Haji Sahib Turangzai Mukhtasir Zikr

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

دحاجى صيب ترنګزو مختصرين ذکر, شيرشاه ترخوى
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



دحاجى صيب ترنګزو مختصرين ذکر

شيرشاه ترخوى

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

که ددنيا په ژوند نظر واچولے شى نو دروز ازل نه پکښې دوه طاقتونه په خپلو کښې د يو بل خلاف سره په جنګ کښې بوخت را روان دى. چې يو طاقت ته د حق او بل ته د باطل نسبت کيږى. باطل طاقت هميشه د خپلو باطلو رويو ترمخه په دنيا کښې د خپل تسلط قائمولو په غم او فکر کښې مبتلاوى. خو ددغې پر ضددحق طاقت ئې د مخ نيوى لپاره هم غافل نه وسيږى بلکې هر وخت مشت و ګريبان وى. تر څو چې دا دنيا اباده وى نو دا د حق او د باطل جنګ به هر وخت او په هره زمانه کښې جارى وى.

داسلام د راتګ نه اګاهو د پښتونخوا خاوره د بدهـ مذهب په ولقه کښې وه. دروايت ترمخه چې دې خاورې ته د حضرت عثمان رضى الله عنه په دور کښې د حضرت سنان ابن سلمه چې په اصحاب بابا مشهور دے او په چغرمټۍ کښې ئې مزار دےاسلام راوسيدو ، نو پښتانه من حيث القوم مسلمانان شول. دا يو جدا بحث دے چې دلته د بدهـ مذهب د منونکيو سره څومره معرکې شوى دى. او بدهـ مذهب شکست خوړلے دے . له هغه وخت نه ددې صوبې ( صوبه سرحد) په خاوره د پښتنو مسلمانانو تسلط قائم ؤ.

خو دبعضې نا مساعدو حالاتو په بنياد په خپلو کښې د جنګ جګړو نه پس په کال ١٨٣٤ کښې دلته سکهان په خپل سازش کښې کامياب شول اوددې خاورې اختيار د سکهانو په لاس ورغے چې رنجيت سنګهـ ئې لوئى حاکم ؤ. خو داختيار او واک با وجود ئې د پښتنو مسلمانانو نه پۀ ارام حکومت نه شو کولے د يوې تاريخى حوالې په بنياد د ١٨٣٤ء نه ١٨٤٩ء پورې دلته د سکهانو راج ؤ. او دنور ملک واګې د انګريزانو په لاس کښې وې. هغوئ په دې کوشش کښې وو چې د سکهانو حکومت دلته ختم کړى او دوئ د واک اختيارهم خاوندان شى . چنانچې هم دغسې وشوه اوپه کال ١٨٤٩ کښې د سکهانو نه دا خاوره هم ترلاسه کړه او خپل تسلط ئې پرې قائم کړو.

دا هغه زمانه وه چې د برطانيې په حکومت کښې نمر نه غروب کيدو . خو کله چې الله تعالى د يو قوم د زوال اراده وکړى نو څه بهانه ورته جوړه شى د انګريزانو د جرمنى سره په کال ١٩١٤ کښې چې ورته وړومبے جنګ عظيم وائى بوخت شو. دغه وخت کښې د ترکى سلطان چې د مسلمانانو نمائنده ؤ دانګريزانو خلاف د جنګ اعلان وکړو. او د بر صغير پاک و هند عالمانو او مسلمانانو ورسره کلکه مرسته وکړه او دلته په بر صغير کښې د دارالعلوم ديوبند صدر مدرس شيخ الهند مولانا محمود الحسن او د دارالعلوم فتح پور صدر مدرس مولانا سيف الرحمان چې د علاقه دواوې( دوابه) د متهرې دنوى کلى اوسيدونکے ؤ او په دغه وخت کښې په هندوستان کښې د فتح پور د دارالعلوم صدر مدرس ؤ،د انګريزانوخلاف د جهاد اعلان وکړو. هسې خو د برصغير هندو پاک کښې د انګريزانو خلاف په ١٨٧٥ کښې د جنګ آزادى تحريک شروع شوے ؤ.

خو په منظمه طريقه بيا د دوئ نه دانګريز خلاف جنګ شروع شو. چې دهلى، بمبۍ ، بنګال ، پيښور قبائلى علاقو سره سره ئې کابل او عرب ملکونو سره هم رابطې قائمې کړې . چې د انګريزاو غاصب واکدار نه خپله خاوره ازاده کړى . د ازادۍ د مشن سرته رسولو دپاره الله تعالى په کال ١٨٥٦ کښې مجاهد حريت حاجى صيب د ترنګزو چې اسم ګرامى ئې سيد فضل واحد دوالد محترم نوم ئې فضل احد ؤ د ضلع چارسدې په نوى کلى ترنګزو کښې پيدا کړے ؤ. دې لوئى هستۍ ابتدائى تعليم د حضرت مولنا ابوبکر اخونزاده نه وکړو کله چې فارغ شو نو خپل کلى ترنګزو ته راغے او زميندارى ئې شروع کړه. دا ډير با همت انسان ؤ. دا هغه ورځې وې چې د ازادۍ جنګ دانګريز غاصب سره روان ؤ کله چې په دويم ځل په کال ١٨٩٧ کښې انګريز فوج په ملاکنډ يلغار وکړو نو په دغه زمانه کښې چې د انګريز خلاف به چا قوم او مجاهدين را جمع کول نو هغه دواړه هستۍ وفات شوې وې يعنې دسوات صيب محترم اخوند عبدالغفور په کال ١٨٧٧کښې رحلت کړے ؤ او لوئى مجاهد عمراخان په کال ٩٦ -١٨٩٥کښې وفات شوے ؤ نو په دغه وجه دمسلمانانو د قيادت مسئله کمزورې شوې وه خو بيا هم ځنګل د زمرو نه نۀ خالى کيږى.

په دغه حالت کښې د اخوند صيب دوه مريدان وو چې يو په سر تورفقير صيب چې نوم ئې سعدالله خان او دويم د هډې ملا صيب چې نوم ئې حضرت نجم الدين اخونزاده ؤ د انګريز خلاف د غازيانو قيادت ته ملا وتړله اؤ خلق ئې منظم کړل چې د نورو علاقو نه علاوه پکښې د کونړ، مومندو او باجوړ غازيان شامل وو . چې حاجى صيب دترنګزو هم په دغه موقعه په وړومبى ځل دانګريز خلاف په جهاد کښې برخه واخسته او په غازيانو کښې شامل شو دوئ سره د اشنغر ، ټوپۍ، مامونزو او اتمان خيلو غازيان هم شامل وو چې حاجى صيب دترنګزو ته په دغه موقع د غازيانو د قيادت شرف هم حاصل شو. چې ددغه مرد مجاهد په قيادت کښې د ملاکنډ ، مير کنډ، مير کلى ، بټ خيلې او چکدرې په محاذونو غازيانو دانګريز غاصب خلاف مجاهده وکړه دا د ١٨٩٧ خبره ده. په وړومبى ځل د حاجى صيب دترنګزو په دغه وخت کښې د هډې د ملا صيب سره ملاقات شوے دے چې بيا وروستو حاجى صيب مومندو ته ولاړو نو هلته دهډې ملا صيب د فيض نه فيضياب شو او لاس نيوه ئې ترې وکړه. کله چې حاجى صيب د ترنګزو په دويم ځل د حج د سعادت حاصولو لپاره په کال ١٩٠٨کښې لاړو او بيا واپس راغلو نو په خپله علاقه پيښور ، مردان کښې ئې په باقاعده ډول د امر بالمعروف سلسله او تحريک شروع کړو چې دعوامو او خواصو زړونه ئې خپل کړل او ډير په کاميابۍ سره دا تحريک ورځ په ترقۍ روان ؤ ځکه چې دې کښې اخلاص او دينى جذبه شامله وه کله چې حاجى صيب دعوامو دحالاتو تجزيه وکړه نو ورته معلومه شوه چې د قوم نه تر څود جهالت خاتمه نه وى شوې نو دوئ په هيڅ ډګر هم د نجات خاوندان کيدے نه شى ، چنانچې دوئ دا فيصله وکړه چې دينى مدرسې جوړول غواړى او دغې ته ئې عملى شکل ورکړو او دمدرسو جوړولو اغاز ئې وکړو.

چې په دغه مدرسو کښې د ګدر حمزه خان او د اتمان زو مدرسې مشهورې او داهميت وړ دى. څنګه چې مخکښې ذکر شوې ده چې د جنګ عظيم په ورځو کښې په کال ١٩١٤ کښې د انګريز خلاف اعلان جنګ وشو او په دغه سلسله کښې مختلفو علاقو سره رابطې قايمې شوې نو په دې صوبه کښې هم انګريزانو ته فکر پيدا شوکه دلته حاجى صيب دترنګزو په تحريک کښې شامل شى نو مونږ ته به ډير نقصان راو ورسيږى. دلته په دې صوبه کښې انګريز سر کار فيصله وکړه چې په حاجى صيب ترنګزو باندې پابندى لګول يا ګرفتارول ئې پکار دى نو د دوئ دګرفتارۍ وارنټ ئې جارى کړو خو حاجى صيب د ترنګزو ته د عظيم خان مومند په ذريعه دغه پته ولګيده او د ګرفتارۍ نه دځان بچ کولو لپاره ئې د خپل کلى ترنګزو نه شپه په شپه د اهل و عيال سره د لوند خوړ په لاره د بونير علاقې طوطالۍته لاړو. د روژې مياشت نزدې وه نو په روژه کښې ئې ارام وکړو کله چې روژه تيره شوه نو په دغه موده کښې ئې دډيرو مريدانو او ملګرو سره مشورې او ليدل کتل شوى وو اووۀ ورځې ئې مسلسل جنګ وکړو. کله چې جنګ سوړ شو نو انګريزانو يو وفد راوليږلو چې حاجى صيب دې مونږ سره جوړه وکړى.

خو هغوى ته چې کوم جواب ورکړے شو نو دغه هم يوه لويه قصه ده چې ددې مضمون د طوالت باعث جوړيږى . له دغې نه پس حاجى صيب سوات ته لاړو او ددغې ځائې نه باجوړ، بيادمومندو قبائلو علاقې نه ئې سور کمر ته تشريف يوړو چې د قندهار او صافو قبائلو استوګن ځائى دےاو دلته مستقل استوګن شول. په اول اول کښې دغه ځائې ته کند غار وئيلے شو کله چې حاجى صيب دغلته ابادشواو دغازيانو يو مرکز جوړ شو نو دغه ځائې په غازى اباد شهرت او موندلو چې نن هم په غازى اباد ياديږى حاجى صيب دې ځاى ته په ١٩١٥ کښې تشريف راوړے ؤ. غازى اباد د انګريزانو په دور کښې دانګريز سرکار خلاف د مجاهدينو او غازيانو ستر مرکز ؤ او دغه مرکز نه به د انګريز سرکار خلاف د جنګ ازادۍ په نيت مجاهد اعظم حاجى صيب دترنګزو خپلې هلې ځلې جارى ساتلې. ددغه ځائى نه دټولې صوبې حريت پسندو او د نور ملک مجاهدينو او خصوصاً د مومندو د علاقې هرې قبيلې قوم چې په کومې ځوان مردۍ سره د حاجى صيب ترنګزو په مشر‌ۍ کښې جدو جهد کړے دے نو داد تاريخ يو لوئى باب دے چې انګريزان نن هم خپل زخمونه څټى.

دحاجى صيب ترنګزو په مشرۍ کښې دغازى اباد نه په کال ١٩١٩ کښې پۀ وړومبى ځل د انګريزانو خلاف غازيانو د شبقدر په مقام مبارزه کړې ده او بيا ئې په ډکه کښې مقابله کړې ده چې د انګريز فوځ نه ئې وار پار خطا کړے ؤ له دې نه پس په ١٩٣٠ کښې د ميچنۍ او غلنۍ مقامات د جهاد ميدان جوړ شو چې په دغه موقعه دانګريز فوځ له هر قسمه اسلحې نه ډک ؤ. په مجاهدينو ئې بمبارۍ وکړې چې ډير مجاهدين په کښې شهيدان شول خو مورچې ئې پرې نه ښودلې دا جنګ د ٢٣ اپريل ١٩٣٠ نه شروع شوے ؤ او په ٧نومبر ١٩٣٠ کښې سوړ شوے ؤ. دغسې دانګريزانو خلاف معرکې روانې وې کله چې په ١٩٣٣ کښې حاجى صيب د ترنګزو دانګريزانو خلاف کوم جنګ وکړو نو هغه ډير شديد ؤ چې د انګريزانو فوځ ته پکښې ډير نقصان ورسيدو، ماتې ئې وخوړه او په فيصله کولو مجبور شو. خو انګريز فوځ په ١٩٣٥ کښې بياد غازيانو په کيمپ بمبارى وکړه خو کاميابى ورته حاصله نۀ شوه.

دغسې په ١٩٣٦کښې انګريز مسلسل شکستونه اوخوړل او حاجى صيب د ترنګزو ته الله تعالى نصرت او کاميابى ورکړه. دا مجاهد عظيم حريت پسند په ١٩٣٦ کښې بيمار شو او دهغې بيمارۍ له امله په ١٤ دسمبر ١٩٣٧ کښې ئې له دې دنيا نه رحلت وکړو چې هم په غازى اباد کښې د جماعت په احاطه کښې ښخ کړے شو چې اوس ئې هم مزار د زائرينو د تسکين ځائى دے. دا ددې مجاهد عظيم د جدو جهد برکت دے چې نن مونږ د غلامۍ نه ازاديو او دخپل اسلامى ملک خاوندان يو چې پالنه ئې په مونږه فرض ده چې د حاجى صيب ترنګزو روح ته پرې سکون ورسيږى.

Comments

Comments powered by Disqus

دحاجى صيب ترنګزو مختصرين ذکر, شيرشاه ترخوى
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)