فېروز الغات
      9. بال جبريل
      10. کليات خوشحال خان خټک، سره د مقدمې او حاشئې د دوست محمد خان کامل
      11. سوانح عمري د خان حبيب خان مياں خېل، مرتب فېض الله خان
      12. شجره بحواله تاريخ نوابان ټانک

Comments

Comments powered by Disqus

ضحاک تازي، د متي پښتنو نيکه, ډاکټر چراغ حسېن شاه
د خېبر وېب پاڼې باندې په 18 جنوري 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)