Pashtuns in India

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د پشتونخواه نه باندې پشتانه, م ج سيال موهمند
د خېبر وېب پاڼې باندې په27 اګست 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)


Latest Updates

Frequent Keywords

history afghanistan pashto peshawar islam poetry culture marwat music khudai khidmatgar british british raj kabul medicine mardan


د پشتونخواه نه باندې پشتانه

م ج سيال موهمند

خپرؤنو نېټه: 27 اګست 2012

هغه پښتانه چي په پاکستان او هند کښي له پښتونخواه نه وتلي اوسيږي په دي ډول دي:

لومړي وار پښتانه د محمود غزنوي او شهاب الدين غوري سره په لښکرو کښي بر صغير ته ورغلي وو او هلته ميشته شوي دي، بيا وروسته د نورو حکومتونو په وخت کښي هم پنجاب او مغربي هند ته نور پښتانه ورغلي دي، خو د لودي و سوري حکومتونو په دور کښي ډير پښتانه هند ته ورغلي دي. په تيره د بهلول لودي او شير شاه سوري په وخت کښي ډير پښتانه هند ته تلي دي. په دي پښتنو کښي ډېر غلجي پښتانه وو او د هند په څو صوبو کښي ميشته شوي وو. سوري و لودي، او غلجي، ټول يو خيل متوزي دي، ټولو ور غلو پښتنو ته به په هند کښي روهيله ويل کيدل، او دوي به فوځي نوکري خوښولي او د دوي زړور او زحمتکش پيژندل شوي وو.

څه وخت چي په 1526ع کال کښي بابر په هند حمله کوله د ده په لښکر کښي پښتانه وو چي ډير پکښي يوسفزي وو. د مغلو په وخت کښي ډير پښتانه د پنجاب نه نيولي تر يوپي پوري رسيدلي او اباد شوي وو. د مغلي حکومت په زمانه کښي پښتنو په هند کښي غټي عهدي هم لرلي او ځيني نوابان هم پکښي وو، خو د مغلو د حکومت په وروستي کښي چي څه وخت افراتفري راغله او مرکزي حکومت کمزوري شوي ؤ، نو پښتنو نوابانو هم پخپله علاقه کښي د خپل اقتدار نغاري وهلي.

د اتلسي پيړي په اوايلو کښي پښتانه د هماليه د لمنو نه نيولي تر اوده پوري خواره واره اباد شوي وو. په 1774ع کال کښي چي څه وخت انګريزان په هند کښي له پښتنو سره مخامخ شول، نو پښتنو ېي سخته مقابله وکړه خو په شاه جهانپور کښي ېي ماتي وخوړه خو وروسته انګريزانو د دوي پو مشر فيض الله خان د رامپور پنځه زره پښتنو کورونو د اوسيداني اجازه وه او نور اتلس زره کورني د وابه، راجپوتاني او دکن ته په تللو مجبوره کړي شوي. لږ څه وخت وروسته امير خان د ټونګ نواب مقرر شو، هغه هم په دغه پښتنو کښي ؤ.

د پښتنو هند ته د تللو مهم عوامل د دوي کورني دښمني، خواري او د حکومتونو بي نظمي وي. هند ته راغلو پښتنو هلته څو رياستونه هم جوړ کړي وو، چې دوي په هغه رياستونه اداره کول، لکه: ملير کوټله، ممدوت، پالن پور، جوناګړ، سوانر، بلاس نر، محمدګړه، پاټوډي، رامپور، ټونک، بهوپال، بلاس پور، ګدي، دوجانه، پاوني، کړدي، مناداور، پتهاري، بنټوا، کورداني و نور.

د 1940ع کال د احمائي له مخي په برصغير کښي په مختلفو ځايونو کښي لکه: پنجاب، راجپوتانه، کشمير، بمبئ، بړوده، مدراس، ميسور، يوپي، سې پي، بهار، بنګال، تهائي لينډ، چين و انګلستان کښي تقريبا پنځه لس لکه (1,500,000) پښتانه اباد وو، لاندي د 1927ع کال نه مخکښي د يادوني وړ دي ځايونو کښي پښتانه ودان وو:

په پنجاب کښي هغه دري نيم لکه پښتانه وو چي د مختلفو قومونو نه وو، چي ښکاره پکښي يوسفزئي، لودي، ترين او کاکړ وو او مهمي وداني ېي په ملتان، لاهور، ميانوالي، سيالکوټ، لوديانه، جالندهر، ګورداس پور، هوشيار پور، او په اټک کښي وي، او په نورو ځايونو کښي هم څه پښتانه وو لکه: ضلع هزاره او نورو علاقو کښي د پنجاب په پښتنو کښي خويشکي پښتانه چي د ځمند د زيلي نه دي ښکاره حيثيت لري.

خويشکي لومړي د افغانستان په غور بند دره کښي اوسيدل او د بابر په لښکر کښي د هند ته راغلل، د پاني پت په جنګ کښي 1526ع کال چي بابر په ابراهيم لودي بري و مند، خويشکي د بابر په لښکر کښي د سردار سليم خان په کمان کښي وو، او قصوري پټان ويل. وروسته ېي بيا مغلو ته خراج هم نه ورکولو، او څو جګړي ېي هم ورسره وشوي، د سيکانو سره ېي هم په 1774ع کال کښي جنګ وشو، او خويشکي په مقابله کښي ښه مقاومت وکړو، خو چي په 1800ع کال کښي سيکانو لاهور ونيولو نو په 1801ع کال ېي په قصور هم حمله وکړو او کامياب شول او سوله وشوه. خو وروسته بد مرغه پښتانه په خپل مخ کښي د بي اتفاقي له امله فتح دين خان رنجيت سنګ د حملي د پاره ولمساوه او سيکانو په 1807ع کښي قصور لاندي کړو او خويشکي لاړل د ستلج په نمر خاته علاقه کښي پريوتل او وروسته ورته بيا د ممدوټ جاګير ورکړي شو، او د 1947ع کال پوري د دغه علاقي خويشکي نوابان په اقتدار کښي وو.

په رهتک اوسيدونکي پښتانه يوسفزي وو او ګوريانه او ګوهانه چي د غلجو زيلي سره لري هم په رهتک کښي اوسيدل. او ځيني کاکړان هم د غلته وو او څو کلي ېي لرل. د پاټوډي حکمرانو کورني هم د پښتنو وه. د سرهند اوسيدونکي پښتانه د پړنګي قبيلي لودي پښتانه وو، چي سلطان بهلول لودي هم له دغي کورني نه ؤ. چي هند کښي ېي يو لوي سلطنت جوړ کړو.

او ځيني نور پښتانه په لوديانه او پړاو په شمالي اښاله کښي هم شته دي. د ملير کوټلي د رياست باني هم د شيراني قبيلي يو پښتون بزرګ صدرالدين خان ؤ چي د دغه رياست بنسټ ېي ايښي ؤ. دي په 1442ع کال کښي په سرهند کښي په يو ځاې استوګن شو او د هغه ځاېي نوم ېي ملير کيښود. په 1451ع کال ورته سلطان بهلول لودي خپله لور تاج مرصع بيګم په نکاح ورکړه او غټ منصب او جاګير ېي هم ورکړو او د خپلي قبيلي سردار مقرر کړي شو.

د اورنګزيب په زمانه کښي د ملير سره د کوټلي په ځمکه د بازيد خان په نمو يوه ابادي جوړه شوه چي وروسته د ملير کوټلي په رياست مشهور شو.

په جلندهر کښي اوسيدونکي پښتانه لوديان، سوريان، او اورمړي دي. او د کرنال اوسيدونکي پښتانه د قندهار نه راغلي خلک دي چې په 1729ع کال کښي هلته ورغلي دي. په پاني پت اوارهيانه کښي اوسيدونکي پښتانه اکثر شيراني دي. ده محمود غزنوي سره راغلي خلک دي او بيا چي شاه شجاع ماتي وکړه نو په 1844ع کال کښي نور ډير پښتانه هم دغه علاقي ته راغلل او په ارهيانه او پاني پت کښي ديره شول.

د جهانګير په وخت کښي ځيني اپريدي د روښاني تحريک په تور فرار شوي، هغوي هم دغي علاقي ته راوستل شوي دي.

په ملتان کښي اوسيدونکي پښتانه اکثر ابدالي ترين پښتانه دي، چي د اورنګزيب په وخت کښي د قندهار نه دغلته راغلي دي چي په دغه وخت ځمند پښتانه د غلته ښه په زور کښي وو.

په 1794ع کال درانيانو نواب محمد خان سدوزي په ديرو کښي ګورنر مقرر کړو، نو د هغه سره نوري پښتني کورني هم ملتان ته ورغلي، دا خلک علي زي، اسمعيل زي، خاکوراني، او خوجکزي وو. په پنجاب کښي ډير د کاکي زي، ماموند، ترکاڼي قبيلي خلک دي. چي په جلندهر، ګوجرانواله، بټاله، او سيالکوټ کښي اوسيږي، چي په باجوړ کښي د کاکي زي قبيلي نه پاتي مسعودخيل، ايسپ خيل، عمر خيل، سليمان خيل او بادين خيل دي.

په يو پي کښي پښتانه

د 1931ع کال د سر شميرني (مردم شماري) مطابق په يو پي او د هغه متعلقه رياستونو کښي پنځه لکه او اتيا زره (580000) پښتانه يوازي په مراد اباد کښي وو، چي اکثر پکښي يوسفزي، اپريدي، بنګښ، غوريا خيل، کاکړ او لودي وو، او په رامپور کښي پنځه زره اورکزي هم وو چي کرلاڼي پښتانه ولل.

او په ميرټ ډويژن کښي څلويښت زره پښتانه وو چي زيات د سهارنپور په مشرق او د مظفرنګر کښي استوګن وو او د سردهنه غازي اباد او هاپوړ د دوي مهم مرکزونه وو. او د اکبر او شاه جهان په وخت کښي بيا ځيني شيراني پښتانه په عليګړ او بلند شهر کښي استوګن کړي شول.

په يولسمه عيسوي پيړي کښي دا وده صوبي په څو ضلعو کښي پښتانه اوسيدل او په هر دوي کښي هم د غوريانو يو کلي شته چي وائي مونږ د علاؤالدين غوري په وخت کښي (1300ع) کال کښي دلته راغلي يو.

په 1650ع کال کښي د اپريدو ډيري کورني په لکهنو کښي ميشته شوي دي او څه وخت روسته بيا قندهاري هم هلته تللي دي او اباد شوي دي او په اتلسمه پيړي کښي ډير پښتانه بهمړايچ او ګونډه ته تللي دي او کلي ېي پکښي اباد کړي دي او په زيرين، دوابه کښي فرخ اباد چي د بنګښو نوابانو پايتخت ؤ، ډيرو پښتنو قبيلو پکښي کورونه جوړ کړي او هلته استوګن وو، چي د بنګښو نه ورتير يوسفزي، غوريا خيل، او اپريدي قبيلي پکښي هم وي.

بنګښ لومړي د اورنګزيب په وخت کښي په 1713ع کال پوري دوي ښه په زور کښي وو چي د هغوي مشرته د نواب خطاب هم ورکړي شوي وو. د 1857ع کال د ازادي په جنګ کښي يوي له انګريزانو سره سخت جنګ وکړو، خو مات شول او نواب تفضل حسين خان معزول شو او مکې معزمې ته لاړو.

په 1931ع کال په فرخ اباد کښي پښتنو ابادي شل زره (20000) تنه وو او په همدغه کال 1931ع په اوده کښي يو لکه اتيا زره (180000) پښتانه وو. په دغه ورځو کښي په يوپي کښي تقريبا 27000 لودي پښتانه پراته وو، دوي په پنځلسمه عيسوي پيړي کښي دهلي او يو پي ته ورغلي وو او هلته ميشته شوي وو. وروسته ېي بيا ډير طاقت وموندو چي په نتيجه کښي ېي لوي حکومتونه تشکيل کړل. د لوديانو او سوريانو په وخت کښي نور پښتانه هم هند ته ورغلل او په سرهند، اګره، سيهسرام، بنارس، مرزه پور، غازي پور، بکسر، چنار او نورو ځايونو کښي ميشته شول. په يوپي کښي کاکړ ډير دي، په بلند شهر کښي په 96 ځايونو کښي 12 ځايونه دوي نيولي دي. او په خورجه کښي ېي اکثريت منلي شوي دي. په فتح پور کښي د پني قبيلې څلور طائفي دريا خان، يوسف خان، مظفر خان، او موسۍ خان اباد دي. پني په اصل کښي د غورغشت زوي وو.

په بهار او په بنګال کښي

په 1940ع کال کښي دغلته له دريو لکهو (300,000) نه ډير پښتانه اوسيدل. چي ده هغوئي اهم مرکزونه پټنه او بردوان او ډهاکه وو.

او په کلکته کښي پنځلس زره (15000) پښتانه استوګن وو. په کلکته کښي اکثر پښتانه يوسفزئي، اتمان خيل او پني وو.

په راجپوتانه کښي

په 1940ع کال کښي په راجپوتانو کښي يو نيم لکه پښتانه اوسيدل چي دغلته ېي رياست په ټونګ کښي هم وو. چي نواب امير خان ېي باني وو. دا خلک يوسفزئي، سلارزئي او الياس زئي وو. او د جهانګير باچا په امرڅه اپريدي هم دغلته راغلي وو.

مينځني (وسط) هند

دغلته پښتانه هر چيرته اباد وو. خو اکثريت ېي په ګواليار، بهوپال، او مالوه کښي وو. د بهوپال نواب حکمران فيروز خيل، دولت زئي او اورکزئي ولل.

د دغه سلطنت باني دوست محمد خان ؤ، چي څه وخته اورنګزيب باچا سره هم نوکر وو. په 1930ع کال کښي په ګواليار کښي اته پنځوس زره (58000) او په بهوپال کښي څلور درئيش زره (34000) او په مالوه کښي لس زره (10000) پښتانه اوسيدل.

د حيدر آباد رياست

په 1947ع کال نه مخکښي دغلته دوه لکه (200000) پښتانه اباد وو. دکن ته لومړي وار په 1295ع کال کښي پښتانه علاؤالدين خلجي سره ورغلي وو خو ميشته شوي نه وو، په 1311ع کال کښي څه وخت چي د يوګړهي راجه ووهلي شو او دغه علاقه مسلمانانو ونيوله نو پښتانه هلته ورغلل او اباد شول او چي په 1347ع کال کښي د حسن ګنګو په قيادت کښي په دکن کښي انقلاب راغي او د بهمني پښتنو سلطنت بنياد کيښود شو، نو د فوځ د پاره د پښتنو ضرورت وو، نور پښتانه هم ورغلل. دغه وخت کښي په دکن کښي عرب، ايرانيان، حبشي او مغل هم وو. خو پښتنو خپل انفراديت پکښي ساتلي وو او د خپلو پښتنو نه پرته ېي د بل چاسره رشتي او خپلولي نه کوله. او په دکني فوځ کښي د پښتنو خاصي دستي وي او د امن امان ساتل د دوي په غاړه وو، دا پښتانه قبائل مسعود، يوسفزئي، کاکړ او اپريديان وو او نور هم لږو ډير پښتانه پکښي ورغلي وو.

په بمبئي او بروډه کښي پښتانه

ګجرات او مهاراشتهر ته پښتانه په فوځ کښي او په سوداګري ورغلي وو، وروسته ېي بمبېئ، احمد اباد، او په بروډه کښي د دوي څو محلي وداني شوي. دغلته د دوي رياستونه جوناګړ، مناداد او جاوره وو. د جوناګړ حکمرانه کورني بابي خيل يوسفزئي وو.

په 1931ع کال کښي په بمبيئ کښي يولکه شپږويشت زره (126000) پښتانه استوګن وو او په بروډه کښي شپاړس زره (16000) پښتانه استوګن وو.

په مدراس کښي

په مدراس کښي په 1931ع کال کښي پنځوس زره (50000) پښتانه وو چي د تجارت او د قرضه کاروبار به ېي کولو.

په جيسور په رياست کښي

په جيسور کښي په 1931ع کال کښي يوولس زره (11000) پښتانه وو او د تجارت او کرکيلي کار ېي کولو او په اسام کښي اووه زره (7000) پښتانه اوسيدل چي اکثر په سمهلټ کښي استوګن وو.

د کشمير په رياست کښي

په 1931ع کال کښي دغلته د نهه ويشت زره (29000) نه ډير پښتانه استوګن وو. په دي کښي هغه اپريدي هم وو چي جهانګير باچا هند ته فرار کړي وو.

په ځينو روايتو کښي راغلي دي چي بجري، تراړ خيل، پلندري، پونچ، اجره، او نورو کښي سدن قوم په اصل کښي سدوزي دي چي د احمد شاه بابا په وخت کښي دغلته راغلي او اباد شوي دي.

په برما کښي

په برما کښي پښتانه د کابلي په نوم ياديږي او په 1931ع کال کښي دغلته د پښتنو ابادي څلور نيم زره (4500) تنه وو.

د پورتني اندازي نه معلوميږي چي د پاکستان له جوړيدو نه مخکښي پښتانه له کشمير نه نيولي تر راس کماري پوري خواره شوي وو او د دنيا نورو ځايونو ته هم ورغلي وو.

د جنوب شرقي اسيا ځينو ملکونو، اسټريليا او د امريکي کاليفورنيا ته هم پښتانه تللي دي، او هلته ودان شوي دي.

په ايټاليه کښي او په نورو يورپي ملکونو هم پښتانه استوګن شته دي، چي څوک ورته پټهان، څوک ورته افغان او څوک ورته کابلي وائي.

د پاکستان له جوړيدو نه وروسته ډير پښتانه د شرقي پنجاب او يو پي نه پاکستاني پنجاب او سندهانو وطن ته د مهاجرو په توګه راغلي دي او ودان شوي دي، نورو ملکونو ته هم د خواري، مزدوري د پاره د نورو پاکستانيانو په څير پښتانه هم ورغلي دي او هلته اباد شوي هم دي.

خليجي ملکونو او منځيني خطيع (مشرق وسط) ته پښتانه د مزدوري د پاره تللي او دا چي هلته د اوسيداني امکان لږ دي نو اباد شوي نه دي.

Comments

Comments powered by Disqus

د پشتونخواه نه باندې پشتانه, م ج سيال موهمند
د خېبر وېب پاڼې باندې په 27 اګست 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)