Marwat by M J Mohmand

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

مروت, م۔ج۔ سيال مومند
د خېبر وېب پاڼې باندې په31 اګست 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



مروت

م۔ج۔ سيال مومند

خپرؤنو نېټه: 31 اګست 2009

مروت خلق په سپين لواڼي مشهور دۍ. په اوله کښۍ دا خلق په کټواز پراته وو، خو وروسته يې له سليمان خيلو سره بدې راغله او دوۍ ته را پاڅيدل او اوس په هغه ځمکه سليمان خيل پراته دۍ. ويلۍ شي چې د اّزاد خان سلطان خيل د کاله نه يو سړي ښځه و تښتوله او مروتو ته يې پناه وروړه او دا واقعه څلور سوم هجرۍ پيرۍ پيښه ښودلۍ شې. سليمان خيلو دا مجرمان غوښتل او مروتو پرې ننګ وکړو او نه يې ورکول او نتيجه يې دا شوه چې له سليمان خيلو سره نور غلجې هم ودريدل او سخت جنګ وشو، چې مروتو ماتې پکښۍ وخوړه او د هغه ځمکه نه په کډه کولو مجبوره شول او د ټانک په علاقه کښۍ په څه ځمکه پري وتل، خو څه موده پس د دولت خيلو د دوۍ له دغه ځمکې پاڅول او وروسته بيا مروتو دغه ځمکې اونيولې، خو کټي خيلو چې د دولت يوه څانګه ده د ګنډاپور په کومک دوې بيا له دغې ځمکې نه وشړل او مروت لاړل د ټل په قطب برخه ميشته شول.

ويلۍ شې چې د اسلام نه وړاندې په دې ځمکو يونانيان او هندوان اوسيدل چې د هغوۍ دا ستوګنې اثار لا اوس هم شته دۍ، خو سلطان مهمود غزموۍ او سلطان شهاب الدين غورې په زمانه کښې دغه خلک د دغه علاقو نه وشړل شول او بيا په دغه ځايې پوتهۍ قام اوسيدلو، د دې خلکو اصلې حال خعلوم نه دۍ چې څوک وو؟ خو دوۍ سارنګ خيلو، عيسۍخيلو او نيازيانو له دغه ځايه وشړل او دوۍ راغلل پرې په خپله پريوتل.

نيازو په هغه برخه کښۍ چې اوس پرې پهاړخيلو اَباد دې، د ګمبيلې درياب نه په قطب لور وداني شروع کړه او د رود نه يې درې ويالې را بيلې کړې او هغه ځمکه يې ځانله غوره کړه چې د ګمبيلې او کرمې درياب تر مينځ پرته ده دغه برخۍ د جنوب پورې د دوۍ مالڅرؤ، په دغه وخت يې په اغه علاقه لا شهرت شته دۍ. د نيازو څه لږ وخت په دغه علاقه قبضه وه او د دوۍ يوه څانګه مهيار، د سارنګ خيلو او عيسۍ خيلو نه په دې مرور شو چې دوې له يې سمه بوخه نه ورکوله او د مروتو نه يې د مرستې خواست وکړو او مروتو ور سره اومنله او د دوۍ په مرسته يې په نيازو حمله وکړه، خو اَخرسوله وشوله، خو مروتو د نيازو ډيره برخه ځمکه لاندې کړه.

د نيازو په قبيله کښې ميچن خيل ستا نه خلک دې، مروتو هن په دوۍ څه غرض ونه کړو او تر اوسه په ټټې مېچن خيلو پراته دۍ.

ويلۍ شې چې دا واقعه او په دې علاقه د مروتو قبضه د اکبر مغلې باچا، چې د هماېون زوئې و بابر باچا نمسې وو، په وخته کښۍ شوې ده او د واقعاتو نه داسۍ څرک لګيدۍ شې چې لږ و ډير مروت به په دې علاقه له 320 کلونو نه اَباده دۍ. ځکه چې د اکبر باچا د حکومت په ابتدا کښۍ لا نيازيان دلته اَباده ولل. د مروتو دا علاقه په څلورو برخو ويشلې شوې ده :

  1. د سلار يوه برخه
  2. د نونا خيلو يوه برخه
  3. د موسۍِِخيلو يوه برخه
  4. د درې پلارو يوه برخه

او اوس د دې خلکو په دغه علاقه استوګنه داسې ده چې د لمر لويده خواته تپې موسۍ خيل او نونا خيل، په منځنۍ برخه يې بهرام خيل او په نمر خاته خوا يې درې پلارې اوسيږې.

هغه خواره واره پښتانه چې له مروتو سره اوسيږې دا دې. د دوي تفصيل لاندي ورکړي شوي دي:

  1. ملا خيل
  2. ممريز خيل
  3. ملک زۍ
  4. دانۍ وال
  5. منګو خيل
  6. خان خيل

ملا خيل

ويلي شي چي ملا خيل بيټني دي خو نه د شجرونه دوي لواني لوديان دي. دا خلک ده ملا عثمان اولاد ده او ستانه خلک او پښتانه دي او د لوديانو د لواڼو د کورني نه دي. دوي له مروتو سره په کليو کښي ګډ وډ اوسيږي. دا متل اوس هم هلته مشهور ده چي:

الحمدالله خو هر څوک وائي، خو خوله د ملا عثمان غوړوي

دا خلک له مروتو سره داسي خلط شوي دي چي بيلول ېي اسان کار نه دي.

ممريز خيل

دا تپه د مروتو په قوم ور ګډيږي او د بهرام خيلو نه ېي برخه اخيستي ده او په اولس کښي هم په مروتو حساب دي.

ملک زي

دا خلک په اصل کښي نيازيان دي خو په موسۍ خيلو مروتو کښي ور ګډ شوي دي. ځيني ملک زي د ننګرهار ولايت د کوزکتړ دا ولسوالۍ په قلعټک کښي هم اباد دي.

داني وال

ځيني خلک دوي خټک ګڼي خو دا خبره معلومه نه ده. خو د دغه خلکو د مشر نيکه نامه خټک وو او دا خبره په غلطي سره مشهوره شوه چي دوي خټک دي، نه دا خلک د مروتو د اتمان خيلو په زيله پوري نښلي او مروت دي.

منګو خيل

ځيني خلک دوي نيازيان ګڼي، خو نه دوي د مروتو ده موسۍ خيلو په څانګه کښي د بايزي سره ور ګډ شوي دي.

خان خيل

په دولت خوازي کښي ورګډ شوي او د بهرام خيلو يوه پښه ده.

د مروتو په وطن کښۍ نور قامونه هم آباد دي چې نامونه ئې دا دي:

  1. ميچن خېل
  2. عيسۍ خېل
  3. مشواڼي
  4. سرواڼي
  5. شېخ شاه روحاني اولاد

Comments

Comments powered by Disqus

مروت, م۔ج۔ سيال مومند
د خېبر وېب پاڼې باندې په 31 اګست 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)