Bird Flu - Yawa Tahqeeqi Jaiza

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

برډ فلو: يوه تحقيقى جائزه, ليک: قربان على مراد
د خېبر وېب پاڼې باندې په6 مئي 2004 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



برډ فلو: يوه تحقيقى جائزه

ليک: قربان على مراد

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

برډ فلو يا ايويان انفلوئينزا دچرګو او د مارغانو يو بيمارى ده او نن سبا زمونږ په وطن کښې ددې پحقله رنګ په رنګ بحثونه شروع شوى دى په هر محفل کښې هم دغه شور شرابه وى او ددې په وجه دخلقو په زړونو کښې وهمونه او وسواسونه پيدا شوى دى. دکومو په وجه چې هر انسان سره دخپل صحت متعلق فکر پيدا شويدے. اوسه پورې په لکونو مرغان او چرګې مردارې شوې دى په خصوصى توګه کراچۍ سره نزدې دچرګو په فارمونو کښې چرګې مردارې شوى دى او دا صحيح خبره ده چې کۀ په يو اړخ دپولټرى سره تړلو خلقو په کاروبار باندې خراب اثر غورځيدلے دے خو بل اړخ ته دانسانى ځان مسئله هم ډيره دتوجه وړ ده

څنګه چې تاسو ته معلومه ده چې دانسان دمارغانو او چرګانو سره تعلق څومره نزدې دے بلکې دا به ووايو چې دا تعلقات دومره زاړۀ دى څومره چې دوى زاړۀ دى ددوى په خپلو کښې دومره مينه ده چې لۀ يو بل نه بغير نۀ شى پاتې کيدے. هسې خو دانسان دمرغانو او چرګو سره سره دخصوصى محبت مثالونه ډير دى خو تاسو لږ دې ته وګورئ چې زمونږ په ملک کښې دشپيتو نه واخلې تر اويا فيصده پورې په کورونو کښې خلق مرغان او چرګان ساتى، مرغان دخپل خيال غلطولو دپاره او چرګان وغيره دغوښې او هګو حاصلولو دپاره خلق ساتى دکلو په سطح کيدے شى چې دا فيصد زيات هم وى او په کلو کښې خو دچرګو دافزائش هم هغه پخوانۍ طريقه اوسه پورې رائجه ده داسې به ډير کم کورونه وى چې پکښې به چرګې يا مارغان کونترې وغيره خلقو نۀ وى ساتلې او کله چې ميلمه چا کره راشى نو دهغه ميلمستيا دسور کړى چرګ سره کوى، دې نه علاوه په لکونو چرګان روزانه دښار په هوټلونو کښې دخلقو خوراک کيږى په هر يو سرکارى غير سکارى پروګرامونو کښې ضرور چرګان پخيږى

زمونږ په ذاتى ليول دخوړې په هره موقع مونږ دچرګ سره دخپلې مينې اظهار کوؤ او دخوار په مرۍ چاړۀ راکاږو دوادۀ ښادۍ په محفلونو کښې خو دچرګ په لوښى داسې بيړه وى چې تپوس ئې مۀ کوه غرض دا چې چرته چرته دخوړې خبره وى هلته هلته دچرګ خبره وى. او داسې ښکارى چې هغه پخوانے مثال د((بکرى مور به ترکومه دبکرى خير غواړى )) بدليدو والا دے او ددې مثالى ځائې به اوس ((دچرګ مور به تر څو دچرګ خير غواړى)) مثال نيسى دې نه علاوه دچرګ سره دانسانى مينې مثال دادے چې اوس هم زمونږ په معاشره کښې دچرګانو جنګولو شوق ښه په زور وشور جارى دے

خو راځئ چې دا وګورو چې کله کله په مينه کښې قربانى هم ورکول غواړى او انسان غټ غټ تکليفونه هم برداشت کوى

په يارانه کښې زړۀ سندان کړه
پکښې پخيږى دپلکونو ګذارونه

هم دغه ټوقه نن دانسان او چرګ ترمينځه پيښه ده او حضرت انسان چې کله خپله ((محبوبه)) چرګه په بيمارۍ او تکليف کښې وليده نو ځان ئې ترې راښکلو، او دټول عمر تعلقاتو لاړو سر ئې وخوړو مطلب مې دادے چې برډ فلو بيمارى په چرګو راغله

دخوراک دعالمى ادارې ډبليو ايچ او ديو رپورټ ترمخه دابيمارى دنن نه سل کاله وړاندې داټلى په ملک کښې په مارغانو او چرګانو کښې موندلے شوې وه کومه چې يو وائرس دے چې دهغې نه انفکشن کيږى په شروع کښې داوړوکې بيمارى وى خو په مزه مزه په ټول بدن کښې خوريږى او خطرناک حد ته ورسى دابيمارى ديو مارغۀ يا چرګوړى نه بل مارغۀ يا چرګوړى ته ډير زر منتقل کيږى، او سل فيصده منتقل کيږى ځکه چې دا ډير تيز وائرس دے چرګانو يا مارغانو ته دا بيمارى دخوراک (دانې) پنجرې ، ټرانسپورټ او داستعمالولو دکپړې په ذريعه ديو فارم نه بل فارم ته ورسى، دا خطرناک وائرس دکم ټمپريچر يعنې يخو علاقو کښې زياته وده مومى، ددې وائرس هسې خو پينځلس قسمونه دى خو دوه مخصوص وائرس پکښې ډير خطرناک دى چې نومونه ئې H5 N1 او H7 N7 دى ددې وايرس د خوريدو دټولو نه معلومه او موثره ذريعه هغه مارغان دى کوم چې دموسم په وجه ديو ملک نه بل ملک ته هجرت کوى هم ددغې مارغانو په وجه دا وائرس دکورونو ساتلو مارغانو او چرګانو ته او دفارم په ساتلو مارغانو او چرګانو کښې خور شى

ديوې څيړنې ترمخه په انسانانو کښې دا وائرس هغه کسانو ته دمنتقل کيدو زيات امکان لرى دچاچې نيغ په نيغه يعنې براه راست تعلق دمارغانو او چرګانو سره وى، يعنې دپولټرى فارم مزدوران او دمرغانو دخرڅولو کاروباريان خلق او هغه خلق چې په کور کښې ئې داڅيزونه ساتلى وى. په ١٩٩٧ کښې په هانګ کانګ کښې ديو رپورټ ترمخه په اتلس متاثره مريضانو کښې شپږ مريضان هلاک شوى وؤ. په فرورۍ ٢٠٠٣ کښې د H7 N7 وائرس نه په هالينډ کښې يو سړے مړ شوے ؤ. او ٨٢ کسان ترينه ناروغه شوى وؤ. چې وروستو دعلاج سره روغ شو په جنورۍ ٢٠٠٤ کښې په ويتنام کښې د H5 N1 په وجه دبې شميره خلقو دنظام تنفس دبيمارۍ سره مخ شو. هم په ويتنام کښې تر ٢٤ جنورى ٢٠٠٤ پورې ددې وائرس نه په اوؤ کښې پنځه مريضان مړۀ شو، دتهائى لينډ حکومت هم H5 N1 وائرس نه دمتاثره ددوؤ مريضانو تصديق کړے دے. ددوى هم نظام تنفس متاثره شوے ؤ دمصدقه روپورټونو ترمخه صرف په دوؤ ملکونو کښې يعنې ويتنام او تهائى لينډ کښې د ١٩٩٧ نه تر اوسه پورې H5 N1 وائرس موندلے شويدے خو په دسمبر ٢٠٠٣ کښې دا انکشاف وشو چې H5 N1 وائر س په جمهوريه کوريا، ويتنام، جاپان، تهائى لينډ او دکمبوډيا په پولټرى فارمونوکښې وموندلے شو

دمتحده قامونو دصحت متعلق ادارې ډبليو ايچ او ددې بيمارۍ نه د انسانى ځان دبچ کيدو دپاره بعضې احتياطى تدبيرونه وړاندې کړى دى کوم چې دمارغانو، چرګانو، او ددوى نه جوړ شوى مصنوعاتو او هګو داستعمال په وخت کښې ضرورى دى او دکومو په وجه چې دانسانى ژوند تحفظ ممکن کيدے شى نو مونږ ته په دې عمل کول پکار دى

ترکومه حده پورې چې زمونږ دملک پاکستان خبره ده نو دالله تعالى شکر دے چې تر ننه پورې ديوې ذريعې نه هم داسې تصديق شوې اطلاع نۀ ده راغلې چې ددې خطرناک وائرس کوم چې دانسانى ژوند دپاره زهر قاتل دے دموجودګۍ ثبوت ورکړى. يعنې د H5 N1 البته دکراچۍ سره نزدې په بعضې پولټرى فارمونو کښې ديو وائرس پته لګيدلې ده چې ورته H9 N2 وائى ددې په وجه درې نيم ملينه چرګان هلاک شوى دى

زۀ دلته داخبره ضرورى ګنم چې دکوم وائرس موجودګى په کراچۍ پولټرى فارمونو کښې معلومه شوې ده نو دا صرف دچرګانو او مارغانو دپاره خطرناک دى او انسانانو ته دې نه هيڅ خطره نشته نو ځکه مونږ له پکار دى چې په غلطو افواګانو پسې مخه نۀ وړو

دصحت عالمى ادارې ډبليو ايچ او چې کوم حفاظتى تدبيرونه وضع کړى دى هغه دادى.

١: دمارغانو او چرګانو غوښه په ٦٤ ډګرى سنټى ګريډ کم ازکم پينځه منټو پورې پخول پکار دى، يا ٥٥ ډګرى سنټى ګريډ اور باندې کم نه کم پنځلسو منټو پورې پخول پکار دى

٢: دمارغانو او چرګانو غوښه پخولو کښې دحفظان صحت داوصول او دانتهائى صفايۍ خيال ساتل پکار دى.

٣: دپولټرى فارمونو سره ډير نزديکت نۀ دے پکار

٤: دمرغابيانو ښکار او ددوى غوښه خوړل بيخى بندول پکار دى

٥: دچرګانو جنګولو نه ځان ساتل پکاردى

حکومت پاکستان په سرکارى سطح ددې بيمارۍ دمخنيوى دپاره خپلې هلې ځلې کوىنو مونږ له هم پکار دى چې په دې هلو ځلو کښې دحکومت مرسته وکړو چې دا اقدامات کاميابۍ ومومى او دا زمونږ قومى فريضه هم ده

نوټ: ما دا مضمون په روزنامه آج کښې په ٢١ فرورۍ ٢٠٠٤ کښې په اردو ژبه کښې چاپ شويدے. چې دلته مو ئې ترجمه په پښتو کښې دلوستونکو دمعلوماتو داضافې دپاره وکړ

Comments

Comments powered by Disqus

برډ فلو: يوه تحقيقى جائزه, ليک: قربان على مراد
د خېبر وېب پاڼې باندې په 6 مئي 2004 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)