Saleem Khattak

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

سليم خټک, اشرف خان خټک
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



سليم خټک

اشرف خان خټک

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

هسې خو په لاچۍ کښې دادب باغ داسې شين دے چې هرخوا ئې د وږمو اغيزه اواثر رسيدلے دے دګلستان ادب دور په لاچۍ کښې يواهم دور ؤ چې ډير نوى نوى ښه ښۀ شاعران اواديبان ئې پيدا کړى دى ددې دور روح روان او لوئى شاعر سعدالله خان حيران ؤ دچا په کوششونو چې ددې ادب ونه لويه شوې ده داسې امير اعظم نيکه هم ډير مشهور ؤ داميراعظم نيکه اثر په ماهم وشو او زۀ ئې ادب طرف ته راوستم په هغه دور کښې يوه نامه دخدائې بخښلى سليم خټک هم وه سليم صيب ډير ذهين او قابل انسان ؤ په ګورنمنټ هائى سکول لاچۍ کښې استاد ؤ دهغه دقابليت نه زۀ هم ډير متاثر شوے وم هغه وخت ماپه اتم جماعت کښې سبق وئيلو سليم صيب يوډير نيک اوخداترسه انسان ؤ خوسنجيدګى پکښې ډيره وه يو رعب دار وجود ئې لرلو لوړ قد او چست بدن ئې ؤ غنم رنګ ؤ او زيرک انسان ؤ دهغه ډير شاګردان دى چې په شاعرانو کښې عبدالرحمان باګرام خټک ، خنجر صيب او نور ډير کسان شامل دى . انسان ډير عاجز دے هغه دژوند ټول خوږه ترخه برداشت کوى خوکله کله دا ترخه انسان بلې دنيا ته هم ورسوى داسې سليم خټک سره هم وشول او دغو سوچونو فکرونو اوغمونو اخر هغه قبرته ورسولو اوپه ٢٧ ستمبر ١٩٩٣هميشه هميشه دپاره مونږ نه جدا شو الله پاک دې هغه ته لويه درجه ورکړى . دسليم صيب په شاعرۍ کښې درد، سوز او يواثر دے چې هرمينه کوونکے کس ځان ته متوجه کوى هغه وائى

په ګډا مې هر ويښته شى چې ساز اورم
له ګوګل مې زړۀ بهر شى چې ساز اورم
وى په سازکښې څومره سوز سليم خټکه
ټول بدن مې سره لمبه شى چې ساز اورم

سليم په خپلې شاعرۍ کښې ديارد زلفو اوسترګو ذکر ډير کړے دے دهغه څوکتابونه ناچاپ شته دے که هغه هم تاج انور اعجاز چاپ کړل نو اولس ته به ډيره فائده ورسيږى ځکه چې هغه دسليم صيب ټولو کښې ښې غزلې دى بياهم دادتاج انور اعجاز لويه قربانى ده چې داکتاب ئې چاپ کړے دے لکه موصوف وائى

ليکوالان ټول لکه ستورى داسمان دى
بيدار کړى ئې چې ټول نن انسانان دى
دلاچۍ هريوليکوال په پرمختګ دے
که سحر، اعجاز ،رهبر اونورکسان دى
زۀ اشرف دحق ګوئيانو مدد ګيريم
په ناحقه چې څوک ځى اشيطانان دى

داسې سليم صيب هم يوښۀ ليکوال ؤ خو دهغه ليک محفوظ پاتې شوے نه دے کيدے شى چې چاسره د هغه نثر هم وى هسې دهغه وعظونه اوشاګردانو ته ښې ښې خبرې هم دقدر وړ دى چې شاګردانو ئې په زړۀ او شعور کښې محفوظ کړىدى

هيڅ ګزار چې داغيار پرې اثرنه که
په سينه کښې داسې زړۀ لکه فولاد را

سليم خټک دمئين زړګى دسترګو دتاثير داسې ذکر کوى ،

هغه اشارې هغه غمزې کوى
هغسې تشهير لرى په سترګو کښې
زړۀ ئې زما بيا جوړې کعبه کړلو
څنګه خوږتطهير لرى په سترګوکښې

داسې ښکارى چې سليم صيب ته په اخروخت کښې دمرګ پته لګيدلې وه او زړۀ کښې ئې دشهيدارمان خواهش نيمګړے پاتې شو لکه وائى

زما زړۀ ديوشهيد ارمان مزار دے
ځى راځى ستاديادونو قافلې دى

دسليم خټک په مزار اوس قافلې ځى راځى او هغه دځوانۍ وخت ئې يادوى سليم صيب که وفات هم شو خودهغه ژوندۍ شاعرى به هميشه ژوندۍ وى ترڅو چې پښتوادب ژوندے وى دسليم نامه به هم اخستے شى

په اخره کښې زۀ خدائې بخښلى سليم خټک ته دعا کوم چې الله دې هغه ته جنت الفردوس ورکړى او دهغه ځوانه شاعرى دې داولس دفائدې او دپښتو ادب دپرمختګ ذريعه وګرځوى اولاچۍ دې الله پاک نوره هم دادب سره مينه کوونکو نه ډکه کړى لکه هغه وائى

سليم خټک په لاچۍ مينه کوى
چې له ښاغليو ليونو ډکه ده

Comments

Comments powered by Disqus

سليم خټک, اشرف خان خټک
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)