خپرؤنو نېټه: 18 جنوري 2012
پښتنو قام ۴۰۵ وړو او د لويو قبيلو مجموعه ده۔ دې کښې د متي قبيلو شمېر ۵۲ دې۔ متيانو کښې د پښتو د تاريخ جوړونکی قبيلې غلزي، لودهي، سوري، نيازي، لوهاني، کټي خېل، او مروت (۱) وغېره راځي۔ د پښتنو مورث اعلی قېس عبدالرشيد درې زامن وو، سړابن، بېټن، او غرغشت۔ د بېټن نيکه درې زامن او يوه لور وه۔ د لور نوم ئې بی بی متو وو۔ بی بی متو واده يو ايراني شهزاده شاه حسېن سره اوشو چه غور کښې مېشته وو۔
نامتو پښتون مؤرخ او د قلم او د تورې خاوند حافظ الملک حافظ رحمت خان خپل تاليف خلاصه الانساب کښې ليکي چې: د خراسان يو شهزاده چه نوم ئې شاه حسېن وو، يو روايت مطابق د ضحاک له اولاد نه وو۔
يوه دعوی دا هم ده چه دا شهزاده ترک وو۔ ځکه چه غوري د تاريخ دانانو او خپله د پښتنو د رواياتو مطابق ترک دې (۲،۳)۔ د ايراني او د ترکی دې شخړې په پنا مجزوب د مروتو د نسل په باره کښې دا خيال جوتوي چه دوئي د ترکو اريا او د سامي قبيلو امتزاج دې۔ ليکي: البته دا خبره چه مروت سامي دي او که اريائي، نو معلومېږي داسې چه د غوريانو د وخت نه لا دا خلق ترکو اريه او د سامي قبيلو امتزاج دې۔ د بېګو خېلو خوانينو سره چه کومه شجره ده هغه ئې د پلار د لوري ضحاک ته رسوي۔ خو دا ضحاک ته رسول ترکو اريه سره خلط ملط شوېدې۔ او د غوريانو او د خلجيانو خبره هم دغه شان ده (۴)۔
دې ټولو خبرو نه دا خيال پورته کېږي چه متي پښتانه ترکو اريا دي۔ البته د مور د لوري سامي النسل دي۔ خو دا خبره د ايراني تاريخ په رڼا کښې بېخي غلطه ده۔ تاريخ ايران کښې د ضحاک په باره کښې ليکلي دي چه: د ايراني رواياتو مطابق هغه يو عرب شهزاده ښودلې دې۔ چا چه ايران باندې د شام د لوري حمله اوکړه او برې ئې وموندو (۵)۔
فاضل حبيبي د امير کروړ سوري په باره کښې ليکي: دا اميران له پيړيو په غور او بالشتان او بوست کښې وو۔ او د هغه سور نومي اولاد دې۔ چه د سهاک له پښته وو (۶)۔
اوس ضحاک يا سهاک څوک وو؟ د کوم نسل نه وو؟ او ايراني او زردشتي روايات د ده په باره کښې څه ليکي؟ هغه په دې ډول دي:

ضحاک هغه منظر چه کله د فريدون لښکرو دئ وتړلو و د دم اوند آتش فشان ته ئې ور لړه کولو۔ دواړه عکسونه د فارسي ژبې شاهنامې کښې محفوظې دي۔
ضحاک د شام د ملک يو افسانوي شهزاده وو چا چه د جمشېد بادشاه د مړ کولو نه پس د ايران په تخت قبضه اوکړه۔ يو زر کاله ئې حکومت اوکړو۔ اصل کښې د ده نامه اجې دهاک دې۔ چه عربي کښې ضحاک شوې دې۔ ضحاک عربي کښې د زيات خندا کؤونکښي ته وائي۔
وائي چه د ضحاک مخکېني دوه غاښونه د پېدائش د وخت نه باهر راوتلي وو۔ او داسې به ښکارېدل جوړې دې هر وخت خاندي۔ د خپل ظلم په وجه مشهور وو۔ د اجې دهاک مطلب په خواني ايران کښې د (مار) کېږي۔ وائي چه د ده د اوږو نه به روز دوه اژدهې راوتل۔ چه خوراک به ئې د بنيادمو خوړل وو۔ کاوه نومي يو پش (لوهار) د ضحاک د ظلمونو خلاف د بغاوت بېرغ اوچت کړو۔ د جمشېد د خاندان يو شهزاده فريدون ئې د بادشاهي د پاره تيار کړو۔ کاوه د خپلې بينئ نه د انقلاب بيرغ ساز کړو۔ دې بيرغ ته به ئې درفيش کاديانی وې۔ فريدون فوځونو ضحاک ته ماتې ورکړو۔ زنجيرونو سره ئې اوتړلو۔ او د ماوند آتش فشان غره ته ئې ورګوذار کړو۔ وائي چه تر قيامته به پکښې سوزي (۷)۔ دا قيصئي د پرومېتهس باؤنډ د ديو مالائي افسانې سره ملاوېږي۔
ضحاک د جمشېد نه بادشاهي اخستې وه۔ او جمشېد د ايران د ټولو نه زيات نامتو افسانوي بادشاه تېر شوې دې۔ده د پش دايان (د قانون ورکؤنکی) خاندان سره تعلق درلود۔ جمشېد د دوه زنډانی ايراني نه مرکب دې۔ جم، او شېد۔ جم د سنسکرت (يم) دې، چه معنه ئې ده (د پاتال يا تخت الثری خاوند)۔ او ده رشيد معنه ده برېښېدونکښې (روښانه)
وائي چه د ده سره يوه پياله وه چه د هغې د تاؤولو سره به ده ته د نړئ د تمامې حالاتو پته لګېده۔ ده د ايران د پخواني دارالسلطنت پرسي پولس (تخت جمشېد) بنياد کېښودو۔ دې ته شمس جنترئ، نوروز، د شرابو، د اسلحې، د رېشمينو کپړو، غرض دا چه د ډېرو علومو او د فنونو موجد ګڼلې شي۔ آخر کښې ده د خدائي دعوه اوکړه۔ پس د دې نه د زردشتي عقائد مطابق اسماني طاقتونو ضحاک جمشېد ته د سزا ورکولو د پاره اوټاکلو۔
ضحاک جمشېد ته ماتې ورکړو۔ او دې ئې د ارې سره اوڅيرو۔ د ضحاک شجره د سام بن نوح عليه السلام ته داسې رسي:
ضحاک بن مارک بن آس بن ارم بن نوح۔
ضحاک د ابراهيم عليه السلام د غور نيکه شارخ بن ارغو (ابراهيم بن عاذر بن ناخور بن شارخ) د زمانې بادشاه وو۔
ابراهيم عليه السلام د حضرت مسيح عليه السلام نه قريباَ ۲۰۰۰ کاله مخکښې تېر شوې دې۔ يعنی د نن نه تقريباَ څلور زره کاله مخکښې۔ داسې چه د دې سره د ضحاک د حکومت کولو وخت تقريباَ زر کاله چه سره يو ځائې شي نو تاريخ ۵۰۰۰ کاله وړاندېنئ جوړېږي۔ د ټانک د نوابانو شجرې کښې دا نوضحاکتازي ليکلې شوې دې۔ او تازي (۸) چه د فارسي تورې دې، معنه ئې ده (عربي اس) يا (ښکاري سپې)۔ د علامه اقبال يو شعر دې:
شهيد محبت نه کافر نه غازي
محبت کی رسمېں نه ترکی نه تازي (۹)
د خوشحال بابا يو شعر دې:
ټټوګي دي تازي ګي دی تر زوولی
همېشه کا په بائېګاه کښې شر و شور
حاشئې کښې ليکي: تازي په فارسي کښې عربي ژبې سړي او اس ته، او ښکاري سپي ته هم وائي (۱۰)۔
د متي پښتنو نيکه د شاه حسېن شجره سلطان بهرام بن فريدون بن بهمن شاه، چه د ضحاک د ۳۷ پېړئ نه داسې رسي:
شاه حسېن، بن شاه فخر الدين بن جلال الدين بن سلطان بهرام۔
ځينو شجرو کښې دا کړئ داسې ورکړ شوی دې:
شاه حسېن بن معزالدين محمود بن جمال الدين حسېن بهرام۔

ضحاک چه کله په تخت کښېناستو، و کله ئې چه فريدون لښکرو نه ماتې اوخؤړله و تخت نه ئې خوا ته کؤو۔ دواړه عکسونه د فارسي ژبې شاهنامې کښې محفوظې دي۔
او د بهرام د پلار نوم د فريدون په ځائې شنسب ليکلې شوې دې۔ او وائي چه شنسب د بدمت منونکښې وو۔ او روستو ئې اسلام قبول کړې وو۔ د بهرام بن فريدون يو نمسې، چه د ده نوم هم سلطان بهرام وو (سلطان بهرام بن سلطان جلال الدين بن سلطان فخرالدين بن سلطان بهرام بن فريدون)۔ دا سلطان بهرام د حضرت علي رضي الله عنهه، په زمانه کښې کوفه ته ځي، او حضرت علي رض ورته د غور د امارت ورکوي۔
نوابان ټانک تاريخ د مخزن افغاني او د سرور نامې په سند کښې ليکي:
د سلطان بهرام کشر زوئې جلال الدين وو۔ محمد سوري چه د سلطان فخر الدين به سام غوري د درېمې پېړئ نيکه وو، د ده له نسب وو (۱۱) ۔ هندوستان کښې د سلطان شهاب الدين په نامه شهرت لري۔ هندوستان کښې د اسلام باعث وو۔ د سيالکوټ د قلعې بنياد ئې کېښودو او پتهور د راجه ئې مړ کړو۔
د دې اکتباساتو او بياناتو نه دا نتيجه اخذ کېږي چه:
د شاهنامې تصويرونه په حقله: د ضحاک قيصه په تصويري شيکل کښې په شاهنامه کښې ښکاره شوې ده چه عکسونه ئې تاسو د فيڅ ويليم وېب پاڼې کښې لوستلی شئ۔