Naeem Rahi - Da Manzal pa Lor

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

دمنزل په لور, صابر حجازى
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



دمنزل په لور

صابر حجازى

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

دنړۍ په مخ دوګړو په دې خور بامبيړ کښې هغه ډله چې دشعور او پوهې خاوندان بللے شى دشاعرانو اوليکوالو ډله ده بلکې بعضې نړيوال سترګه ورئې دقام سترګې بولى اورښتياهم ده ځکه چې يوشاعر اوليکوال هغه څه وينى اوڅيړنه ئې کوى چې ديوعام وګړى دشعور نظر ترهغې د رسيدو جوګه نه وى شاعر دخپلې دغې څيړنې په رڼاکښې دسبا لارې وينى او قوم ته منزل په ګوته کوى او دژوندانۀ دمرام نه ئې خبروى . ديوقام دترقۍ اومخکښې تګ اندازه ددغه قوم دشاعرانو دذهنى سطحې نه په اسانه لګيدلے شى نن هم مونږ څوسوه کلونه وړاندې تاريخ دهغه دور دشاعرانو او اديبانو دليکونونه معلوموو نو په د ې اړه شاعران اوليکوال دتاريخ ساتندويه وګړى دى . دشاعر سوچ اوفکر دخپل وخت ترقى پسنده قوت لرى هغه دچاپيريال دروغتيا دپاره په زړۀ پورې کردار لوبوى دهغه فکر ديوعام وګړى دژوند ښه کولو په غرض قيمتى پنګه وى اودغه سوچ او فکر دازل نه د ابد ترمنزله پورې په يون دے اووى به . دمنزل په لور ددغې کاروان يولاروے نعيم راهى هم دے د((منزل په لور)) دښاغلى نعيم راهى وړومبۍ شعرى ټولګه ده چې په کال دوه زره درې عيسوى کښې خپره شوې ده دښاغلى نعيم راهى دشاعرۍ دکره کتنې نه وړاندې غوره ګڼم چې دمنزل په لور دکتاب يوه اجمالى جائزه واخلم .

دمنزل په لور په ٢١٨مخونو اډاڼه دے . دکتاب سرپاڼه ډيره زړۀ راښکونکې ده دڅوتنو تت سيورى چې په يوه شګلنه او ازغنه لاره پښې ابله روان دى لرې ډير لرې دشنو اولوړو دنګو واورينو څوکونه په اخوا دروښانه سباوون علامې ښکارى ددغې تت سيورو او ددغه لرې روڼ سحر ترمينځه يو لوئى سمندر اوکږليچنه لاره ده دکومې نه چې دترمنزله رسيدو پورې ټولې کړمې اوشواخون په ډاګه بريښى دسرپاڼې په ښى اړخ په بره سر کښې دمنزل په لور په زړۀ راښکونکى طرز ليکلے شوے دے او دسرپاڼې په کوز سر کښې ګس اړخ ته دنعيم راهى نوم ليک دے ټائټل ياسر پاڼه دصابرحجازى دلاسو فنپاره ده چې هغوى دکمپيوټر دګرافونو ددنيا په مرسته رايوځائې کړې ده دکتاب په اخرى مخ دښاغلى نعيم راهى مسکے، وياړ ناک او زړۀ راښکونکے تصوير دشين سپرلى په ښيرازه لمن کښې په غروونو دے او دتصوير لاندې دراهى داشعر ليکلے شوے دے

ستړے په ستړو لارو مۀ شې دمنزل په لورى
هريوقدم ته دې راهى دقافلې سترګې دى

دکتاب باقاعده پيل هغه دکلمه طيبه دپاک ايت نه کړے دے هم په دغه مخ لاندې هغه د کتاب پيژندنه ترعنوان لاندې دکتاب په حواله معلومات ليکلى دى . دکتاب تړون ئې دهاغه بې اسرې يتيمانو په نوم کړے دے چې دژوند په ازغنو لارو دمنزل په لور تګ کوى . د((مننه)) ترسرخط لاندې ئې دخپلو هغه خوږمنو ملګرومننه کړې ده کومو چې ورسره ددې کتاب په چاپ کيدو کښې پوره پوره مرسته کړې ده نعيم راهى دشعر په چپو کښې ترعنوان لاندې په دې دروند شاعر ملګرى عبدالله صادق مختصر خوجامع ليک کړے دے . نعيم دستړى منزل راهى تر سرخط لاندې پرې ښاغلى على حيدر کوثر دخپل قلم حق ادا کړے دے چې دستائنې وړ دے . (زما استاذ زما ملګرے) تر سر خط لاندې پرې ښاغلى عطاء محمد وردګ په زړۀ پورې ليک سره د ډير معذرته کړے دے .

((څه دشاعراوکتاب په اړه)) ترعنوان لاندې پرې ښاغلى محمد زر نوش شهاب قيصه ايز ليک کړے دے ( فن زما اوفيصله ستاسو) ترسرخط لاندې پرې ښاغلى نعيم راهى په خپله څو خبرې ليکلى دى اودکتاب دکره کتنې تله ئې دلوستونکو په لاس کښې ورکړې ده . د(منزل په لور) کتاب په درې برخو اډاڼه لرى . وړومبۍ برخه دغزلو ده دويمه برخه دقطعو ده دريمه برخه دنظمونو ده دغزلو په برخه کښې دحمد اونعت نه علاوه ١٢١ غزلې دى دقطعو په برخه کښې ٢٨ قطعات دى چې د زماشاعرى، ډولۍ، برخه، لټون، هرکلے، اختر، څارنه، عزم، تادى، امتحان، سترګې، مۀګوره، ډالۍ، خلوص، په ارمان دګلو، دازغو په څوکو، لوبه، ميراث، پير، انتظار، جنګ، قلنګ، کتے به شى، چربانګ، پښيمانى، ميلمنه، وژاړمه، واړوه تر عنوان لاندې چاپ دى . دريمه برخه دنظمونو ده چې پکښې ٢٤نظمونه دلاندينو سرخطونو لاندې شامل دى . پښتونخواه ته، داڅه کيږى، سپرلے، ظلم دے، غورځنګ، اختر، مروره مينه، سپرلىته، ناوې، ښادى، داختر ميله، مزدورته، دخپل ملګرى مختيار ګوهر په څلى، زما ارمان، طالب علمانوته، کربلا، ځوانان په ملاکنډ کښې شته، دواده سهره، کاش چې زۀ خانه بدوش وے، دتقدير بلا، سپرلے،مزدور ته کتاب په ښکلى سپين کاغذچاپ دے او شوے دے.

دهرڅه نه وړاندې ضرورى ګڼم چې په هغوخاميو نظر واچوم چې دکتاب ښکلا ئې پيکه کړې ده دکتاب لهجه اوليک دود دبرې پښتونخوا يعنې افغانستان سره سمون خورى اودکتاب شاعر نعيم راهى اګر چې دلرې پښتونخوا ديوسفزو دخاورې زلمےدے نه پوهيږم چې داغلطى راهى قصداً کړىدى يا دخوږمنو مهربانى ده خودلرې پښتونخوا پښتانه شاعران اوليکوال دښاغلى راهى دشاعرۍ دهغه خوند نه محرومه پاتې شوى دى کوم خوږلت توقع چې دلرې پښتونخوا دشاعرانو دسيمه ايزو لهجواوليک دودنه کيدے شى داملا د پرله پسې غلطو له کبله دنعيم راهى دشاعرۍ خوند ډير پيکه ښکارى اوکله کله خو املائيزې غلطۍ دشعر معنى هم بدله کړې ده .

داملا دبې ترتيبۍ اودکمپوزر دناپوهۍ له امله بعضې غزلې اونظمونه خوهو بهو نثر ښکارى اودغزل يانظم تنده پرې نه ماتيږى . غزلو له هم سرخطونه ورکړى دى حالانکې دايوه ښکاره خبره ده چې دغزل دهر شعر مقصد اومطلب جداوى اوکه په يو مضمون غزل وليکلے شى نوبيا هم دا ادبى غلطى ګڼلے شى چې هغې له دې سرخط ورکړے شى دادب نور صنفونه سرخط ته ضرورت لرى نو په دې سوب نعيم راهى خپلې دغې هڅې کښې ناکامه شوے دے اودغزل په نازک وجود ترې بې ځايه تور لګيدلے دے . په کتاب کښې ډير تورى داسې دىچې ښاغلى نعيم راهى دهغې هئيت بدل کړے دے اولوستونکى دهغې معنې ته نه رسى لکه دسفر چې د يوه ټکى په ف سره ليکلے شى اوتګ ته وئيلے شى هغه د لاندې درې ټکو ( پ) سپر ليکلے دے کوم چې په کوزه پښتونخوا کښې نه دے مستعمل دغه شان د ( مونږه) په ځائې ( موږ) دے (دے) اودے په ځائې ى چې مونږ ئې دمذکر جنس دپاره استعمالوو ياپه کښې تورى کښې د (ښ) ساقط کيدل داخووې دمثال په توګه څو نمونې اګر چې دلرې پښتونخوا سترګه ورو پوهانو په دې څو ورځې غونډې کړىدى اود باړه ګلۍ اوولس فيصلې زمونږ دپاره لار ښودې دى اوبايد چې ټول پښتانۀ دغه فيصلې ولولى او ځان پرې پوهه کړى که مونږ ليک دود، ژب دود ته راجع کړو نودابه دپښتون قام د لهجې ټول هئيت بدل کړى اومونږ به ديوبد بدعت مرتکب اوګرځو اودپښتوژبې دننه به يو تخريبى عمل شروع شى .

اوس دښاغلى نعيم راهى دشاعرۍ په فنى اوتکنيکى اړخونولږه رڼا اچول غواړم . ترڅو چې دنعيم راهى دشاعرۍ دتخيلى اړخ خبره ده نوهغه په دوو برخو اړه لرى يوه درومان يعنې عشق ومحبت وجدانى څانګه ده اودويمه ديوترقى پسند شاعر دنظريې ابلاغى برخه ده دغې دواړو له وروستو راځم ، دنعيم راهى په شاعرۍ کښې دلوست په وخت کښې يو بې قاعده توب ښکارى اګر چې داپه ډيرو کمو کلامونوکښې دى دغه بې قاعده توب دبحورو دنامناسبه استعمال اود موسيقيت دفن نه دنابلدۍ وجه کيدےشى لکه دمثال په توګه دحمد دادوه بيته

تۀ په يوازې دکائناتو لوئې نظام چلوې
کله راولې سيلۍ کله باران وروې

دلته وړومبے بيت شپاړس بحره اودويم څوارلس بحره دے دبحر مديد اوبحر رمل خيال پکښې هم نه دے ساتلے شوے يالکه دغزل داشعر

قاتل دارمانونو شى په زړونو لوبې وکړى
بياهم اوسى په زړګوکښې دادهرښکلى هنر دے

يالکه داشعر

بس دغه مې يوځان دے څه نيمګړى ارمانونه دى
هرڅه نن له تانه ځارووم لږه ايساره شه

دلته وړومبے بيت پينځلس دويم بيت شپاړس چپې دے . نعيم راهى کله کله په قافيه کښې دتذکير اوتانيث خيال هم نه دے ساتلے او دغه غلا ئې دنوې املا په جال کښې رانيولے شوې ده لکه دغزل دامطلع ئې

دتندې مرمه ساقى دم دميکيدې اوختو
په صبرصبر دګوګل نه مې لوګے اوختو

دلته ( ميکدې) او (لوګے) هم قافيه نۀ دى هم په دې غزل کښې ،غلچکے، نزدې ، کعبې، غرګے، ليونے، او ، روستے، په خپلو کښې قافيه نۀ دى . يالکه

ما د زړۀ په وينو کړو ښيرازه ګلالے غزل
تاپه حيارنګ کړو نورنګين شوپښتنے غزل
ستادهر ستم نه لوګے ستادبې رخۍ نه ځار
خوږ چې شى زړګے نو هله خوږ شى محبوبې غزل

دلته (ګلالے) او (پښتنے) خوقافيه کيدے شى خو ولې ( محبوبې) ورسره نه قافيه کيږى دغه شان په يوبل غزل کښې چې مطلع ئې څه په داډول ده

ستاخوپه لفظ دانکار خالى وخکې اورپى
ګلې زما دډيرې سختې نه زړګے اورپى
لوګے لوګے دې شم اشنا دبوږنيدونکې غصې
په اننګو کښې دې څه بل شانې لمبې اورپى

دلته (اوښکې) او ( زړګے) خوقافيه دى ولې ( لمبې) ورسره نه قافيه کيږى

اوس راځم د نعيم راهى دشاعرۍ دفطرى اوتخيلاتى اړخونو پله ښاغلے عبدالله صادق دنعيم راهى دشاعرۍ په بابله ليکى چې دراهى صيب شاعرى خوندوره،روانه اودژوند ژواک روښانه هنداره ده. دژوند دهر اړخ او پيښې څخه په ماهرانه توګه پلو پورته کوى دغزل په څانګو ئې دنازکو خيالونوګل غوټۍ اود نوښت ( ابتکار) سرخى مسکيږى اوپه تيره بيادنظم په پسته او ويړه غيږه کښې ئې خپل روښان فکر دحقولۍ اوپښتونولۍ جذبه ډيره ښه پاللې او روزلې ده دزپلى اولس دردونه ئې نغمه کړى اوخپل پيغام ئې په ساده خومدلله اومنطقه ژبه رسولے دے .

ښاغلے على حيدر کوثر دمنزل په لور په کتاب کښې په خپل ليک کښې دنعيم راهى پحقله ليکى . نعيم راهى ځوان زلمے اوتعليم يافته شاعر دے هغه په ګوګل کښې دمينې نه ډک زړۀ لرى پاکه اوسوچه مينه کوى ځکه ئې مينه دغزل دهره بيته څاڅى هغه په خپلو نظمونوکښې هرهغه څه په ګوته کړى دى کوم چې ئې ليدلى او محسوس کړى دى هغوى دستر پښتون قام ستر سپيځلى مشران، دازادۍ سربازان په خپلو سندروکښې ستائيلى اوهغوى ته ئې دعقيدت ګلونه وړاندې کړى دى دميرصادق اومير جعفر په رنګ غداران وطن ئې غندلى دى دخپل ګران وطن خړه خاوره ورته دسرو سپينو نه درنه اوقدردانه ښکارى هغه دنړۍ دټولو مزدورانو، خوارى کښو سره بې کچه مينه لرى دچقيدلى اولس په خوار حالت ئې هميشه قلم راپورته کړے دے دهغوىدژړا سره ئې ژړلى اودهغوى په درد درديدلے دے نعيم راهى دخوارى کښ اولس نجات په انقلاب کښې لټوى دمزدورانو کرونده ګرو دزبون حالۍ لوئى سوب سرمايه دارانه نظام ګڼى.

( زما استاد زماملګرے) ترعنوان لاندې ښاغلے عطاء محمد وردګ ليکى دايوکوټلے حقيقت دے چې نعيم راهى دمينې اورومانس نه ډکه شاعرى کړې ده خوزۀ ديوقام پرست پښتون په حيث دهغوى دانقلابى نظمونو اووطنى سندرونه ډير متاثره يم . څه دکتاب اوشاعر په اړه) تر عنوان لاندې ښاغلے زرنوش شهاب ليکى . نعيم راهى دسکول دزمانې نه شاعرى کوله مشاهده ئې تيزه وه اودچاپير چل نه ډير زر متاثره کيدو په کتاب کښې ئې داسې غزلې ،نظمونه اوقطعات موجود دى چې ورته دپښتو د جديد ادب غوره نمونې وئيلے شو.

داخو وو دمنزل په لور په کتاب دڅوليکوالو نچوړ اوس غواړمه چې په فکرى اوتخيلى اړخ دښاغلى نعيم راهى دګڼ اړخيزه شاعرۍ جاج واخلم . مذهبى رنګ. دښاغلى نعيم راهى دشاعرۍ دلوستونه پس داخبره ډيره ښکاره ده چې هغه دترقى پسندوشاعرانو د ډلې ملګرے دے اويو قوم پرست شاعر دے اوددې خبرې نه انکار نه کيږى چې قوم پرستى داسلام په ضديو عمل دے خواکه دنړۍ هرقوم ياوګړے ددې څومره دليلونه ورکړى خوبالخصوص د پښتنو په حواله به زۀ داووايم چې داپه خټه مسلمانان دى اوددوى په مسلمانۍ کښې څه شک نشته نوبياکه يوپښتون وګړے دژبې ياقوم دامتياز په سوب دقوم پرستۍ ښکار شى نودابه دهغه داسلامى تعليماتو نه ناخبرتيا اوناپوهى اوبولو اوښاغلے نعيم راهى هم ځائې په ځائې ددغه څيز ښکار شوے دے ګنې دمنزل په لور دکتاب پيل دکلمه طيبه نه شوے دے اوبيا د کتاب په صفحه نمبر ٢ باندې دهغوى ( حمد) اوپه صفحه نمبر ٤ باندې ( نعت) اودهغې يو يولفظ داسلامى عقيدې د پوخوالى هنداره ده په خدائې پاک کامل ايمان لرل اودپيغمبر مهربانه سره بې کچه مينه ددغه ليکونو سرچينه ده دغورځنګ نومې نظم اخرى بند دوحدت اوتوحيد يوه شاهکاره نمونه ده لکه چې وائى

چې سترګې اوغړووم نظر ټولې دنياته اوکړم
نشته بل څوک دسوى زړونو قيصې چاته اوکړم
بس خويوتۀ زمونږ دټولو په شريکه رب ئې
ځکه راواخلمه قلم اوګيلې تاته اوکړم
زما توبه ده لويه خدايه ماراهى مۀ نيسې
په خود کښې نۀ وى چې څه وائى ليونى مۀ نيسې

سادګى او روانى

دنعيم راهى دايوه خاصه ده چې هغه په شعر کښې ډيره ساده اوورانه ژبه استعمال کړې ده هغه چې څه غواړى په ډيره بهادرۍ ئې ليکى اوبغير دڅه قدغنونو ئې اظهار کوى

تش په کتو کتو چې زړونه لوټى
څنګه حيران داسې هنر ته نۀ شم
ولې مې دزړۀ په زخم مالګې دوړوې ګلې
مۀ راځه خومۀ کوه بس دادنۀ راتلوقيصې
تاخوځان اونغښتوخوماته هم څه چل وښايه
بې لوظه ياره چې زۀ هم هغه ټوټکه اوکړمه
چې نيت دې ترمنزله پورې ماسره دتلونه ؤ
مړې !نوسړے خولږ دوخته بهانه جوړه کړى

عشق ومحبت

نعيم راهى يوشاعر دے اوشاعرى تل دعشق ومحبت هنداره وى دهغه په پښتنى رګونو کښې مينه اوعشق ومحبت په غورځنګونو دى دعشق ومحبت دغې رنګ دراهى شاعرۍ ته ښکلا او ابديت ورکړے دے دمثال په توګه

چې خپله هم دخپل احساس په رموز نه پوهيږى
خوپه يو درد دواړه درديږى دې ته مينه وائى
ستاپه وصال پسې به سراومال لوګے کړم ګلې
ستانه بغير خدائيګو رضاپه ژوندانه نه يمه
غواړىستاديدن دنظر لوږه مې لامړه نه ده
واړوه پلو دمخه بياکه خفه کيږې نۀ

اولسى رنګ

دنعيم راهى ژوندژواک کليوال، شډل بډل اوسوچه دے هغه په خپله شاعرۍ کښې هم اولسى ژبه خپله کړې ده اودغې اولسى رنګ دهغه شاعرى داولس دزړۀ اواز ګرځولے دے

يو دے کلاشنکوف اودوه ګرينډ پينځه چاجرې دى
نۀ بيليږى مانه زماشپه ورځې ملګرې دى
دادى زمامټې زۀ په دوى باندې مغرور يمه
زۀ مسافريم ليونۍ ماپورې زړۀ مۀ تړه
سبامې کډه روانيږى بنګړى مۀ شڼوه
شاته ئې نه کاتۀ روانه وه ډيرى باباته
بله ډيوه ئې ورته وړله زماخوښه شوله

نازک خيالى

دنعيم راهى په شاعرۍ کښې نازک خيالى يوه داسې خاصه ده چې دهغه دهرکلام په سرڅڼه کښې ئې کردار لوبولے دے اوددۀ شعر ئې دتخيل معراج ته رسولے دے
داسې پړقيږى په سپين مخ ئې خولې

لکه چې شمع په اوبوکښې سوزى
دادزلفو تورلوګى اوسرې لمبې په اننګوکښې
حسن دومره غرغره شوپتنګان ترې هم ويريږى
په ګلابى رخسار دې بيادزلفو سيورى راغله
لکه دسرولمبو په سرچې تورلوګى غوړيږى
چې ساه مې خيژى ليونۍ سترګوته ګوره زما
بغيرلتا پکښې والله چې بل ارمان به نه وى

دمتلونو استعمال

متل چې دپښتو ژبې يوډير زوړ صنف دے دومره جامعيت اوهمه ګيريت لرى چې کومه خبره په کتابونو ليکلو ختمه نۀ شى هغه په يومتل سرته ورسى چونکې نعيم راهى غواړى چې خپل پيغام په موثره توګه لوستونکوته ورسوى نوددې خاطره هغه ځائې په ځائې دپښتو متلونو ډير مناسب استعمال کړے دے چې دهغه دکلام ښکلا پرې زياته شوې ده .

دجانان بد دولو مينځ وى چاته نۀ اودريږى
چې ستمګر مې ياديدلو نوماڅه کړے وے
ولې مې دزړۀ په زخم مالګې دوړوې ګلې
مۀ راځه خومۀ کوه بس دادنه راتلوقيصې
دارښتيا ده غم ښادى سره رور خوردى
خوشحالۍ سره ملګرى وى غمونه
په مړو ايروکښې دې بڅروته حيران ولې شوې
څنګه په نخښه دړانده دلاس غرګے اوختو

معاشرتى ناهموارى

نعيم راهى يوقوم پرست اوانقلابى شاعر دے شاعر هسې هم حساس وى اودمعاشرتى ناهموارو په ضد مبارزه کوى ولې راهى خو چې لکه ددغه شاعرانو سرخيل وى هغه په معاشره کښې دظلم جبر استحصال غندنه کړې ده اودانقلاب نعره ئې پورته کړې ده هغه ديوداسې سپرلى په انتظار دے چې په لتاړو اوجل وهلو ورشوګانو دښکلا غيږه راوغوړوى هغه سپرلے چې دظلم جبر او استحصالى نظام په ضد دامن سکون، يووالى، خير ښيګړې، اومساواتو په جامه کښې په معاشره کښې ځائې بيامومى نوټوله نړۍ به دامن ساه واخلى دراهى ټوله شاعرى زيات تره ددغې موضوع چاپيره چورلى اوپه خصوصى توګه نظمونه خوئې دانقلاب انتهائى رنګ لرى

خله راله مه ګنډه باداره چې خندا وروښيم
لاپه سلګودى ماشومان دپښتنو غيږه کښې
ووهه راهى ښۀ برملا دازادۍ چغې
شاباسې راپار کړه په زرګونو ليونى
چې لوټ تالان کوى دبل په ګټه پائى مدام
هغه طبقه په ودانۍ دسماج څه پوهيږى
څومره غربت اوبې وسى ده په دې لوئى کلى کښې
ډوډۍ خوپريږده چې کفن پسې ړنديږى خلق
ډير ارزان شوى داوبو په بيعه
وينه، خوله اومشقت خرڅيږى

اصلاحى رنګ

شاعر دقوم مصلح وى هغه دقوم اډاڼه په خوشحالۍ سوکالۍ او امن ايښودل غوړى نعيم راهى هم دخپل زپلى اولس دسوکالۍ درد په زړۀ کښې لرى هغه ددغه ټولوناهموارو دکوم دلاسه چې پښتون قام په اورکښې ولاړ دے علاج په انقلاب راستوکښې ګڼى اګر چې دغه لاره داور اووينو په سمندر ورځى ولې پورې غاړه چې ورته دامن سوکالۍ اوخوشحالۍ کوم سپرلى په نظرراځى دهغې دپاره په دغو لاروتلل څه ګرانه نه ده دهغه په شاعرۍ کښې دغه پيغام جوت ښکارى

دپښتونخوا دنوى کول زلمو اوده ولې يئى
تور وربلو نه درنه سپين شوپه ارمان دګلو
مونږ امن پسنديومونږ دې نه مجبوروى په جنګ
مونږه بيا سينې شلوو چې څوک زمونږ لمن شلوى
چې دازيړ مخونه سره شى قړاغې سترګې خندنۍ شى
په دې غرونو او په سمه راخوره داسې ښکلا که

Comments

Comments powered by Disqus

دمنزل په لور, صابر حجازى
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)