Publishing Date: Thursday, January 26 2006

نن ستا د مرګ د غم ګوزار زما په سر پريوتو
زرې زرې مې شو وجود راباندې غر پريوتو
د قام ملا ماتۀ شوه د پاسه پرې کمر پريوتو
چې په جهان رڼا رڼا وۀ هغه لمر پريوتو (فېروز افريدي)
Following 3 pictures were sent by Dr. Ali Jan on the day of the funeral in Peshawar. The procession escorted by the red shirts is seen coming out of Jinnah Park and moving to Wali Bagh in Charsadda. (3.30 PM, 27 January 2006)


د قام رهبر د قام لار ښود د قام پاسدار لاړو
يو ستر اتل د قام سپاهي لوېې شهسوار لاړو
هغه ملنګ ، هغه درويش هغه خودار لاړو
نن د وطن هغه سر تيری جان نثار لاړو
د پښتونخوا د باغ مالياره اخر لاړې رانه
د قام خادم د قام سرداره اخر لاړې رانه
د کونډو رنډو غم ګساره اخر لاړې رانه
د يتيمانو مور او پلاره اخر لاړې رانه

A memorable picture of Wali Khan with Khan Abdul Ghafar Khan Baba
Wali Khan with his brothers Ghani Khan, and Ali Khan
Memorable picture with Ajmal Khattak

Farewell My Love! Begam Nasim having last look at Wali Khan
Last press conference before getting ill
الله دې خېر کړي په وطن باندې طو فان راغلې
سپرلی ترې لاړو په چمن باندې خزان راغلې
هر څه مو بائېلۀ چې ته لاړې غټ تاوان راغی
ستا په نېمګړو ارمانونو ډير ارمان راغی


The Room, the Bed where he spent his last moments
His final resting ground at Wali Bagh in Charsadda
ستا غريب خوئي و خاکسارئ به زمونږ هېر نه شي
ستا استقلال و خودارئ به زمونږ هېر نه شي
ستا د همت سقه درئ به زمونږ هېر نه شي
ستا د دنيا نه بېزارئ به زمونږ هېر نه شي
ستا يو يو خوئي په مونږ سترګو و نظر پورې کړو
ستا هر اصول به په زرګوټي و ځيګرپورې کړو


Funeral Procession at Cunningham Park
Comments powered by Disqus