Laiqzada Laiq Adabi Ziaar

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

دښاغلی لایق زاده لایق ادبې زیار, نصیر ستوری
د خېبر وېب پاڼې باندې په17 جنوري 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



دښاغلی لایق زاده لایق ادبې زیار

نصیر ستوری

خپرؤنو نېټه: 17 جنوري 2012

ستا د خایست ګلونه ډیر دی

ځولئ مې تنګه زه به کوم یو ټولومه

پښتني کولتور او ادب د هر اړخه موړ او بډایه دی، په ټولیزه او فطري توګه پښتانه امن خوښی قام دی. شعر، شاعرئ او موسیقی سره مینه لری. هر هغه لوستي او نا لوستي پښتانه چې د خپل کولتور نه پردی شوی نه وی نولږی او یا ډیري پښتو لنډئ او ټپې به ئې خامخا زده وی.

د پښتو د ادب په اسمان ډیر ځلانده ستوري ځلېدلی دی او پښتون ملت چې زرګونه کاله روڼ پیښلیک (تاریخ) لری په خپله خاوره ډیر ویاړلی نومیالي،منلي پوهان ، ادیبان، شاعران او لیکوالان زیږولی دی چې د پښتنی کولتور د سمسورتیا او بډاینی لپاره ئی نه ستړی کېدونکې هلې ځلې کړی او لا کوی ئی ،پدی ډله کې ښاغلی لائق زاده لائق ځلانده او وتلی نوم او شهرت لری.

ښاغلی لائق زاده لائق پیدایشی شاعر دی، د پښتو ژبی منلی او وتلی ادیب ،ژورنالست او څیړونکې دی یو ډیر اړخیز سړیتوب (شخصیت) دی د ادب په ډګر کې په ټولو لارو ګرځیدلی دی ،دخپل لوړ تفکر، پوهی، هنر ، مهارت او پوره تجربی له امله د ادب په ټولو برخو برلاسی دی اوپه ادبی بهیر کی یو ځانګړی مقام لری. د خپل ژوند ډیره برخه ئی د خپلی مورنئ ژبی (پښتو) او پښتنی کولتور د چوپړ لپاره وقف کړی ده . د پښتون قام او پښتنو د ابادئ ،سوکالئ،امن،پوهی او بیدارئ لپاره ئی قلم پورته کړی دی ،د پښتنی کولتور لمن ئی په ارزښتناکو لیکنو،شعرونو، نظمومونو، نثرونو، افسانو،لنډوکېسو، کالمونو،مقالو، ډرامو او په څیړنو ښکلی او غنی کړی ده، د ګڼو لیکوالانو او شاعرانو په کتابونو ئی سریزي لیکلی دی. دلیک ژبه ئې روانه،ساده او اسانه ده. ټول خلک پرې پوهیږی .

ښاغلی لایق صیب د ۲۰۱۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کې د اروپائی سفر په لړ کی جرمنی ته راغلی ؤ، نوموړی دلته هم خپلی ادبی هلې ځلې جاری وساتلی د ګڼ شمېر ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو، سیاستوالواو ژورنالستانو سره ئی لیدني کتني وکړی،په بون ښار کی ئی د المان غږ راډیو او په پراګ کی ئی دازادئ او مشال راډیو له کارکوونکواو ملګروسره دنظریو بدلون وکړ او په هغه ادبی بنډار کی ئی هم ګډون وکړ چی دده په ویاړ دکولن په ښار کی جوړ شوی ؤ،دخوبونو تعبیرونو په نامه سفرنامه ئی ولیکله چی د ماته ائینه د افسانو په بڼه به په سفر نامه کې یو ځانګړی نوښت وی.

دغه راز د نوموړی د ډیرو نوروګټورو لیکنواوکتابونو ترڅنګ فنکار نه مری هغه څیړنیز کتاب دی چی تازه چاپ شوی دی. فنکار نه مری د پښتنی کولتور او ادب په برخه کی یوه ډیره ګټوره پلټنیزه څیړنه ده چې ډیرو کلونو په ترڅ کی تر سره شوی ده او دپښتو ژبی د پنځوسو هغه هنرمندانو ژوند لیکونه او حال احوال ئی پکې خوندی کړی چې اوس زمونږ سره جسمانی موجود نه دی. دا څیړنه ئی بی ساری او ډیره ارزښتناکه ده.

د فن او هنر په برخه کې هم د ښاغلی لائق صیب هلې ځلې پوره د ستاینی او قدردانئ وړدی، د ګڼ شمېر نامتو پښتنو سندرغاړو لارښونه ئی کړی ، روزلي او پاللی ئی دی ،له دوئ سره ئی دفن او هنر په برخه کې پوره پوره مرسته کړی ده چې له دغه ډلی څخه د بیلګی په توکه د مېرمن نازیه اقبال، د پښتو موسیقئ د بابا استاد خیال محمد کشر ځوی ښاغلی وصال خیال، ښاغلی خالد ملک،ښاغلی ماسټر رحیم ګل،مېرمن غزاله جاوید او داسی نورو هنرمندانو نومونه د یادونی وړ دی.

د پښتو موسیقئ د نامتوکمپوزرانو او موسیقی جوړونکو استاذانوهر یو ښاغلی ماسټر علی حیدر، استاد نظیر ګل،ښاغلی شاکر زیب نوشیروی، ښاغلی نظر محمد زرو،ښاغلی فرخ زیب نوشیروی اوداسی نورو سره ئی دموسیقئ په ډګر ،ددوئ په پیژندګلوئ کې پوره ونډه لرلی ده.

له ۸۰۰ نه زیات شعرونه ئی د پښتونخوا د بیلابیلو پیژندل شویو او نامتوسندرغاړواو هنرمندانوله خوا په راډیو، تلویزیون،فلمونو،حجرو،دیرو او نورو محفلونو کې ویل شوی دی چی پدی سره ئی د نالوستو پښتنو غوږونو ته هم خپل پیغام رسولی دی.

د ښاغلی لایق صیب په اثارو او ادبی هلو ځلو لیکنی به خپلو درنو پوهانو ته پریږدواو دده ادبی ژوند ته به یو ځغلند نظر واچوو:

ښاغلی لایق زاده لایق د ۱۹۵۹ ع کال د جنور ئ د مېاشتي په پنځلسمه نیټه د پښتونخوا دسوات په ښکلی سیلانی سیمه کې دمدین په کلې کې دونیا ته سترګي غړولی دی. لومړنئ زدکړه ئی د خپل کلي د هائی سکول (لیسی) او لوړی زده کړی ئی،په سیاست، پښتو ادب او اردو ادب کې سر ته رسولی دی ، د وکالت ډګرئ او په پښتو ادب کې د انرز خصوصی سندونه هم لاس ته راوړی دی.د ورکوټی والی راهیسی ئی د پښتو ادب لمن ټینګه نیولي ده، د شعر لیکل ئی د ۱۹۷۱ ع کال راهیسی شروع کړی دی د شاعرئ سربیره ئی د نثر او څیړني په برخه کې پوره زیار ګاللی دی.

د نورو ګڼو ادبی هلوځلو تر څنګ ئی په ۱۹۷۸ کې په جهانزیب کالج سوات کې د سرحد سټوډنټس فیدریشن بنسټ هم کېښوده چې د مترقې ذهن پوهیدونکي (سټوډنټان) پکې راټول شول.

ښاغلی لایق زاده لایق په ۱۹۸۳ ع کال کې دژورنالیزم په ډګر کې دپیښور راډیو د پروډیو سر په توګه د خپل عملی ژوند پیل وکړ ،د ګڼو ورځپاڼو او مجلو سرسره د وحدت ورځپاڼی همیشنی قلمې همکار پاتي شوی دی. دښونځی (سکول) او کالج په دوران کې ئی ګڼ شمېر افساني او شعرونه په ایلم مجله کې خپاره شوی دی. له ۳۷۰ زیاتې ريډیائی ډرامي ئی لیکلی او نشر شوی دی.

ښاغلی لایق زاده لایق د پیښوراود کوهاټ راډیود ډایرکټر د دندی سربیره په ګڼو بیلابیلو سرکاري لوړو کرسیوهم کار کړی دی،چې دپښتون قامي وحدت ستر لاښود ښاغلی محمد افضل خان لالا (د پاکستان په مرکزې کابینه کې وزیر ؤ) پرایویټ سکرټری هم پاتی شو دی.

د ادبي او کلتوري خدمتونو په دی لړ کې چې کله په کال ۱۹۹۸ کې په پیښور کې د پښتونخوا د پوهني دیره جوړه شوه نو ښاغلی لایق زاده لایق ئی د مشر او ښاغلی عبدالبصیر بیدار ئی دمرستیال په توګه وټاکل شول چې دپوهني دیرې په چوکاټ کې ئی تر اوسه له سلو زیات کتابونه چاپ کړی اوګڼ شمېر د موسیقئ ماښامي ئی جوړ کړی دی ، د ګڼو پښتنو پوهانو،شاعرانو او ادیبانو د کتابونو سریزی ئی لیکلی د کتابونو په چاپ او پروف کې ئی ورسره هر اړخیزه مرسته کړی او ددوئ لیکنو ته کتابی شکل ورکړی دی.

دغه راز نوموړی ته دده د ادبی خدمتونو له امله د پاکستان سره سره په بهرنیو هیوادونو کې له ۲۲ څخه زیات ایوارډونه اوستاینلکونه ورکړی شوی دی.

زه چې كتاب پسې كتاب ليكم
حال د زړګى خانه خراب ليكم
د لېونتوب د هرې ساه په نامه
يو بې عنوانه اضطراب ليكم

په ادبی تاریخ کې دښاغلی لایق زاده لایق ادبی زیاراو لیکنی ځانګړی ځای لری، د ادب په بیلابیلو برخو کې ئی ۲۴ پنډپنډ ارزښتناک او ګټورکتابونه لیکلی ،او خپلی ټولني ته وړاندی کړی دی ،چی په لاندی ډول دی:

د محنت مېوه (د ماشومانو لپاره)، ګیلې (شعري ټولګه)، ویښ خوبونه (شعري ټولګه)،ستاپه نوم (شعري ټولګه)،راځئ چې بیا وخاندو (دمنتخبو ټوکو ټکالو ټولګه)،ګلبانو او ظفر خان (ولسي قیصه)،اوښکې او لمبې (د کشمېر په هکله)، د احمددین طالب دیوان (د خصوصي مقدمي او اضافو سره)، ډالئ (د علی خان بابا او عبدالحمېد بابا د شاعري موازنه)،مشکڼي

(شعري ټولګه)، لیونتوب (شعري ټولګه)،صل علیه واعلیه (نعتیه ټولګه)چې دی نعتیه ټولګی ته د پاکستان جمهور ریس له خوا په ۱۹۹۱ ع کال کې ایوارډ ورکړل شو، جلوي (نعتیه ټولګه)چې ورته په کال ۲۰۰۷ کې وزیر اعظم له خوا ایوارډ ورکړل شوی دی.، ما هیرولي نه شی (شعري ټولکه)،ډاکتر کبیر ستوری ژوند او مبارزه (د ارواښاد کبیر ستوری د لیک او شخصیت په حواله د بیلابیلو لیکوالو د تاثراتو ټولګه)، ای ګمبد خضرا (نعتیه ټولکه)چې ورته د پاکستان وزیر اعظم له خواپه کال ۲۰۱۰ کې ایوارډ ورکړل شو، ماته آئینه ( د افسانو ټولګه)چې نن سبا د خیبر تلویزیون په پرده د لنډو ډرامو په بڼه خپریږی ،فنکار نه مری (څیړنه) پدی څیړنه کې د تیرو هیرو اوازونو په نوم د پنځوسوسندرغاړو او فنکارانو ژوند لیکونه او حال احوال راټول شوی دی، ځلنده ستوری چې دسوات د ماما خیلو منظوم تاریخ دی، راز و نیاز (نعتیه ټولګه)، ته به ما یادوی (شعری ټولګه)، وراني کرښي (شعري ټولګه)، خوبونه تعبیرونه (دیورپ سفرنامه) د لیک لاندی.

د تکړه قلم لیکنه نه ورانیږی
که ئی ووینځی هرڅوئی ښه صفا کې
دتکړه قلم رنګ پوخ وی نه څریږی
ستوری ویل پوخ وی دژوندپه پرمختیاکې

ښاغلی لایق صیب په تکړه قلم لیکني کوی او داسی یوه ورځ به ئی تیره کړی نه وی چې شعر، نظم او یا نثر به ئی لیکلی نه وی تر هغی نه ویده کېږی چې څه ئی لیکلی نه وی . په هره لیکنه او شعر کې ئی د امن ، دمینی ،ورورولئ، انسانیت او د قامي احساس د بیدارئ ارزښتناک او اغیزمن پیغام پروت دی ،فکر او ذهن ئی پښتون دی ، د پښتنو د امن اوسوکالئ ارمان په زړه کې لری . په قلم او لیکنو دی برکت وی

زما په اند د ښاغلی لایق صیب د ژوند او ادبی هلو ځلو په هر اړخ دکتابونو دلیکلو اړتیا ده. پښتانه پوهان،څیړونکي او د قلم خاوندان بایده دی چې دی برخی ته پام راوګرځوی د خپلی ژبی او ادب د ټولو چوپړیانو د ژوند او ادبی هلو ځلو بیلابیل اړخونه راوسپړی او پښتون قام ته ددوئ خدمتونه او کارنامې وخت په وخت وړاندی کړی .

په درناوی

داڅو شعرونه ئی د بیلګي په توګه درنو مینه والو ته ډالی کوم:

پردۍ ژبه زده کول څه ګناه نه ده
خپله ژبه هیرول لویه ګناه ده
پټې سترګې د اغیارو په یارۍ کې
ځان له قامه بیلول لویه ګناه ده

چی لوټلی زه د هر جبر قارون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم
بدنام کړی چې دهر دور قانون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم
بل خرڅ کړی یمه خپلو رهبرانو

د وختونو په بی رحمه دلالانو
په مخ مخ یمه وهلې غاصبانو
چې حالاتو په دار کړی نن پرون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

په خپل کورکې یم بی کوره پاتی شوی
زور لرم خو یم بی زوره پاتی شوی
په شته مور کې یم بی موره پاتی شوی
داچې هروخت کې دخپل ځان په لټون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

چې راټول شم د سلګو بدل په اخلم
ددی واړه محرومو بدل به اخلم
د هر ظلم او سختو بدل به اخلم
لا مړ نه یم زه په تمه د بدلون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

زه د عقل او شعور په درشل ناست یم
د اسمان په وسعتونو مې نظر دی
دا زما په دی وړه غوندی سینه کې
لیوني زړګی د ډیر څه نه خبر دی

شپه پخه شوه خوغریبه وده نه شوه
شوګیرو د ډیرو شپو نه زنګوله
د خوب حق د هغی نه ؤ خو بس داچی
دورکوټی خان ځانګو ئی ځنګوله

چی مې کړی ستا د حسن شاعری ده
ما بیللی د ژوند هره جواری ده
لیونتوب په محبت کې نور څه نه دی
د احساس او د جذبو نا قلاری ده

لمبه لمبه دی کړم ارمان دی کړمه
لیونئ مېنی څومره ګران دی کړمه
کږه وږه کرښه د شګو په سر
وخته لا جوړ نه وم چې وران دی کړمه

منم چې ښكلي په دنيا كښې ډېر دي
په ټول يورپ او ايشيا كښې ډېر دي
خو زما يار د ټولو ښكلو نه بدل دی
هم رباعي ده، هم غزل دی

زه د شعر په رموزنو نه پوهیږم
دا لیکل د لیونۍ مېنې اعجاز دی
محبت مې د ټول عمر اثانه ده
یو احساس دی چې هم ناز دی هم نیاز دی

Comments

Comments powered by Disqus

دښاغلی لایق زاده لایق ادبې زیار, نصیر ستوری
د خېبر وېب پاڼې باندې په 17 جنوري 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)