Hindustan in Pashto Tappa

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

هند وستان په پښتو لنډیو (ټپو) کې, ډاکټر لطیف یاد
د خېبر وېب پاڼې باندې په13 اپرېل 2014 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



هند وستان په پښتو لنډیو (ټپو) کې

ډاکټر لطیف یاد

خپرؤنو نېټه: 13 اپرېل 2014

د پښتو د فولکلوري شعرونو په لړکې لنډۍ( ټپه)د ټول بشریت د فلکلوري شعرونو د سترې شتمنۍ یوه برخه د ه. د لنډیو ستر اهمیت په د ې کې د ی چې د هغه سند ریزه ځانګړتیا په ټولو شعرونو او سند رو کې ساری نلري .

د پښتو لنډیو لمن خورا پراخه او ارته د ه. په لنډیو کې د طبیعت ټولو پد ید و ته ځای ورکړل شوی د ی.په پښتو لنډیو کې نه یوازې ښکلااو ښایست ، سپوږمۍ ، ګل ، بلبل،عاشق ،معشوقه ،پرد یسي او نور شیان منعکس شوي د ي ،بلکې د ځایونو،سیمو او هیواد ونو نومونو ذکر او یاد ونه هم پکې شوې د ه لکه: یمن ، مصر ،شام ،لند ن، روم ،چین ماچین، کوه قاف ، سراند یپ، د کن ،بنګال ،کشمیر،هند وستان او نور...

په د غه لړ کې د هند وستان نوم ځکه زموږ په پښتو لنډیو( ټپو) کې ډیر یاد شوی د ی چې له یوې خوا هند وستان په پخوا وختونوکې زموږ ګاونډی هیواد  و اوزموږد هیواد ډیر شمیرخلک د پیړ یوپیړیو راهیسې د روزګار او د نورو سود اګریزو کارونو او د ند و لپاره هند وستان ته تلل او ان ترد ې به چې کوم زوی له خپل پلار نه خپه شونو د هند وستان ته د تلو اراد ه به یې وکړه او ډیره مود ه به یې هلته تیروله او یا د اچې به هند وستان ته د پیسو د پید اکولو او نوروغریبیو اومزد وریو لپاره تلل . همد اراز زموږ ځیني فولکلوري افسانوي اتلان لکه د مومن خان او فتح خان بړیڅ نو مونه هم په د غه لړکې مشهورد ي چې هغوی هم هند وستان ته تللي د ي او د د وی په اړوند  هم یو شمیر ټپې یا لنډۍ لرو.

زه په لاند ې ډول د هند وستان په اړوند  یو څو پښتو لنډۍ ( ټپې ) راوړمه :

په هند وستان ورکه جانانه
رنګ مې د ې هیر د ی تش په نوم د ې یاد ومه

په هند وستان مې ګل کرلي
په ننګرهار ولاړه یم بوی یې راځینه

په هند وستان کې د ې مرګی شه<
چې د ې کفن شيی د راڼۍ په د سمالونه

په هند وستان خوشاله ګرځه
اصیل زاد ه یم په نامه د ې ناسته یمه

په هند وستان د ې څلی جوړشه
د نامرد ۍ آواز د ې را مه شه مینه

پرهند وستان خوشاله ګرځه
زه با د اتورې سترګې ستا په نوم ساتمه

هند وستانۍ ډبلې راوړه
په کورنو روپومې پلار نه د رکوینه

ښكلي ځوانان تر هند وستان ځي
د ا لالا خان تر پېنډۍ ځي بيرته راځينه

په ما د ې وار د  ځوانۍ تېر كړو
ستا د ې رانشي له د كنه مورانونه

د هند وستان په لوري ځمه
یابه سر بایلم یا به راوړم د ولتونه

ګاډيه سر د ې د  ويشتو د ے
زما لالې د ې په د كن ولګوونه

د هند وستان بند یان به راشی
د ګورستان بند یان هیڅکله نه راځینه

مومنه لاړې هند وستان ته
د شیرینو احوال به څوک د رته راوړینه

فتح خان لاړه هند وستان ته
رابیاد غمه پسې او ښکې تو یوینه

پښتون شیرشاه د هند  پاچا شو
د همایون لښکرې تیښته ترې کوینه

احمد ه خد ای د ې جنتي کړه
تر هند وستانه پورې تاکړي جنګونه

Comments

Comments powered by Disqus

هند وستان په پښتو لنډیو (ټپو) کې, ډاکټر لطیف یاد
د خېبر وېب پاڼې باندې په 13 اپرېل 2014 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)