Lal Zada Nasir Shinwari

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ښاغلۍ لعل زاده ناظر شنوارۍ,
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



ښاغلۍ لعل زاده ناظر شنوارۍ

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

په مارچ کال 1919 کښۍ د دره خيبر د غيرتۍ سيمۍ په مشهور ځائ لواړګۍ (لنډۍکوتل) کښۍ د شنوارو په پتۍ کښۍ د عمرا خان کره پيدا شوۍ دۍ. د پښتو د بابائ غزل ښاغلۍ حمزه شنوارۍ د شاګرد اکبر په حيثيت پيژندۍ شۍ. اګرچه په لواړګۍ کښۍ مدرسه قائمه وه خو د بد قسمتۍ له کبله د مروجه تعليم نه محروم پاتۍ شو. د پخوا راسۍ په پښتو کښۍ دا بۍ مقصده متل مشهور رازدان دۍ چۍ:

سبق د مدرسۍ وائۍ د پاره د پيسۍ وائۍ
په جنت کښۍ به ئۍ ځائ نه وۍ په دوزخ کښۍ به غوپۍ وئ

ښاغلۍ ناظر چه لږ لوئ شو د چا ناپوهه نه ئ دا متل تر غوږ شو، نو د مکتب پله تلل ورته سور کفر ښکاره شو. اګرچه هيڅ څه قسم تورۍ ئۍ د چا استاز نه لوستۍ نه دۍ، خو بيا هم په خپل همت ئ وروستو ځان د دۍ جوګه کړو چه په اردو او پښتو کښۍ ليک لوست په اعلۍ پيمانه سره کولۍ شۍ. د شاعرۍ اغاز ئ د کال 1945 نه ښکارۍ. د دره خيبر د ځلمۍ نوۍ کول استاز ګنړلۍ شۍ. څه مبالغه نه ده. بلکه رښتيا دۍ. چه د دغۍ سيمۍ ګنړ شاعران د دوئ ادبۍ احسان منۍ. وخت په وخت تر د خپلو شعرونو اصلاح اخلۍ. او په ښاغلۍ ناظر ډير فخر کړۍ. دوئ هم لکه د بعضو پښتنو شاعرانو په اردو او پښتو دواړو ژبو کښۍ شاعرۍ کوۍ. دا ښکاره ثبوت دۍ چه د ښاغلۍ خيبر افريدۍ په کتاب د خيبر انګازۍ کښۍ د دوئ د اردو او پښتو ژبو غزلونه چهاپ دۍ. د نظم، غزل او طنز و مزاح په ميدان کښۍ له هر چا نه وړاندۍ دۍ. د کال 1926 راسۍ د خيبر قامۍ ادبۍ جرګه صدر مقرر دۍ. په ډيرو ګنړو ادبۍ مشاعرو کښۍ ئۍ اول انعامونه تر لاسه کړۍ دۍ. د غزل نه ئۍ د تغزل هسک معيار څرګنديږۍ. او هم له دۍ کبله په ادبۍ دنيا کښۍ يو منفرد حيثيت لرۍ. کلام ئۍ د زړه راکښونګۍ دۍ. دا وخت څه مطبوعۍ کتاب نه لرۍ. البته د شعرۍ او نثرۍ ادب کافۍ زخيره ورسره موجوديت لرۍ. نن صبا خيبر کښۍ په خاصه دا روکښۍ د محرر په حيثيت ملازم دۍ. د ريډو پاکستان پيښور نه ئې مشهورۍ ډرامه مزدور چاچا، قربانۍ، او سپين ګيرۍ بابا نشر شوۍ دۍ. په ګنړو مقامۍ اخبارونو رسالو کښۍ ئۍ د قلم زور ښکاره کړۍ دۍ. ښاغلۍ شفيق الله او ښاغلۍ کليم الله د دغۍ سيمۍ دوه ځلمۍ شاعران د ناظر صيب ځامن دۍ.

ښه ده نورا ځئ چه اوګورو چه ښاغلۍ ناظر په خپل کلام کښۍ څه وائ:

نه هيڅ وئيلۍ شو او نه په هيڅ پوهيږو سره
خو مخامخ چه شو تر ډيره حيره نيږو سره
هغه خبرۍ په الفاظو ادا کيږۍ کله
هغه چه زه او ته په زړونو کښۍ پوهيږو سره
اورم چه نن صبا خو کانړۍ هم خبرۍ کړۍ
څه هسۍ خوب په وليښه وينم چه ياديږو سره
هغه د ياد شۍ چه خواږه وو او تراخه شو سره
نور به خوږيږو سره ګنۍ تر خيږو سره
څو به دا حسن و عشق شرميږۍ يو تر بله سره
ته خکته ګورۍ زه په خکته چه اورريسږو سره
دا له څه ور در په يو بل چه سره بلوسه کوؤ
اوس فاصله له مينځه اوځۍ اوس رسيږو سره
راځه چه اوکړو د خپل زړه له درزيدونه تپوس
دا په خبرو کښۍ اوس څنګه خطا کيږو سره
ناظره څنګه به مړيږو د ديدن په مينه
چه سره او دريږو په سترګو کښۍ ورکيږو سره

Comments

Comments powered by Disqus

ښاغلۍ لعل زاده ناظر شنوارۍ,
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)