Death in Light of Medical Sciences

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د روغتيا پوهنې په رڼا کې دمړينې سپړنه, ډاکټر لمر
د خېبر وېب پاڼې باندې په12 مئي 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



د روغتيا پوهنې په رڼا کې دمړينې سپړنه

ډاکټر لمر

خپرؤنو نېټه: 12 مئي 2012

د روغتياپوهنې پر بنسټ د یو انسان يا بيولوژیکي موجود مرګ څو پړاوونه او بېلابېلې بڼې لري، چې په دغه ليکنه کې به په لنډ ډول وسپړل شي.

ناڅاپي مرګ

یو شمېر انسانان د زړه د حملې، چې د قلب سکته هم ورته ویل کېږي په اثر کې مري چې علت یې د زړه ناڅاپه درېدل دي او دا مرګ زیاتره وخت په ناڅاپي توګه په هر عمر کې رامنځته کېږي. د زړه د درېدو پر مهال انسان خپل شعور له لاسه ورکوي، نو که احیاناٌ په یوه چا د زړه حمله راشي نو دغه سړی خپل بیولوژیکي محرک خاصیتونه له لاسه ورکوي، یعنې چې زړه یې ودرېږي، ساه يې بندېږي، بې هوشه کېږي او یا کاملاٌ د سده وځي، دغه حالت ته مرګ ویل کېږي.

که په دغه وخت کې، یعنې د زړه د حملې يا سکتې پر مهال يو انسان ته سمه روغتیايي مرسته ورسیږي چې په روغتیا پالنې کې دغه مرستې ته ریانیمشن یا د بیا را ژوندي کولو یا لایف سپورټ پروسیجر ويل کېږي. په مړینه کې د روغتیا پالنې د پوهې پر اساس یو کلنیکي او بل بیولوژیکي مرګ دی، یعنې مړينه دوې بېلې بڼې لري. د کلنیکي مرګ اساسي نښې دا دي، چې یو انسان د زړه حرکت نه لري، ساه نه وباسي او خپل شعوري حالت یې کاملاٌ له لاسه ورکړی وي. په دې وخت کې د اکبري مغز سلولونه لا ژوندي وي. د کلنیکي مرګ په اړه نظریات داسې دي چې یو انسان کولای شي تر اووه دقیقو هم بېرته فعال مغزونه ترلاسه کړي، يعنې که په وخت رېانيمیشن ترسره شي.

کلينيکي مرګ

د کلنیکي مرګ موده کیدای شي د چاپيریال په شرایطو پورې په نیغه ارتباط ولري، د بیلګې په توګه: یو انسان که په اوبو کې ولوېږي او غرق شي، نو زړه يې درېږي، سږي يې له اوبو ډکېږي او ماغزه يې له فعاليته لوېږي. د اوبو حرارت کیدی شي د انسان د جسم سلولونه او د مغزو سلولونه يې ډېر ژر ساړه کړي، چې د حرارت ټيټه درجه د سلولونو په کانسېروېشن يا ساتنې کې اساسي رول لوبوي او یا دا چې انسان تر واورو لاندې شي نو کیدلی شي ډېر ژر د کلنیکي مرګ حالت ته ورشي، په دې وخت کې کلنیکي مرګ کیدلی شي تریوه ساعته هم دوام وکړي. موږ کولی شو بیلګه یې د هالند د سلطنتي کورنۍ شاه زوی چې په اتریش کې تر واورو لاندې شوی و وګورو، چې سيمه ييز روغتیایي ټیم وکولی شول چې وروسته له یونیم ساعته شاه زوی د واورو له لاندې نه راوباسي، خو هغه مړ شوی و، خو مرستندوی روغتیايي ټیم وکولی شوی، چې مړ شوی شهزاده د یوه ساعت په اوږدو کې ریانمیشن کړي، یعنې بيرته يې راژوندی کړي. د پاچاه زوی زړه، سږيو او د مغزو لویه برخه بېرته په فعالیت راغلل او اوسمهال په لندن کې د عصبي ناروغیو په يو ستر روغتيا يي مرکز کې تر تداوي لاندې دی.

له بل پلوه هغه خلک چې په اوبو کې غرق شوي وي، خو کله چې له اوبو نه راویستل شي، نو دا خلک هم زیاتره وخت د کلنیکي مرګ په حالت کې وي، نو په طبابت کې دغه خلک تر انتنسیف تداوي لاندې نیول کېږي او تر هغه وخته ریانمیشن کېږي، یعني د زړه مساژ، سږيو ته هوا ورکول او ځيني وازواکتيف درمل (نورادرنالين، اېفدرين، اتروپين)، چې زړه بېرته په خوځېدو راشي، نو د بدن د حرارت درجه هم ورو ورو ور لوړوي او تر هغه وخت ریانمیشن ادامه پیدا کوي، چې دغه خلک بېرته د زړه حرکت پیدا کړي، یعنې وروسته له مرګه يې راژوندي کوي، نو کیدای شي دغه خلک بېرته خپل نورمال ژوند ته ادامه ورکړي.

د جنګ په صحنه کې ډېر سرتېرې چې ویشتل شوي وي، نو وينه يې توده وي او کیدی شي د زړه حرکت یې دومره بطي شوی وي چې سد یې له لاسه ورکړی وي، چې له کلنیکي نګاه نه کیدی شي مړی یادشي، که په وخت مرسته ورسره وشي، زړه یې بېرته په فعالیت راځي او ماغزه یې هم بېرته عادي وظیفوي حالت ترلاسه کوي، یعني چې له کلنیکي مرګه ژغورل کېږي او بېرته را ژوندي کېږي، نو کلينيکي مړينه، د بشپړ مرګ يو عبوري حالت ته ويل کېږي.

بيولوژيکي مرګ

په روغتیا پالنه کې د مرګ دوهمه بڼه بیولوژیکي مرګ دی. بیولوژیکي مرګ هغه حالت ته وايي چې د انسان نه تنها چې زړه درېدلی وي، نو ساه هم نه وباسي او مغزو ته نه جبرانېدونکی نقص رسېدلی وي، یعنې خپل وظیفوي حالت يې بشپړ له لاسه ورکړی وي، یعنې د مغزو سلولونو (حجراتو) ته بېرته نه جوړېدونکي بیولوژیکي نقصان رسېدلی وي، چې وروسته له ريانيمېشن نه دغه خلک لا شعور وي، خو د زړه او د بدن د نورو سيستټونو د بيا فعالېدلو امکانات يې شته.

دېکورتېکېشن (لاشعور)

د مغزو د شعوري وظیفوي بيرته نه جوړېدونکې نقیصې ته په روغتیايي ترمینالوژي کې دېکورتیکشن وايي، چې په دغه حالت کې یوانسان خپل شعوري فعالیت بشپړ له لاسه ورکوي، مګر زړه یې حرکت لري، د سږیو ساه ايستنه يې د تحت الشعوري مرکزو له خوا کنټرولیږي، لنډه دا چې د بدن نور ټول سیسټمونه یې فعالیت کوي پرته له شعور نه، خو ناروغ لکه ټولنيز شخص او انسان لا شعور وي..

په پرمختللو هېوادونو کې د ارګان د ترانسپلانتیشن تخنیک ډېر پر مخ تللی او بیولوژیکي مرګ په روغتونونو کې هغه حالت ته وايي چې یو انسان د اکبري مغزو شعوري فعالیت له لاسه ورکړي، نو ځکه دغه خلک که مخکې له مخکې يې موافقه کړي وي اويا يې کورنۍ موافقه وکړي، نو وروسته د مغزو له مړينې (دېکورتيکېشن) نه د جسم د غړيو د ترانسپلانتېشن پروسیجر ته ور معرفي کېږي یعني د دوی بډوډي، سږي، جګر، پانفرانس، زړه او حتی د بدن نورې برخې د بیولوژیکي پرزې په شکل بل انسان ته اچول کېږي، چې چاته بډوډي، چا ته هم سږي او چا ته هم ينه يا زړه وراچول کېږي.

د مړينې تر څنګ په طبابت کې داسې حالتونه هم شته، چې د يو انسان زړه داسې ورو حرکت کوي او بې سده وي، چې مرګ ته ورته حالت وي. دغه پېښه زياتره په هغه خلکو کې، چې رواني تکليفونه لکه (سايکوز، ايستيريا، پارانوييد او داسې نور) حلاتونه ولري، ليدل کېږي. د لېترژي يا دروند خوب، په ترڅ کې هم يو بيولوژیکي موجود کېدی شي ژوندی وي، خو د زړه حرکت او شعور يې ډېر ټيټ وي. په حيواناتو کې لېترژي يو طبيعي حالت هم دی، چې يو شمېر حېوانات په ژمي کې تر ځمکې لاندې په سمڅوکې د څو مياشتو په اوږدو کې پرته له خوړو او اوبو ژوند کوي، چې موږ ورته ژمنی خوب وايو، نو دغه حالت هم کلينکي مرګ ته نيژدې حالت دی.

په روغتياپالنه کې د دېليريوم په نامه يوه وراشه هم کارول کېږي، چې زياتره په الکوليستانو کې ليدل کېږي. د دغه حالت بڼې هم بېلابېلې دي. يو شمېر خلک هيجاني کېږي، نور بيا د مېرګي په بڼه ځان څرګندوي او بل شمېر بيا پر نورو بې اعتمادي کوي، چې پارانوييد ورته وايي، خو د دغو بڼو ترڅنګ د آرام دېلېريوم (کوايټ دېلېريوم) وراشه هم کارول کېږي، چې په دې حالت کې د انسان زړه کار کوي، سا وباسي، خو له بل انسان سره اړيکې نه شي ټينګولی، مګر دغه ناروغي يو عبوري کرکتر لري، چې په درمل سره له منځه ځي.

پرته له دې د زړه د درېدو په برخه کې د (الکتروميکانيکي دېسوسياېشن) بڼه هم يادېږي، چې په دغه حالت کې زړه رپېږي، خو د ناروغ نبض نه محسوسېږي، چې که پر وخت رېانيمېشن له الکتروفيبرېلېشن سره تر سره نه شي، نو د ماغزو بيولوژيکې مړينه ممکنه ده. بايد ياده شي، چې د بيا ژوندي کولو يا رېانيمېشن پروسيچر د ناروغ په عمر پورې تړلی، چې په ځوانانو کې يې نتيجه بهتره وي، خو ځينې ډېر سپورتي ځوانان په آساني مري او له مرګه يې ژغورل ستونزمن وي، چې بېلګې يې د فوټبال په ميدان کې د يو شمېر ځوانو فوټباليستانو او يا هم نورو سپورتمينانو ناڅاپي مړينه ده، چې د بېلګې په توګه په کابل کې د افغانستان د نامتو لوبغاړي حشمت خان اڅکزي، چې د باليوډ يو مشهور ستوری هم وو، مړينه ياده کړو، ځکه هغه هم د سپورت په کلپ کې د زړه د ناڅاپي حملې له کبله له فاني دنيا ودع وکړه او ابدي دنیا ته لاړ. څه موده مخکې يو ۲۵ کلن ايتاليوی فوټباليست هم د فوټبال په ډګر کې مړ شو.

د مړينې په اړه په اديانو او کلتورونو کې هم بېلابېل تفسيرونه او کيسې موجودې دي. مسلمانان خبل مړي ډېر ژر خښوي، عيسويان يې څو ورځې ساتي، خو په يو شمېر افريقايي ملکونو کې داسې ټبرونه شته دي، چې مړي د څو اونيو پّ ترڅ کې ساتي او خپلوا او کليوال یې شپه او ورځ ورته سندرې وايي او ډولونه ورته وهي، داسې ګنګوسې شته، چې وروسته له څو ورځو هم ځينې مړي راژوندي شوي دي. څېړنو دا هم جوته کړې، چې وروسته له مرګه د جسد نوکان ، ويښته، ږيره تر څو ورځو پورې وده کوي، چې پوهان دغه حالت ته د جسم بيولوژيکي ځانګړتيا وايي، ځکه د پوستکي او يو شمېر نور سلولونه د يو څه مودې لپاره ليا ژوندي وي. په يو شمېر اديانو کې د قبر د عذاب وراشه هم کارول کېږي، چې په دې برخه کې ويل کېږي، چې ځينې وخت نيمه ژوندي خلک هم خښ شوي دي، چې بيا له قبره ژوندي راايستل شوي، چې د ځينو کيسې يې له نسلونو نه يو او بل ته ورانتقالېږي.

په درنښت

ډاکټر لمر


Comments

Comments powered by Disqus

د روغتيا پوهنې په رڼا کې دمړينې سپړنه, ډاکټر لمر
د خېبر وېب پاڼې باندې په 12 مئي 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)