Lakki Marwat Ulasi Tib Pa Hawala

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

لکي مروت و شاوخوا علاقو کښې اولسي طب د پاره پکارېدونکښي بوټي, عمر عثمان
د خېبر وېب پاڼې باندې په9 اکتوبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



لکي مروت و شاوخوا علاقو کښې اولسي طب د پاره پکارېدونکښي بوټي

عمر عثمان

خپرؤنو نېټه: 9 اکتوبر 2011

لکي مروت د پښتونخواه يوه ضلع د چه ګېر چاپېر ئې بنوں، ډېره اسماعيل خان، ټک، وزيرستان، و د پنجاب ميانوالي ضلعې پرتې دي۔ د پښتونخواه ډېرو سيمو په رنګ د لکي مروت خلق هم غريب طبقه کښې ګڼلې شي، ولې چه دلته د سرکاري بې سودګي و د سيمې د پاره پرمختږ فکر باندې چا سر نه دې خوړلې۔ ډېر خلق د ژوند بنيادوي ضرورتونه لکه تعليم د پاره، يا هسپتالونو کښې علاج په غرض غټو ښاريو مخه نسي۔ خو بيا هم که د دوئي نه تپوس وکړی شي چې ستاسو غټه مسله څه ده، نو په دې به دوئي ټول اتفاق سره وائي چه اوبه۔ ولې چې په دوئي کښې ډېرو کسب زراعت سره تړلې ده۔ چې چا ؤس رسېږي نو ځان ته ئې ټوب وېلونه اوباسلي دي۔ او چې څوک تعلق داره وي نو ځان ته ئې سرکاري کؤوي منظور کړي دي۔ خو بيا هم بېشتره خلقو زراعت تش په باران په تمې چلېږي۔ که وچکالې وي، يا باران کم اوشي، نو دوئي ډېر په ګرانی ګزاره کوي۔

د جغرافئې نظر کښۍ لکي مروت ضلع په درې برخو کښې وېښلې شوې ده۔ ړومبنی برخه د سګې مروت ده چه پکښې درې پلارو کلي آباد دي۔ په دې کلو کښې تتر خېل، مټوره، شهباذ خېل، ابا خېل، او نور کلي پراته دي۔ دوېم برخه غريز وطن ده د شېخ بدين د غره سلسلې لمنې کښې ټول کلي شمارېږي۔ دا کلي د يو کچکول په نمونه په نمر خاته کښې دره تنګ نه واخله د مغرب کښې سلېمان خېلو پورې کلي پراته دي۔ او درېمه برخه د نارې علاقه ده چه د کرمې و ګمبيلې دريابونه پکښې تير شوي دي، او په زمکه کښې د اوبو سطح نورو علاقو په مقابلې اوچته ده۔ نار هم دې وجه ورته وائي چه د دې زمکې اوبو له وجې نه ګرانې دي، او مروتو پرې ډېرې لانجې تېرې کړې دي نو زکه د عربي نه نار يعني اور ورته وائي۔

زراعت يوازې د دې ځي خلقو خوراک نه، نور هم ضروريات پوره کوي۔ ولې دې سره تړلي د دوئي جامې، څارؤو د پاره خوراک، د کور تنور د پاره يا ژمي کښې يخ نه بچ کېدو د پاره سؤزولو لرګي يا خشاک، د فرنيچر د پاره لرګي، د ګبين پېداکؤنکښو کاروبار، د بوټو نه تېل اوباسلو کاروبار، و طبی علاج په رنګه نور هم ډېر ضروريات شمول دي۔ د علاج په حقله سرکاري هسپتالونه اول خو شته نه۔۔ او که وي هم نو په دومره خراب حال پراته وي چه خلق مجبوره شي چه ښه علاج د پاره خپل مريضان لوئې ښاريو ته بوځي۔ خو غربت له وجه ډېر خلق د سفر خرچې نه شي زغملې نو اولسي علاج طريقو ته، يا دمونو و تعويذونو ته غاړه کېږدي۔

خو نن سبا اولسي علاج ته هم ګڼ شمېر لورو نه خطر دې۔ اول خو د انګرېزي فکر طبيبان په اولسی طريقو باندې بده مني و مريضانو ته وائی چې ځان دې ترې نه ساتي۔ دوئي دا خبره په دې حقله کوي چې د اولسي طب کښې ډېر داسې جزويات وي چه انسان ژوند ته ترې نه خطر وي نو د دوئي استعمال ټيک نه دې۔ خو ډېر دا هم وائي چه انګرېزي طب طبيبانو ګټه تعوان د انګرېزي دوائيانو سره تړلې ده، او چه څوک په دوئي علاج نه کوي، نو د دوئي دکان به څرنګه چلېږي؟

بله دا چه د اولسي طب باندې پوه کسان اوس ډېر کم پاته دي۔ او که څوک پوه هم وي، نو داسې ډېر نا پويه پوهان شته چه د پېسو په لالچ خلقو ژوند سره لوبې کوي، او دې نادان خلقو له وجه ټول بدنامه شوي دي۔ اکثره په کلو کښې زاړه کسانو ته، او په خاصه توګه زړې ښځو ته د دې طب ښه پوهه درلاس وه۔ دوئي ته دا پوهه خپلې مئېندو او مشرانو نه لاس ته شوی وي۔ خو نن سبا معاشره کښې بدلون راغلې دې نو اوسني کول ته دا پوهه نه ده وړاندې شوې۔ يوه غټه خبره دا هم ده چه هغه بوټي چې اصل ئې په ځنګلو يا په بيابانو کښې وي۔۔ د هغوئي لټون هم نن سبا ګران کار دې۔ ولې چې اوبو نېستوالي له وجه ډېر داسې ځنګلي بوټي نا پېد شوې دي، يا په ناپېد کېدو روان دي۔ د اوبو نېستوالي يوه غټه وجه دا هم ده چه خلقو خپل ضرورت پوره کؤلو د پاره ځائې ځائېو کښې ټوب وېلونه اوباسلي دي، چې د دې سببه په زمکه کښې اوبو سطح ډېره ټيټه شوې ده۔

په لکي مروت کښې دوه باراني دريابونه تېر شوي دي۔ يو د کرم درياب دې، و بل ګمبيلې درياب، چه په وزيرستان کښې ورته د ټوچې درياب هم وائي۔ په کرم درياب باندې په پاړه چنار کښې درې بندونه جوړ شوي دي چه ملنه، زېران، و کوټ ملي خېل په نامه يادېږي۔ او د ګمبيلې يا ټوچې باندې ګو بندونه نشته، خو په دې کښې ډېرې کمې اوبه وي۔ او چه څه وي هم، نو هغه د دوړو علاقې، بکاخېلو ، مېري، و بارکزي بنوڅو علاقو کښې خلقو ده اوبو پمپونه پرې لګؤلي، چه لاندې علاقو ته نور هم کمې اوبه رسد کېږي۔ زياتره ځنګلي بوټي په دې دريابو ګاونډ علاقو کښې لاس ته کېدائې شي۔ د لکي مروت ضلعې نار علاقه کښې هم ډېر بوټي شته، او ورسره د شاوخوا علاقې لکه بنو، ټانک، وزيرستان نه هم بوټي لاس ته کېدائې شي۔

د لکي مروت اولسي طب اصل د ايوروېد طب کښې ملاوېږي۔ خو ګو ايوروېد طب په خپله بوټو په مرسته علاج ته وائي، خو ورسره داسې علاجونه هم پکښې شته چه د بوټو نه علاوه ځناورانو نه ضمني محصولات، لکه پئې، هډوکي، يا چربي پکار راوړي۔ دا رنګه په ايوروېد طب کښې نشې د پاره شراب هم پکارېږي۔ نور داسې دوائيانې هم شته چې بعض معدنيات لکه ګوګر (sulfur)، ارسينک (arsenic)، اوسپينه (iron)، و زر (gold ) پکښې جزويت لري۔ ايورويد طب کښې زخمونو باندې تېل، يا تارکول هم لږېږي۔ نو په دې حقله وېلی شی چه د لکي مروت اولسي طب اصل د ايوروېد طب هغه برخه ده چې کوم علاج د پاره تش بوټي پکار راوړي۔

په دې مقالې کښې به زما کوشش وي چه د وګړی طب په حقله څه پوهه يا معلومات وی نو چه هغه يو زائې شي۔د دې مقالې لؤستونکښي دې د دې پام لري چې لاندې په ګوته شوي بوټي د نړئي نور ځائيو کښې هم پېد لري، چرته ئې چه د دوئي طب د پاره استعمال په نورو طريقو شوې دې۔ خو زه به دې مقالې کښې هغه استعمال ښائېم، چه کوم د لکي مروت سيمې خلق په خپله کار راوړي۔ نو په دې فصل چه کوم پکارېدونکښي بوټی دي، د هغوئی علاقائي و لاتيني نوم، انځورونه و تفصيل وړاندې کؤمه:


کيکر

پلوسه
  • (کيکر)(Kikar)(Acacia Arabica)
    د کيکر اونه ۵ نه تر واخله ۲۰ ميټره پورې اوچتېږي۔ تنه ئې تور بخوند رنګ وي، و ګلان ئې ګول او په رنګه زېړ وي۔ د اونې تنې کښې اوږدې و ژورې ليکې وي چې ژوروالې ئې سور بخوند وي۔ تنکي ئې د غاښونو صفائي پاره خلق پکاروي۔ او پاڼې ئې د دستو بيماري يا د خېټې السر د پاره پکارېږي۔ خلق د دې اونې لرګي کورو کښې سېځي هم۔ مچې ګبين هم پکښې جوړوي، چه کوم په خپله ډېرو بيماريانو د پاره مؤثره ده۔
  • (پلوسه)(Palosa)(Acacia Modesta)
    پلوسه د کيکر بوټي يو قسم دې۔ دا په نسوارو کښې استعمالېږي۔ د دې اونې کښې هم مچې ګبين جوړوي و لرګې ئې خلق په کورو کښې سېځدلو له پاره وړي۔

سپېری

توندو
  • (سپېری)(Sperai)(Aerva Persica)
    ځناورو داسې بيماريانې چه کوم خېټې سره تړلي وي، هغوئي د پاره دا بوټې په خوراک کښې ؤرکولې شي۔ د دې بوټي دا خاصيت دې چه که ډېر اوږد اوچکالې هم وي، دا بوټې به خپل شينوالې نه کړي ختم۔ اکثره په غريز وطن کښې د اوبو الږد کښې پېدا کېږي۔
  • (توندو)(Tondu)(Alhagi Maurorum)
    د دې بوټي جړونه، و ګلان ئې په کار راوړل شي۔ جړونه ئې د وينې صفائي پاره خلق دوائي غوندې استعمالوي۔ د دې پاره جړونه په اوبو کښې ډېر موده کېښودل شي و د هغه اوبه په څکل کېږي۔ دا اوبه د ګردې کاڼړي اوبسالو کښې هم اسانتيا پېدا کوي و که چرته د اينې تکليف وي نه هغه د پاره هم ښه دې۔ ګلان ئې چيني سره وټکول شي و چه کوم پوډر ترې نه حاصل شي، هغه د سترګو بيماريانو، و د سترګو صفائي د پاره استعمالېږي چه نظر تېز شي۔ پوډر په خپله رانجو غوندې نه، بلکه د خولې په لار اخستل کېږي، يوه کاشک سحر، و يوه ماښام۔د سترګو نه علاوه د دې پوډر د خېټې درد پاره هم ښه وي۔ د توندو بوټي جړو خاصيت دا دې چه په زمکه کښې به ۴ نه تر واخله ٦ فوټه پورې اوږدېږي۔ خو د زمکې نه پاس به زيات نه زيات ۴ فوټه پورې رسي۔ ګلان ئې اوږده نمونه وي و په رنګه سور يا نسواري وي۔

زرغې

رنجکه
  • (زرغې)(Zarghay)(Aloe Barbadensis)
    په انګرېزي کښې ورته اېلو وېره هم ورته وائي۔ د دې بوټي پاڼو نه جوړ شوې ټينک شربت د الرجي د پاره بطور انټي الرجي پکارېږي۔۔ هم ورسره خارش، يا د څرمن اوچوالې ختمولو د پاره هم د دې مالش لږولې شي۔
  • (رنجکه)(Ranjaka)(Amaranthus Viridis)
    د رنجکې پاڼې عام خوراک دې و پخولو طريقه ئې سابو په رنګ ده۔ د دې خوراک خېټه نرموي نو زکه د قبضو د پاره ښه دې۔ ورسره د ذپابطيس مريضان هم د دې خوراک کوي۔

سېوه

لېوني پياز
  • (سېوه)(Sewa)(Apium Graveolense)
    د دې دانې خېټې کښې جمع هوا ختموي او وړې موتياذې روانولو د پاره هم ښه پرېوزي۔ هم دا مسلې که ځناورو کښې وي نو ځناورو ته هم ورکول کېږي۔
  • (لېوني پياز)(Lewani Piaz)(Asphodelus Tenuifolius)
    که د چا څرمن په اور اوسؤځېږي نو د سوځ کمولو د پاره پکارېږي۔

بلنځه

سپلمکه
  • (بلنځه)(Balanza)(Calligonum Polygonoides)
    د جنسي يا شهوت قؤت زياتولو د پاره پکارېږي۔
  • (سپلمکه)(Spalmaka)(Calotropis Procera)
    د سپلمکې بوټې په اصل کښې زهريله وي نو دې پاره د دې ټول استعمال د بهر زخمونو د پاره وي۔ د هډوکو يا د جوړو دردو د پاره د دې بوټي تازه پاڼړې پکارېږي۔ داسې که بدن کښې چرته ډډوالې پېدا شي نو هغه د پاره هم استعمالېږي۔ د مار يا بل چيچلو ځناور د پاره د دې بوټې پې بهر نه لږول کېږي۔ البته د دې ګلان سړې استعمالولې شي۔ ګلان ئې خلق اول وچ کړي، و وچلو نه پس وړې ګولې ترې نه جوړې کړي۔ دغه وړې ګولې بيا د قبضو اثر کمولو د پاره استعمالېږي۔

کريره

کونځله
  • (کريره)(Krira)(Capparis Aphyla)
    د کريرې مېوه خوراک د پاره، و د اوښانو خوراک د پاره هم استعمالېږي۔
  • (کونځله)(Kunzal)(Carthamus Oxyacantha)
    د ياداشتو قؤت زياتوالي، د پاره پکارېږي۔ دم درود د پاره ډېر پيران هم کونځلې تېلو باندې دم کوي۔

قاسمي

خرګوڼړ
  • (قاسمي)(Qasmi)(Cichorium Intybus)
    ګبين پکښې جوړېږي، و ورسره ورسره د ځناورو خوراک د پاره هم پکارېږي۔
  • (خرګوڼړ)(Khargunrh)(Cistanche Tubulosa)
    دستونو، و د پېپړو تړلي بيماريانو د پاره پکارېږي۔

مرغوڼړي

درب
  • (مرغوڼړي)(Marghunrhi)(Citrullus Colocynthis)
    د دې مېوه اول په نؤر اوچ کړې شي و بيا مېده کولو نه پس چې کوم پوډر ترې نه لاس ته شي هغه د خېټو قبض و ضيابطس د پاره پکارېږي۔ورسره د ځناورو د پېئو حصې بيماريانو د پاره هم پکارېږي۔ د دې هډوکي هم د ګېډې بيماريو د پاره مؤثره ده۔د مېوې نه چې کوم پوډر لاس ته شي هغه د جالندري بيماري د پاره هم استعمالېږي۔ جالندري هغه ډډوالې وي چه د څرمن لاندې، يا د بدن کښې دننه حصو کښې اوبو جمع کېدلو ته وائي۔
  • (درب)(Drab)(Cynodon Dactylon)
    د اسونو و د خرو د پاره خوراک کښې استعمالېږي۔ ورسره ورسره په دې ځناورو کښې شهوت هم زياتوي۔ په انسانانو کښې دا بوټې هم کافي بيماريانو د پاره پکارېږي۔ غونډ بوټې په اوبو کښې کېښودل شي و سحر وختي په نحره خېټه ئې اوبه څکل کېږي، نو دا رنګه د خېټې کښې که چرته السر وي، نو هغه ختم شي۔ د دې هډوکي په اوبو کښې خوټؤل کېږي و دا اوبه بيا دست ختمولو د پاره په کار راځي۔

بړبکه

خوار بوټې
  • (بړبکه)(Barhbaka)(Datura Alba)
    د بېهوشؤلو د پاره خلق استعمالوي۔ خو که روغ استعمال ئې نه اوشو نه خلق ترې نه مړېدې هم شي۔ بېهوشي د پاره ۲ ګرام نه کم مقدار پکارېږي۔ و که چرته ۲ ګرامه نه زيات شو نو مرګ سبب جوړېږي۔ بېهوشؤلو ده پاره ۲ ګرامه هډوکي سېځول کېږي و بيمار ته ئې ور بوئي کي۔ اکثر لېونو ته ارام ورکولو د پاره پکارېږي۔
  • (خوار بوټې)(Khwar Butay)(Elaeagnus Angustifolia)
    د دې بوټي مېوه خوراک د پاره استعمالېږي و طاقت ور وي۔

بندکې

تريخ وياره
  • (بندکې)(Bandkaye)(Equisetum Arvense)
    د شپږو ختمولو د پاره پکارېږي۔ ورسره ورسره د وېښتو ته طاقت هم ورکوي۔ د وېښتو نه علاوه د لوښو وينځلو د پاره هم استعمالېږي۔
  • (تريخ وياره)(Trikh Wiyara)(Eruca Sativa)
    خوراک پاره هم استعمالېږي (ساګ)۔ ورسره تېل هم ترې نه جوړيږي چه کوم مالشت د پاره، سر درد د پاره پکارېږي۔ د دې نه علاوه ځناورو خوراک د پاره هم پکارېږي۔ په دې پاڼړو کښې فولاد اثر زيات وي، نو زکه د طاقت د پاره عام خوراک کښې هم استعمالېږي خو هم دې له وجه خېټه هم معمولي نرموي۔

سپېلغ زاې

بوکاڼړې
  • (سپېلغ زاې)(Spelaghzaye)(Fagonia Cretica)
    غونډ بوټې په اوبو کښې خوټؤلې شي و بيا د تور زېړي مريضان په دې اوبو لمبېږي۔ د خوټولي اوبه په بدن کښې ډډوالي ختمولو د پاره، هغه تبې چه کوم نه ګردې و د اينې بيماريانې جوړېږي، دې ټولو پاره ښه پرېوځي۔ د دې نه علاوه دانې، خارش، د پاره هم دا اوبه ښې دي و وينه پاکؤلو د پاره هم ښه وي و ورسره ورسره ګرمي موسم کښې بدن هم سوړ ساتي۔
  • (بوکاڼړې)(Bokarhay)(Lepia Nodiflora)
    د څرمن مرضونو د پاره ښه و مؤثر دې۔

بوشته

پوچکې
  • (بوشته)(Boshta)(Lepidium Draba)
    د دې پاڼې خېټه نرموي۔
  • (پوچکې)(Pochkay)(Malva Parviflora)
    د دې بوټي پاڼې د اوړو سره ټکؤل کېږي و بيا روسته پکښې لږ اوبه اچؤل کېږي۔ چه کوم غوړ ملهم جوړ شي، هغې ته ملهم يا مرم وېل کېږي۔ دا مرم بيا د څرمن بيماريانو ختمؤلو د پاره پکارېږي۔ د دې نه علاوه غونډ بوټې په اوبو کښې خوټؤل کېږي و بيا د هغې اوبه د خېټې و قولمو بيماريانې ختمولو د پاره پکارېږي۔

شينجې

وېلنې
  • (شينجې)(Shinjay)(Melilotus Indicus)
    د خېټې هوا د پاره ښه دې۔
  • (وېلنې)(Welanay)(Mentha Sylvestris)
    خېټه روغولو د پاره پکارېږي (که سخته وي نو نرمه، و که نرمه وي نو سختوي ئې)۔ ورسره ورسره بدن ډډوالی هم کمؤلې شي۔

سپين توت

تور توت
  • (سپين توت)(Spin Tut)(Morus Alba)
    خراب غاړو د پاره پکارېږي۔ طاقت هم لري او وينه هم پاکؤي۔ د دې بوټي لرګي نه فرنيچر هم جوړېږي۔
  • (تور توت)(Tor Tut)(Morus Nigra)
    د تور توت و سپين توت يو رنګه فائدې دي۔

مضري

ګنډېري
  • (مضري)(Mazari)(Nannorrhops Ritchiana)
    د دې غونډ بوټې په اوبو کښې خوټول کېږي و بيا که چا د خېټې يا قولمو مسله وي، نو هغه ته د دې اوبه ورکؤل شي۔ که ځناؤرو له هم دا مسله وي نو هغه ته ئې هم ورکوي ۔علاج په خپل ځائې، د مضرو نه نور هم فائدې اخيستلې کېږي۔ ډېر خلق ترې نه څپلې، پړي، ټوکريانې، پوځي (لمانځه پاره) و د سوري پاره چکان هم جوړېږي۔يو خاص قسم ټوکری چه په مروتوالي کښې پيټوری وائي، هغه هم ترې نه جوړېږي۔ د دې مېوه ډيره مزېداره وي و طاقت ده پاره هم خوړل کېږي۔
  • (ګنډېري)(Ganderi)(Nerium Indicum)
    ځناورو کښې پئې زياتوي۔ اوښانو ته هم ورکول کېږي۔

غټ ګنډېري

سپېلني
  • (غټ ګنډېري)(Ghat Ganderi)(Nerium Oleander)
    د مونږکانو مړولو د پاره پکارېږي۔ سر درد د پاره هم پکارېږي۔
  • (سپېلني)(Spelani)(Pegnum Harmala)
    د سپېلني لوګؤل شي و د مارونه ختمولو د پاره، مياشي مړولو د پاره، د نظر ختمولو د پاره پکارېږي۔ د سپېلني بوټي جړونه شپږي هم مړوي۔

برره

کجوره
  • (برره)(Barara)(Periploca Aphyla)
    چه لامده وي نو سوځوالي د پاره پکارېږي۔ چه اوچ وي نو د ځاولې په شان خولې صفائي پاره پکارېږي۔
  • (کجوره)(Kajura)(Phoenix Dactylifera)
    يوه خوږه مېوه ده، طاقت هم درلودي، و ورسره ورسره د شهوت زياتولو د پاره هم پکارېږي۔ فولاد پکښې زيات وي نو زکه که وينې کمي له وجه چا رنګه زېړه ختلې وي، هغه ئې زيات استعمال کښې راوړي۔

لبلبو

ډېکاې
  • (لبلبو)(Lablabu)(Plantago Lanceolata)
    په زخمونو کښې انفېکشن ختمولو د پاره جراسيمان وژني۔ د دې پاره د دې تازه پاڼړې ټکولو نه پس په زخمونو کېښودل کېږي۔ ورسره د خېټه نرمولو د پاره هم پکارېږي۔ د دې بوټي پاڼې ټکول شي و بيا په سينه باندې لږېږي چه ټوخې يا د سينې بيماريانې قابو کړي۔ لګؤلو نه علاوه د دې هډوکي په چئو کښې ملاؤ کړې شي چې ماشومانو کښې ټوخې، زکام، يا نور داسې د سينې سره تړلې بيماريانې قابو شي۔ په بچو کښې قبض ختمولو د پاره هم دا پکارېږي۔ د دې پاره د دې هډوکي په اوبو کښې خوټول کېږي و بيا هغه شربت ماشومانو ته ورکولې شي۔
  • (ډېکاې)(Dekay)(Prosopus Cineraria)
    څارؤو خوراک د پاره پکارېږي۔ ګبين هم پکښې جوړېږي۔ د دې بوټې ډډ يا ستنه په اوبو کښې خوټول کېږي تر څو يو ټينګ شربت ترې نه نه وي جوړ۔ هغه ټينګ شربت بيا د ملا درد د پاره ښه وي۔

کيکرې

ترويکې
  • (کيکرې)(Kikray)(Prosopus Juliflora)
    تېل ترې نه جوړېږي۔ د دې مېوه ځناورو ته هم ورکول کېږي۔
  • (ترويکې)(Tarwekay)(Rumex Chalepensis)
    خېټه نرمولو د پاره پکارېږي۔ طاقت هم لري۔

کنې

پلمن
  • (کنې)(Kanay)(Sacharum Arundinaceum)
    د دې لرګې په کورو کښې چتونو کښې استعمالېږي۔
  • (پلمن)(Plaman)(Salvadora Oleoides)
    په دې باندې غاښونه مسواک په رنګ پاکېږي۔ زخمونو باندې هم لږول کېږي زکه چه جراسيم وژني۔ د دې هډوکي د سپين پيازو سره ټکؤل کېږي و بيا د لړم چيچ باندې هم لږول کېږي چه د لړم زارو اثر ختم کړي۔

ملګبې

وړه مرغوڼړې
  • (ملګبې)(Malgabay)(Solanum Nigrum)
    د ملا درد د پاره د دې هډوکي پکارېږي۔ د خېټې کښې السر د پاره هم ښه دې۔ که چا ته دمې تکليف وي نو هغه ته هم ښه دې۔د دې نه علاوه په اوبو کښې د دې مېوه خوټولو نه پس لاس کېدونکښې شربت ټانسل بيماري ته پکارېږي۔ او که چرته ئې پاڼې اوخوټېږي نو د هغې شربت د ټوخي، غاړې ډډوالي بيماري، و د سينې بيماريانو د پاره پکارېږي۔
  • (وړه مرغوڼړې)(Warha Marghunrhay)(Solanum Surattense)
    د غاښو درد د پاره مږل کېږي۔ خېټه هم نرموي۔ د هډوکو و جوړو درد د پاره هم ښه دې۔ په ماشومانو کښې بدن ډډوالې ختمولو د پاره د دې بوټي اوبو کښې خوټېدلې شربت ورکؤل کېږي۔ دا شربت د ډډوالي نه علاوه د ماشومانو رنګه صفا کولو د پاره هم خلق استعمالوي۔ ډېر وړو ماشومانو کښې چه کال، يا يو نيم کال نه کم وي، هغوئي ته که دا شربت ورکړې شي نو د هغوئي قولنجي هم قابو کوي۔

سپينګل

سرګرې
  • (سپينګل)(Spingul)(Sonchus Asper)
    په ځناورو کښې پئې زياتولو د پاره پکارېږي۔
  • (سرګرې)(Sargaray)(Cymbopogon Distanse)
    د دې پاڼو نه شنه چې جوړيږي۔

غز

ملکنډې
  • (غز)(Ghaz)(Tamarix Aphyla)
    غټ زخمو د پاره د غز بوټي ډډ يا تنې څرمن پکارېږي۔ په کورو کښې سوځولو د پاره هم پکارېږي۔ د دې نه علاوه د دې پاڼې اوچ اوړو، و لږ پخې ډوډې سره ټکؤلې شي و بيا ټکولو نه روسته ئې په سر پورې په پټې تړل کېږي۔ د دې نه زېړي مرض قابو کېږي۔
  • (ملکنډې)(Malkanday)(Tribulus Terrestris)
    د ملکنډي بوټي پاڼې يا هډوکي د ګردې کاڼړي ختمولو د پاره مؤثر دي۔ دې پاره د دې پاڼ ې يا هډوکي په اوبو کښې خوټولې شي و هغې شربت څکل کېږي۔ د ګردې کاڼي علاوه خېټې درد، و د ملا درد د پاره هم ښه وي۔ دا رنګه شهوت هم زياتوي۔ ورسره ورسره د خېټې نه هوا اوباسلو د پاره هم ښه دې۔

لوخې

مخمضوره
  • (لوخې)(Lukhay)(Typha Angustata)
    د دې بوټي ګل کښې پولن د خېټې مسلو د پاره ښه دې۔ او د دې پاڼو نه پړي و ټوکرې هم جوړيږي۔
  • (مخمضوره)(Makhmazura)(Withania Coagulans)
    د خېټې السر د پاره پکارېږي۔ د خېټې درد د پاره هم پکارېږي۔ و د ضيابيطس مرض د پاره هم ښه پرېوځي۔ د دې مېوه يا هډوکي د شپې په وخت په اوبو کښې اېښودل کېږي و بيا سحر وختي څکلې کېږي۔ نو دې نه وينې صفائي کېږي، د خېټې هوا ختمېږي، و د مخ دانې هم ورکېږي۔ د وينې صفائي ده پاره د دې دانې په خوله کښې هم داسې هم جؤل شي۔

شپيانګه

کرکاڼړې
  • (شپيانګه)(Shapianga)(Withania Somnifera)
    د خېټې السر د پاره پکارېږي۔ د ځناورو و څارؤو خوراک هم دې۔ او ورسره ورسره د دې لرګې په کورو کښې سوځول کېږي هم۔
  • (کرکاڼړې)(Karkanrhay)(Zizyphus Nummularia)
    کورو کښې د دې لرګې سېځل کېږي ۔ د دې بوټې پاڼې جمع کؤلې شي او اوچؤلو نه پس ئې د ځناورو ته خوراک کښې ورکوي۔


  • (خره غوږ)(Khra Ghwazh)(Opuntia Dillenii)
    د خره غوږ يخ تاثير وي۔ د دې پاڼې تر دومره ټکولی شي چه سختوالې ئې ختم شي نو بيا په سوځ ځايو باندې لږولی شي۔ د دې يخ تاثير له وجه سوځېدو ځي ته آرام ورځي۔ د دې مېوه خوړلو نه وړو موتيازو کښې سوزاک ختمېږي۔ ګلان ئې دمې مريضان په کار راوړي۔

ماخوذونه

  1. عکسونه د انټرنېټ بېلا بېل وېب پاڼو نه اخيستل شوي دي چه د ټولو لړ ورکؤل ممکنه نه ده۔
  2. محمد ظهور، سلطان محمود وزير، عاصم محمد، و شاه فېصل محمد: د دره پېزو يو څو بوټو پېژندنه (Ethnobotany of some plants from Darra Pezu)، پاکستان بوټو پوهې مجله (Pak. J. Pl. Sci)، ګڼه: ۱۵، پاڼړې: ۷۵۔۸۰، کال: ۲۰۰۹
  3. رسول بخش ترين، طاهره بی بی، مير عجب خان، مشتاق احمد، و محمد ظفر: د کلات و خذدار سيمې ښځو اولسي طب زده کړه (Knowledge of folk medicine by women of Kalat and Khuzdar)، پاکستان بوټو پوهې مجله (Pak. J. Bot)، ګڼه: ۴۲، پاڼړې: ۱۴٦۵۔۱۴۸۵، کال: ۲۰۱۰

Comments

Comments powered by Disqus

لکي مروت و شاوخوا علاقو کښې اولسي طب د پاره پکارېدونکښي بوټي, عمر عثمان
د خېبر وېب پاڼې باندې په 9 اکتوبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)