Maulana Abdul Haq - Islami Tahrikuno Asar

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

اسلامى تحريکونو باندې د مولانا عبدالحق د اثراتو جائزه, ليک : اعجازالحق قريشى
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



اسلامى تحريکونو باندې د مولانا عبدالحق د اثراتو جائزه

ليک : اعجازالحق قريشى

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

کومو خلقو چې مولاناعبدالحق په خپلو سترګو نۀ وى ليدلے هغوئ ته څنګه ووايو چې مرحوم د ايمان اؤ اسقامت، علم اؤ عمل، تواضع اؤ تقدس، شفقت اؤ مرحمت، زيبائى اؤ رعنائى اؤ نور اؤ رڼا څومره زړۀ راښکونکے تصوير ؤ. حق خبره داده چې د ژبې اؤ بيان کوم اسلوب د مولانا غوندې متاع يوسفى صحيح تصوير کشى نۀ شى کؤلے. آه! قائد شريعت شيخ الحديث مولانا عبدالحق نورالله مرقده د دارالعلوم حقانيه اکوړه خټک بانى پينځلس کاله وړاندې ددې دنيا نه تشريف وړے دے. دے په ٢٤محرم١٤٠٨ چې د ٧ ستمبر ١٩٨٨ سره سمون خورى د چارشنبې په ورځ ماسپښين دوؤ بجو ته نزدې خيبر ټيچنګ هسپتال کښې د د زړۀ د دورې لۀ امله وفات شو(انا لله و انا اليه راجعون).

د حضرت تاريخى جنازه اؤ تدفين په ٨ ستمبر د زيارت په ورځ سحر د لسو بجو نه تر دولسو بجو پورې وشو. ددۀ لکونو معتقدينو د اوښکو نه په ډکو سترګو د اسمان په فضاګانو کښې زرګونه مرغۍ وليدلې چې د جنازې په جلوس اؤ د حضرت په جسد ئې سورے جوړ کړے ؤ. د حضرت شيخ الحديث مختصر خاندانى شجره نسب: شيخ الحديث حضرت مولانا عبدالق صيب (زيږيدنه ٧ محرم الحرام ١٣٣٠هـ چې ١٩١٢ يا ١٩١٤ سره سمون خورى، وفات ٧ستمبر ١٩٨٨) زوئ د اخونزاده الحاج حضرت مولانا محمد معروف ګل صيب(١٩٣٠-مئ ١٩٤٩)زوئ د اخونزاده الحاج حضرت مولانا مير افتاب صيب (١٨٤١-١٩٢٩) زوئ د اخونزاده حضرت مولانا عبدالحميد صيب(١٧٩٥-١٨٩٥) زوئ د حضرت مولانا عبدالرحيم اخونخيل صيب (١٧٤٢-١٨٤٢) زوئ د حضرت مولانا عبدالواحد اخونخيل(١٦٧٠-١٧٦٠).

د اخونخيل قوميت (اخونزادګان صيبان): داد علم اؤ فضل کورنۍ چې لۀ پيړيو څخه په حق عالمانو اؤ مجاهدينو مشتمل راروانه ده. اخون په عربۍ کښې علامه اؤ پخوا زمانه کښې پى ايچ ډى ډاکټر ته وئيل کيدو. دا لقب د وسط ايشياء، ايران، افغانستان اؤ مغربى ترکستان د دينى مشرانو، مفتيانو اؤ لويو عالمانو لياره استعماليږى. د اخونخيل تشريح: الله پاک فرمائى: ترجمه، د الله په بندګانو کښې د الله نه د ټولونه زيات علماء ويريږى. بل ځائ کښې فرمائى: عالم اؤ جاهل کله هم نشى برابريدلے. د پښتو تاريخ د بعضو مشهورو مؤرخينو په قول اخونخيل قوم د پخوانو افغان پښتون علماؤ د قبيلو اؤ قوميت يؤ شاخ دے اؤ د اخونخيل قوم اؤ اخونزادګانو په قوميت اؤ اعلى دينى منصب کښې فرق دادے لکه د يوې وړې مدرسې اؤ لويه اسلامى يونيورسټۍ(جامعه حقانيه) کښې فرق ياد حجرې اؤ جومات په تقدس کښې فرق.

البته دا خبره واضحه ده چې د حضرت شيخ الحديث پلرونه اؤ نيکونه نسل په نسل د حق علماء تير شوى دى. حديث دے چې علماء د انبياؤ وارثان دى اؤ بل حديث دے چې زما د امت علماؤ د اسرائيلو د انبياؤ پشان دى. د حقانى خاندان، حضرت شيخ الحديث اؤ جامعه دارالعلوم حقانيه مختصر تاريخ: حضرت شيخ الحديث د ضلع نوښار د خټک سيمې په مرکزى کلى اکوړه خټک په باغبانان محله کښې پخپل پخوانى د نيکونو په کور کښې د مشهور تجارت پيشه اؤ زميدار عالم شخصيت اخونزاده الحاج حضرت مولانا محمد معروف ګل ابن اخونزاده الحاج حضرت مولانا مير افتاب په کور کښې پيدا شو.

دا ځائ د اکوړى خټک د يؤ داسې ګوهر ناياب د پلرونو نيکونو د اجسام مقدسه مسکن ، مولد اؤ اخرى ارام ګاه مبارکه ده چې د روښانه کارنامو تاريخ ئې په پيړيو محيط دے. د شيخ الحديث مولانا عبدالحق د وينا ترمخه دا بزرګان اؤ مشران پينځمه صدۍ هجرى کښې د افغانستان د بادشاه محمودغزنوى، سلطان شهاب الدين غورى اؤ بيا د احمدشاه ابدالى( د امام انقلاب حضرت شاه ولى الله محدث دهلوى په حکم) د مجاهدو فوځونو سره هندوستان ته د جهاد په غرض دلته راغلى وو. ابتدا کښې غزنى غوړه مرغۍ نومې علاقه کښې چې د يوسف زو، خټکو اؤ نورو مختلفو افغان قبيلو اصل ځائ ؤ، د رهبر طريقت، قائد شريعت شيخ الحديث حضرت مولانا عبدالحق دنيکونو نيکۀ اؤ د اخونزاده حضرت مولانا عبدالحميد دپلار اؤ داخونزادګانو د پلار حضرت مولانا اخونزاده عبدالرحيم پلرونه اؤ نيکونه (سوتره،کرک، علاقه خټک) کښې اوسيدلى وو.

وروسته د نورو پښتنو قبيلو سره حضرت مولانا اخونزاده عبدالرحيم هم د خپل خاندان سره په ١١٧٤ چې د ١٧٦١ سره سمون خورى په اتلسمه صدۍ کښې يا په ١٠٩٠-٩٦هـ کښې چې د ١٥٨١-٨٧ سره سمون خورى يا په ابتدا د اکوړه کښې د علاقه خټک په مرکزى، علمى، ادبى اؤ روحانى مقام سرائے ملک پوره (اکوړه خټک) کښې د دين د تبليغ په سلسله کښې د شاهجهانى دور د مشهور بزرګ شيخ اخ الدين سلجوقى مشهور په اخوند دين بابا( د شيخ رحمکار حضرت کاکا صيب استاد)د زار سره څنګ کښې په محلو کښې اباد شول. د پاکستان تاريخ ګواه دے چې د حضرت اخونزاده پينځم نسل ( د شيخ الحديث حضرت مولانا عبدالحق صيب پشان عظيم اولاد) اؤ بيا د شيخ الحديث خپل اولاد اؤ خصوصاً د هغۀ مشر زوئ اؤ جانشين اؤ د جميعت علمائے پاکستان قائد شيخ الحديث حضرت مولانا سميع الحق دامت برکاتهم د شروع ورځې نه تر ننه پورې اسلامى ، انقلابى ، جهادى ، روحانى، تعميرى، تعليمى، فلاحى، علمى اؤ ادبى ، پارليمانى اؤ سياسى خدماتو تاريخ رقم کړے دے اؤ اوس الحمد لله د پاکستان په پارليمنټ کښې د دريم نسل اواز مولانا حامدالحق ايم اين اے ضلع نوښار په ځوان شکل و صورت د خپل عظيم نيکۀ شيخ الحديث حضرت مولانا عبدالحق په وراثت اؤ د خپل پلار سينيټر حضرت مولانا سميع الحق د جذبه حريت بيرغ اوچت کړے د خپل منزل په لور روان دے.

په مغربى اؤ بيرونى تصوراتو چليدونکې دې قومى اسمبلۍ کښې الحمدلله د شيخ الحديث دې ځوان نمسى د شريعت بل د محرک اعزاز حاصل کړو. د پاکستان اساس اؤ مقصد تخليق اسلام دے. د تيرو اوؤ پنځوسو کالو نه ددې تقاضې نشى پوره کؤلے، چې يوازينے علاج ئې د اسلام د فلاحى اؤ معاشرتى نظام نفاذ دے. قرارداد مقاصد د ائين برخه ده. ددې تقاضه ده چې قران اؤ سنت ته به په ټولو قوانينو بالادستى حاصله وى اؤ دا به د پاکستان سپريم لاء وى.

پاکستان يؤ نظرياتى ملک دے، ددې بنياد د اسلام په نظريه ولاړ دے. د قانون ددې مسودې غرض اؤ غايت د الله تعالى خوشنودى اؤ د ملک د اسلامى نظريې استحکام دے. د ملک وګړو چې د ډيرې مودې نه ددې نظام لپاره بې چينه دى مطمئن کؤل دى. ملک کښې د صحيح اسلامى معاشرې په ذريعه دهشت ګردى ختميدے شى اؤ د امن و امان مسئلې هواريدے شى. نو دا لاندې قانون دې په قومى اسمبلۍ کښې پاس کړے شى. ددې نوم به نفاذ شريعت ايکټ ٢٠٠٣ء وى. دا به په ټول پاکستان کښې خور وى، دا به په فورى توګه نافذالعمل وى. دې کښې د شامل کوم امر اطلاق به د غيرمسلمو په شخصى قوانينو نۀ وى.

Maulana Sami ul Haq

دې شريعت بل زمونږ کافى مشکلات اسان کړى دى ځکه چې دا په سينيټ کښې د مولانا حقانى پلار سينيټر مولانا سميع الحق اؤ پخوانى سينيټر مولانا قاضى عبداللطيف په ١٩٨٥ کښې وړاندې کړے ؤ. اؤ ددې ټولې پارليمانى ، ائينى اؤ قانونى تقاضې پوره کړے شوې وې. څو ځله دا د کميټيانو د غور اؤ فکر نه تير شو. استصواب رائې باندې پنځوسو لکو خلقو ددې په حق کښې سينيټ ته خطونه راوليږل. په دې کښې د اسلامى نظرياتى کونسل اؤ ټولو ادارو تجويزونه شامل کړے شول. د قانون پوهانو، ججانو ، وکيلانو اؤ اقليتونو اؤ د هر مکتب فکر د خلقو تراميم پکښې شامل کړے شول. د اوؤ کالو د جنګ اؤ مکمل اتفاق رائے نه پس دا په ١٩٩٠ کښې د سينيټ نه پاس شو. دپاکستان عدالتى، معاشى نظام اؤ د اسلامى اقدارو د ودې اؤ نظام تعليم اؤ نظام اصلاح اؤ احتساب دا ټول امور په دې کښې شامل دى اؤ د موجوده جارى نظام اؤ د بين الاقوامى تقاضو هم پکښې پوره خيال اؤ خاطر شوےدے.

په دې وجه په دې کښې بيا دسره مسئلې پيدا کؤل نۀ دى پکار. په دې باندې څو کاله وړاندې په سينيټ کښې د مولانا حقانى د پلار مولانا سميع الحق ډيرې فکرى ، ذهنى اؤ مالى توانايۍ خرچ شوى دى. لهذا قومى اسمبلى دې د مولانا حامدالحق دا شريعت بل په اتفاق رائے سره پاس کړى اؤ ټولې مسئلې دې ختمې کړى

کى محمدسے وفا تو نے تو هم تيرے هين
يه جهان چيز هے کيا لوح و قلم تيرے هين

خو صد افسوس چې د اسلام، شريعت، کتاب ، د افغانستان د جهاد، د تحريکات اسلامى عراق، کشمير، فلسطين، چيچنيا اؤ طالبانو په نوم چې کوم دينى اتحاد د مجلس عمل په نوم د قوم د اکثريتى نمائنده ګانو په حيث پارليمنټ ته راورسيدو اؤ په سرحد اؤ بلوچستان کښې ئې حکومت جوړ کړو نو همدغه خلق د دې ځوان د شريعت بل خلاف شول اؤ غوښتل ئې چې سياسى اؤ انګريزى جمهورى تقاضې ترې پوره کړى. په مدرسو اؤ جوماتونو، امام بارګاهو، خانقاؤ اؤ مجاهدينو بد وخت دے خو د ايم ايم اے مشران د حکمرانانو په هر جايز اؤ ناجايز اواز لبيک وائى اؤ خاموش دى. دوئ صرف په پارليمنټ کښې د جمهوريت، وردۍ اؤ ايل ايف او د سياس ايشوز نه علاوه څۀ نۀ وينى. په دې دوؤ کلونو کښې دوئ نه د دين کار وکړو اؤ نۀ ئې د غريب اولس خدمت وکړے شو . په يوولسم ستمبر په امريکه کښې دهشت ګردى د يهوديانو کار ؤ. دا د مسلمانانو د بدنامؤلو يوه منصوبه وه چې د زرګونه انسانان پکښې بې ګناه مړۀ شول چې مونږ ټول پرې خفه يو. خو د امريکې لخوا په مسلمانانو د دهشت ګردۍ د الزام لګؤلو اؤ بيا ټوله دنيا کښې د مسلمانانو خلاف کارروائيانې کؤلو دا مطلب هيڅکله هم نۀ دے چې ګنې د پاکستان دينى قوتونه د ې د جمهورى پارليمانى نظام اؤ خپلو کرسيو د بچ کؤلو لپاره بلکل خاموش شى. دا د اسلامى غيرت نه بلکل خلاف خبره ده

يه نادان ګرګئے سجدے مين جب وقت قيام ايا

اقبال وئيلى دى چې دين د سياست نه جدا شى نو چنګيزيت پکښې پاتې کيږى. د دينى قوتونو اؤ قوم لپاره اؤ خصوصاً د مجلس عمل په دې رويه ټولو له غور کؤل اؤ يوه انقلابى فيصله کؤل پکار دى. دوئ د اتحاد د بچ کؤلو لپاره د خپلو پلرونو اؤ نيکونو پشان لوئى لوئى وزارتونه اؤ مالى پيشکشونه قبول نۀ کړل. خو بيا هم د صوبه سرحد دوؤ جماعتونو په څه طريقه د جمعيت علمائے اسلام مولانا سميع الحق ګروپ ديوال سره ولګولو اؤ څنګه چې ئې د حضرت شيخ الحديث په پخوانۍ حلقه ضلع نوښار کښې د غريبو عوامو حقونه غصب کړل، شايد کۀ په تاريخ کښې ددې بدنيتۍ څۀ مثال اوموندلے شى.

د حضرت شاه ولى الله د فلسفو بې نظير مثال دارلعلوم حقانيه دے. د هندوستان ممتاز عالم دين مصنف اؤ مؤرخ مولانا سيد ابوالحسن ندوى ( على ميا) په قول چې نن دارلعلوم حقانيه د قافله ولى الهى حضرت سيد احمد بريلوى شهيد حضرت سيد اسماعيل شهيد په وينه خصمانه شوے ګلستان دے. د حق اؤ د باطل وړومبے تاريخى جنګ اکوړه په ٢٠ جمادى الاول١٢٤٢هـ چې د ٢٠دسمبر ١٨٢٢ سره سمون خورى اؤ د جنګ شيدو١٢ جمادى الاخر ١٢٤٢هـ( د بالا کوټ شهيدان ) مرکز هم دا ميدان ؤ. اؤ نن يؤ ځل بيا د حضرت شيخ الحديث شاګردانو روسى استعمار اؤ کمونيزم له د شکست ورکولو نه پس امريکى اؤ يهودى استعمار له د هميشه هميشه لپاره د شکست ورکولو عزم کړے دے. انشاء الله د ګلشن حقانيه د خدماتو دا سلسله به د قيامت د ورځې پورې جارى اؤ سارى وى.

ترجمه: هغه جومات چې د اولې ورځې نه ئې بنياد په تقوى ايښودل شوے وى زيات ددې لائق دے چې مونځ پکښې وکړے شى.

Mualana Hamid ul Haq

د دارالعلوم حقانيه ابتدا د حضرت شيخ الحديث د پلرنى جومات (مسجد قديم مولانا عبدالحق حقانى) نه اوشوه. د پاکستان د جوړيدو سره سم محله ککے زئى اکوړه خټک کښې په يؤ وړوکى غوندې کچه جومات (تاسيسى مرکز) کښې د تعليمات اسلاميه مبارک اغاز حضرت شيخ الحديث په خپل لاس مبارک په ذيقعده١٣٦٦هـ چې د ستمبر ١٩٤٧ سره سمون خورى وکړو. دې الهامى مدرسه کښې ئې د تعليمات نبوى سلسله تر ډيره وخته جارى وساتله. د حضرت شيخ الحديث په قول چې ما د الله تعالى نوم واخيستو اؤ د خپلې علمى مور دارالعلوم ديوبند د اسلافو په طريقه مې د يؤ استاد (محمود اؤ يوازينى شاګرد محمود) پشان د مدرسه حقانيه بنياد په توکل اؤ للهيت کيښودو. د ابتداء ديوبند په طرز مې د جومات د شهتوت د ونې لاندې اؤ کله د جومات د کچه برانډې نه د دارالحديث کار اخيستو.

ابتدا کښې د مدرسې اکثر اخراجات د حضرت پلار اخونزاده الحاج حضرت مولانا محمد معروف ګل چې د علاقې يؤ تجارت پيشه ، زميدار اؤ عالم دين شخصيت ؤ اؤ د مجاهد اعظم حضرت حاجى ترنګزئى باباجى سره د انګريز خلاف مشهور تحريک کښې معاون ؤ، پخپلو ذاتى اخراجاتو چلوله. د پيړيو نه قائم دا جومات د تصوف، روحانيت اؤ د الله اؤ الله د رسول د کلام اؤ د تحريکات اسلاميه اؤ د انقلابونو اؤ جهاد بنيادى مرکز ؤ، اؤ د صوبه سرحد غيرتى قومونو اؤ د پاکستان اؤ ټولې دنيا مسلمانانو د حضرت د اخرى سلګۍ پورې ددۀ ملګرى وو. حضرت شيخ الحديث هم بغير د څۀ نوم اؤ نمائش اؤ ذاتى ګټې نه د قومى اسمبلۍ د ممبر په حيث اؤ د خپل زوئ سينيټر مولانا سميع الحق سره د دارالعلوم حقانيه د تعمير اؤ ترقۍ اؤ افغانستان کښې د اسلامى حکومت د قائمولو نه علاوه پخپله ضلع نوښار کښې د عوامو هر ممکن خدمت وکړو. په خپله حلقه کښې د کروړونو روپو د حکومتى ترقياتى منصوبو تعميرى جال پخپله دۀ هم اؤ ددۀ زوئ پخپلو وختونو کښې خور کړو. چې نن هم ترې خلق د خير ښيګړې کار اخلى.

بالاخر شعبان ١٩٥٤ کښې مدرسه حقانيه د حقانى جومات نه مستقلاً جى ټى روډ شاهراه پاکستان باندې وسيع و عريض رقبه باندې منتقل شوه. بيا ډير زر زر ددې ونې سيورے د يوې عظيم الشان ونې پشان شو اؤ د جامعه دارالعلوم حقانيه شکل ئې واخيستو. اؤ ددې تازګۍ نۀ صرف يؤ عالم ته سيورے ورکړو بلکې ددې نه ګير چاپيره راټوليدونکى ئې نۀ صرف د نوو منزلونو سره اشنا کړل بلکې نوو رفعتونو ته ئې هم ورسؤل. کۀ دارالعلوم ديوبند په هندوستان کښې د انګريزى استعمارى قوتونو خلاف د تحريک ازادۍ اؤ جهاد بيرغ اوچت کړو نو هم ددغې مدرسې يؤ قابل زده کوونکى دارالعلوم حقانيه جوړ کړو اؤ هميشه ئې د پاکستان د لادينى قوتونو اؤ خصوصاً د افغانستان د سور سامراج روس ته د شکست ورکړو اؤ د اسلام د بيرغ د هسکولو خصوصى اعزاز ئې حاصل کړو. جامعه حقانيه چې د ديوبند مشرانو ورته د دويم ديوبند خطاب ورکړے دے اؤ چې نن هم د يوې عظيم الشان اسلامى يونيورسټۍ په شکل کښې پخپل ځائ قائم اؤ دائم ده، چې ځينو بزرګ شخصياتو ورته خدائى فلاحى سټيټ هم وئيلے دے، د حضرت شيخ الحديث شيخ اؤ مربى ( اؤ د دارالعلوم ديوبند حجة الاسلام حضرت مولانا قاسم نانوتوى اؤ شيخ الهند مولانا محمودالحسن روحانى فرزند اؤ جانشين) شيخ العرب والعجم حضرت مولانا سيد حسين احمد مدنى په ١٩٣٧ کښې د دينى اؤ عصرى علومو مشترکه مدرسه تعليم القران سکول ( اوس حقانيه هائى سکول واقع حقانيه) پرانسته هم په مسجد قديم کښې وکړه.

وروسته دارالعلوم حقانيه کښې ددې سکول د نوى عمارت د بنياد تيږه شيخ الاسلام حضرت مولانا قارى محمد طيب په ٢٠ اکتوبر ١٩٥٨ په خپل لاس مبارک وکړه. د حضرت شيخ الحديث تاريخى ذاتى مکان هم ددې جومات شاته دے اؤ کتبې پرې نصب دى. د حضرت د پلرونو اؤ نيکونو مقبره ددۀ د نيکنى خپلوانو (محله اخونزادګان/ اخونخيل) سره د اکوړه خټک په قديم ترين قبرستان کښې واقع ده. چې سرته ئې د حقانى خاندان د نومونو اؤ تاريخونو کتبې نصب دى. د حضرت اولادونه (حضرت مولانا سميع الحق، حضرت مولانا انوارالحق، پروفيسر محمودالحق اؤ الحاج اظهارالحق) هم د جامعه حقانيه سره نزدې اباد دى.

حضرت د باغبانان محلې په يؤ زوړ نيکنى مکان کښې پيدا شوے ؤ چې مخې ته ئې اوس هم د عثمانيه په نوم يؤ وړوکے جومات اباد دے چې ددۀ د پيدائش کتبه پرې نصب ده. نن په پاکستان کښې د اسلامى انقلاب پحقله د مولانا عبدالحق خوب رشتيا کيدو والا دے. نن هغه طبقه چې په بې پناه کرپشن ئې د پاکستان خزانه خالى کړې اؤ پاکستان ئې تقريباً ديواليه کړے ؤ په جيلونو کښې بنده ده اؤ احتساب ورسره کيږى. اوس هم کۀ حکمرانانو په تشو اخبارى بيانونو اؤ سياسى دعوؤ اؤ نعرو عوامو له دوکه ورکؤل جارى وساتل نو په دې ملک کښې خونړے انقلاب راتلے شى چې د ټولې دنيا اؤ خصوصاً د پاکستان لپاره به يوه لمحه فکريه وى. د عالمى دنيا په حق کښې بهتره داده چې ددې سيمې خلقو ته پخپله مرضۍ د اوسيدو حق ورکړى اؤ د دينى اؤ اسلامى قوتونو په لاره کښې د خنډ جوړيدو نه ډډه وکړى.

ددې عظيمې منصوبې په سلسله کښې د حضرت شيخ الحديث روحانى فرزندان حقانيه د جمعيت علمائے اسلام د پليټ فارم نه ددۀ د جانشين اؤ د دفاع پاکستان کونسل د مشر قائد جمعيت حضرت مولانا سميع الحق په قيادت کښې د اسلامى انقلاب د مشن لپاره د پوره جدوجهد کؤلو عهد کړے دے. ددې تنظيم نه موجوده انتخاباتو لپاره د ايم ايم اے اتحاد پيدا شوے ؤ چې نتيجه ئې په تير اليکشن کښې ټول قام وليدله. خو اوس د خپلو اؤ پردو نه د نااميده څوارلس کروړه عوامو نظرونه د قائد شريعت شيخ الحديث حضرت مولانا عبدالحق په جانشين ، ددۀ په پارټۍ اؤ په اسلامى بين الاقوامى يونيورسټۍ حقانيه باندې دى چې د ملک په سياست کښې ئې د اميد شمع بله کړې ده. درې کاله وړاندې په دارالعلوم حقانيه کښې د ټول ملک څلويښتو دينى، مذهبى ، سياسى، جهادى، فلاحى اؤ سماجى جماعتونو مشرانو د پاکستان په تاريخ کښې په وړومبى ځل ټول مسلکى، علاقائى اؤ سياسى اختلافات يوې خواته کړل اؤ په يؤ ميز ئې د پاکستان اؤ عالم اسلام اؤ د افغانستان د دفاع لپاره د حضرت شيخ الحديث مشر زوئ حضرت مولانا سميع الحق ددې شريک نوى تنظيم دفاع افغانستان کونسل مشر منتخب کړو. درې کاله وړاندې مولانا سميع الحق عالمى ديوبند کانفرنس اؤ د جمعيت طلبه اسلام پاکستان عظيم الشان کنونشن لويو لويو عوامى جلسو ته د خطاب په وخت د امريکى، يهودى اؤ صيهونى طاقتونو اؤ منافقو حکمرانانو خلاف د تحريک چلؤلو خاکه وړاندې کړې وه چې وروسته ئې نتيجه د ايم ايم ايم په انتخاباتو د دروند اکثريت په کاميابۍ کښې راښکاره شوه.

حضرت شيخ الحديث به اکثر وئيل چې د روس نه پس به انشاء الله الله ددې علماء حق اؤ طلبه حق په لاسونو د امريکې اؤ صيهونى قوتونو منصوبې ختموى. الحمد لله د دارالعلوم حقانيه اؤ حضرت مولانا سميع الحق مدظله، مولانا انوارالحق اؤ مولانا حامدالحق حقانى اؤ د حضرت د نورو اولادونو اؤد حقانيه د علماؤ اؤ طلباؤ د سترو خدماتو سلسله ورځ په ورځ پراخه کيږى اؤ ټولې دنيا دا اعتراف کړے دے چې دې دينى درسګاه يؤ لوئى انقلاب راوستے دے. دا انقلاب په دينى روحانى تعليمى تبليغى اؤ دعوتى سياسى اؤ نورو مدونو کښې کامياب شوے دے.

خصوصاً د روس خلاف د افغانستان په جهاد کښې ددې تاريخى کردار د چانه پټ پناه نۀ دے اؤ ددې ګلشن نه به د جهاد اؤ کلمه حق سلسله جارى وى. دحقانيه عظمت: دشيخ الحديث حضرت مولانا محمد فريد زروبى، خليفه پير طريقت حضرت العلامه مولنا عبدالمالک صديقى نقشبندى اؤ ځينو نورو اولياء الله قول دے چې مونږ په استخاره کښې د دارالعلوم حقانيه په دروازه د قران دا ايات (ترجمه) چې څوک دې ته داخل شو نو هغه په امن شو، ليکلے وليدو چې يقيناً ددې عظيم اسلامى مرکز په حقانيت د خدائ د تائيد ښکاره ثبوت دے. د ډير وخت نه د حقانيه په تقدس کښې ډير بزرګان ، علمائے کرام اؤ خصوصاً مشهور بزرګ عالم ربانى حضرت مولانا سيد رحيم الله (اضاخيل باچا صيب ) د جامعه حقانيه ته د ننوتو په وخت څپلۍ اوباسى اؤ ښپے ايبله ښپې د حضرت شيخ الحديث روضې مبارکې اؤ د دارالعلوم احاطې ته ننوځى

اے د قرطبې اؤد بغداد عالى اختره
دلته حقانيه دارالعلوم دے خوش منظره
خدايه دا علمى درسګاه ثانى اشبيله کړې
ده د روزافزونې ترقۍ په لحاظ غوره

(الحاج محمدزمان خټک)

نن د ټولې دنيا ميډيا سروسز، انټرنيشنل نيوز ايجنسۍ اؤ بهرنو صحافيانو ټيمونه د حضرت شيخ الحديث جوړې کړې عظيمې علمى اؤ روحانى درسګاه ديوبند ثانى دارالعلوم حقانيه ته د دهشت ګردو اؤ فوځيانو د تربيت ګاه په وئيلو دا علمى مرکز بدناموى. خو زمانه پخپله ددې اعتراف کوى چې دارالعلوم حقانيه کښې حضرت شيخ الحديث د خپل روحانى اولاد مجاهدينو اؤ طالبانو جنګى اؤ عسکرى تربيت په وسله نۀ دے کړے بلکې د قران اؤ حديث په رڼا کښې ئې د دوئ دينى اخلاقى اؤ روحانى تربيت کړے دے اؤ دې طلباؤ ته ئې په عملى ژوند کښې د اسلامى معاشرتى انقلاب د راوستلو درس ورکړے دے چې نتيجه ئې نن په دنيا کښې د رڼا ورځې پشان ښکاره ده. د حضرت شيخ القران والحديث حضرت مولانا عبدالحق پشان انقلابى شخصيتونه اؤ روحانى هستۍ چرته صدۍ پس پيدا کيږى

چشم حق هين اندرين عصر جديد
همسر مولانا عبدالحق نه ديد!

Comments

Comments powered by Disqus

اسلامى تحريکونو باندې د مولانا عبدالحق د اثراتو جائزه, ليک : اعجازالحق قريشى
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)