Wazir by Ahmad Jan

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

وزير, منشي احمد جان
د خېبر وېب پاڼې باندې په5 ستمبر 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



وزير

منشي احمد جان

خپرؤنو نېټه: 5 ستمبر 2009

د دې قام اصلي وطن په افغانستان کښ يو بيرمل نوم ملک وۀ. د څوارلسمې صدې په آخر کښ دې قام نمر خاته طرف ته ښپه اوږده کړه او د شوال نه او د ټوچې قطب ته د کوهاټ سرحد نه ئې خټک وويستل. بيا څه مده پس ئې د شوېدر ګير چاپيره کانړيزه علاقه باندې او عن تر ګومل پورې په ټول ملک باندې ئې قبضه وکړه. اګرکه درويش خيل او محسود يو اصل دې چه ډيره زمانه راسې ئې په خپلو کښ دښمني راغلې ده او د دوئ په عادتونواو خوئي بوئي کښ ډير فرق دې. د درويش خيلو دوه تپې دي: اتمان زي او احمد زي. اتمان زي په ټوچې کښ او د ټوچي ګير چاپير غرونو کښ او په شوال کښ او د کيودا، کيتو، او د کرمې د سيند په غاړو باندې آباد دي. او احمد زي اکثر د واڼه خواؤشا او شګئي او بنو د ضلع نمر پرېواتۀ سرحد باندې اوسېږي. په دوئي کښ 25،500 ملاتړ دي او تخمينا لس زره (10،000) په بيرمل کښ آباد دي.

د دوئ ملک خوار دې ځکه اکثر په شوکو موکو او لوټ باندې ګزاره کوي. دوئ آزاد خلق دي او د هيچا حکم نۀ مني. ډيرې ګډې بزې او مال مويشي ساتي ځکه په ځنو ځنو موسمونو کښ وښو او ګياه پسې يو ځائ نه بل ځائ ته کډې کوي. د ژمي په سر د بنو ضلعې ته په کډو راځي او ډير خو په کښ هم دلته پاتې شوي دي. او په ژمي کښ په کيږدو اوسېږي.

د وزيرو او د يوسفزو په ژبه کښ ډير فرق دې لکه کښ يوسفزي الف وائي نو وزير واؤ او که وزير ئې وائي نو يوسفزي واؤ. مثال:

ټکي مثال
يوسفزي وزيري يوسفزي وزيري
ا و پلار پلور
" " مال مول
و ي لور لير
" " رنځور رنځير
" " مور مير
" " خور خير

دوئي د سر نه ښيرن، سپين يا سور پټکي تاؤوي. هغې ته دوئ (ولمستني) وائي. د شړئي خلقه اغوندي او په پټکي يا په رسې ئې ملا تړلې وي او د خامتا يا د مالکين پرټوک او د ميزري څپلې ئې په ښپو وي.


دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده

Comments

Comments powered by Disqus

وزير, منشي احمد جان
د خېبر وېب پاڼې باندې په 5 ستمبر 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)