2011-11-28 Zabihullah Sharifi

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ولی شو د کلو محاجر، د څه لپاره جنګیږو، زمونږ پښتونستان وطنه, ذبيح الله شريفي
د خېبر وېب پاڼې باندې په28 نومبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



ولی شو د کلو محاجر، د څه لپاره جنګیږو، زمونږ پښتونستان وطنه

ذبيح الله شريفي

خپرؤنو نېټه: 28 نومبر 2011

د څه لپاره جنګیږو

افغانان ناهقه چیغیږی لویه خدایه
رنګا رنګ زګرویږی لویه خدایه
چاره مو نه شته کلونه تیر شو
دا جګړی نه ختمیږی لویه خدایه
هر کور کلی په وینو رنګ ده
ورځ له بلی بتریږی لویه خدایه
هره ورځ د ښو ځوانانو روانی دي
جنازی بی ګنا مړکیږی لویه خدایه
د ظلم له لاسه څوک کډی باروی
پردی وطنو ته تښتیږی لویه خدایه
په چا د ولیږی په چا د جګړو دي
قیامتونه هر یو ژړیږی لویه خدایه
د څه لپاره روان دي دا جنګونه
هی څوک نه پوهیږی لویه خدایه
زما ذبیح لله د صولی ارمانونه دي
دعا ګانی مو ولی نه قبلیږی لویه خدایه

ولی شو د کلو محاجر

مونږ ویل یو به د سو شپو محاجر
خبر نوو چی به شو د کلو محاجر
په صوات هیلمند جګړی دي خدایه
دا څه حال ده یو د خړو خیمو محاجر
د پښتنی د باسخاص مو څوک نه شته
ځکه شو د ګرمیو یخو یخنیو محاجر
خپل کور کلی رانه پاتی ده ژړیږو
په خپل وطن کی یو د د شتو محاجر
په کوګل کی مو زړه خوړین ده راته
ډیر خلک مو شول د پردیو وطنو محاجر
ډیر کلونه تیر شو دا جنګ سوړنه شو
لویه خدایه شو د جنګ جګړو محاجر
خدایه دا جګړی ختمه کړی چی لاړ شو
خپل کور ته اخیر تر کومه به یو محاجر
کاشکی صوله راشی چی بیا خوشحالی وکړو
مسافر ذبیح لله هم ده د نورو ملکو محاجر

زمونږ پښتونستان وطنه

په مونږ یی ډیر ګران پښتونستانه
ته مو یی جنت نیشان پښتونستانه
سترګی یی ووځه تاته چی بد ګوری
ته مو یی روح او ځان پښتونستانه
هر وخت سر له تانه ځارونه
د خان صمد خان پښتونستانه
تا دي روزلي لکه اجمل خان
زړور زمریان پښتونستانه
ور به د نه کړو هی چاته
د پیړیو قهرمان پښتونستانه
له غرو راغو نه د ځار شونه
باتور اتل روښان پښتونستانه
دغه دعا د ذبیح لله ده درته
ښایسته جانان پښتونستانه
لوی خدای د خوشحاله لره
د ښو ګلونو ګلستان پښتونستانه
ګل خیالی وطنه ستا دښمنان
نابود شه قربان پښتونستانه

Comments

Comments powered by Disqus

ولی شو د کلو محاجر، د څه لپاره جنګیږو، زمونږ پښتونستان وطنه, ذبيح الله شريفي
د خېبر وېب پاڼې باندې په 28 نومبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)