Bangash Ahmad Jan

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

بنګښ, منشي احمد جان
د خېبر وېب پاڼې باندې په31 اګست 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



بنګښ

منشي احمد جان

خپرؤنو نېټه: 31 اګست 2009

نن پرون د بنګښو درې لوئ لوئ قامونه دي، يعني ميران زي، سامل زي، او بائي زي. د 1931 ء په مردم شمارئي کښ بنګښ وو چې نيم په کرمه کښ اوسېږي او نيم په کوهاټ کښ. څه په کښ شيعه ګان دي او څه سنيان. د برې کرمې ټول بنګښ او سامل زي او د هنګو څه قدر شيعه ګان دي. او د کوزې کرمې او د کوهاټ د ضلعې نور ټول بنګښ سنيان دي. بنګښ خلق پير محمد شاه صاحب خپل ولي و زبرګ مني او ډير ادب او عزت ئې کوي. چه خالي نوم ئې واوري نو لاس په نامۀ ودرېږي او د ښي لاس څلور واړه ګتې ښکلوي او تندي ته ئې وروړي.

د بنګښو خلقو قد ميانه حال او مضبوط وي. په شکل پيرمخي او اکثر سپينې يا کچلينې جامې اغوندي او په سر باندې د کوهاټئي يا هنګووالې لنګئي پټکې وهي او څپلې په ښپو کوي. د غر پريواتۀ پلو بنګښ لوئې لوئې ږيرې پرېږدي ولې د غر خاته بنګښ اکثر ږيرې قينچي کوي.

په فوځ او مليشا کښ يو نيم زرو پورې بنګښ نوکري کوي. ډير قلار خلق دي او ښۀ نوکري کوي او ښه حکم مني. په فوځ کښ د سنيانو ته شيعه ګان سپاهيان ښۀ نامتو يادېږي.

په ايران کښ مازندران نوم يو ځائ دې او په هندوستان کښ هم ډير ځايونه شته هلته او خاص د فرخ آباد په ضلع کښ ډيرې ټبري آبادې دي.


دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده

Comments

Comments powered by Disqus

بنګښ, منشي احمد جان
د خېبر وېب پاڼې باندې په 31 اګست 2009 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)