Malang Jan

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ملنګ جان, نور محمد ګړاو
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



ملنګ جان

نور محمد ګړاو

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

۔محمدامين ملقب په (ملنګ جان) د عبدالشکور زوی او د ننګرهار د بهسودو د چميار د کلی اوسيدونکي د پښتنو يو ملی او ولسی شاعرانو په لړ کی يو پياوړی او خوږ ژبی شاعر تير شويدی

دی په 1296 هجری لمريز کال کی زيږيدلی او ۔په دری کلنی کی ئی پلار مړ او يتيم پاتی شو. پدغه وخت کی دده ډيره کوچنی او خورا بی وزلی کورنی د رزق او روزی په پلټنی د چميار کلی نه د پيروړ سيمی ته وليږديده او په هغه سيمه کی د چادسره په کلی کی ميشت شوه.

د پنځلس کلنی پوری پدی کلی کی پاتی شو او د هغه وروسته د کامی د داربنګ کلی ته وﻻړ او هلته په کار او زيار لګيا شو او په ډيری سختی او بی وزلی ئی خپلی ورځی شپی سبا کولی. ده د لومړی ځل لپاره خپل تاثرات او جذبات او حاﻻت او د محيط عکس العمل د خوږو او روانو کلماتو په ترڅ کی وپيل چه په نتيجه کی شعر تری جوړ شو.

دده لومړی ترانه چی وروسته بيا د اتحاد مشرق په ورځپاڼی کی هغه وخت خپره شوه چی ښاغلی خادم ددغه ورځپاڼی مدير ؤ، او د هغی په اثر مشهور او په ادبی محافلو کی وپيژندل شو. د هغی يو بيت دا دی.

باغ دی دتوتيانو نه پريږدی زاغان
دی پښتون ماليار پکی وژنی پری خپل ځان

ملنګ جان په 1324 هجری لمريز کال کی د ښاغلی سردار محمد داؤد خان له خوا تشويق او ترغيب او په 1329 هجری لمريز کال کی ښاغلی سردار شاه محمود لومړی وزير له خوا تقدير او د مياشتی په 600 افغانی مستمری معاش اوازش کړی شو او په 1332 هجری لمريز کال کی د نوموړی لومړی وزير په امر کابل ته وغوښتل شو او په کابل غږ دبلی کی د پښتو د موسيقی د منظم په حيث مقرر شو. ده ليک لوست نشو کوﻻی او پدی ډير زوريده.

وختی چی محروم له علمه زه ملنګ جان پاته شوم
بند به وی قيامت کی زما ﻻس د چا ګريوان سره

د وطن په درد دردمن او د ولس په خوږ خوږمن ، دپښتونستان د ازادی د غورځنګ د لياری فدا کار او د پښتون د پرمختګ او ارزومن ؤ.

د حسن او جمال ليوال ، د ګل بلبل ، د شمعی پتنګ او د ازادی ملنګ ؤ. د نادودو او تيريو سره ئی مخالفت ، د نفاق او ګوندی سره ئی دښمنی او د بی علمی سره ئی جګړه درلوده. د لټی او بيکاری په مقابل کی ئی ښه په ټينګه مجادله کړيده. او د پښتنې کلتور ممثل او مبلغ او د ننګ او غيرت ټوټه وه ، د مشرانو احترام ئی ساته او پر کشرانو ئی شفقت کاوه. ده د لری او بری پښتونخواه د عوامو او خواصو د پوهو ، او بی سوادو د رسمی او ولسی کسانو په زړو کی ئی ځای ﻻره او هر چا ورته په درنه سترګه کتل. دا خو ځکه چی ټول پښتانه ده ته ګران او په زړه پوری او د ټولو خير او سعادت دده لومړی هيله او ارزو وه.

Comments

Comments powered by Disqus

ملنګ جان, نور محمد ګړاو
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)