Feroze Khan Afridi

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

فيروز خان افريدي,
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



فيروز خان افريدي

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

فيروز خان اپريدے چې په كال 1984 كښې دباړې خيبر ايجنسۍ دسپين قبر كلى نه قطر ته تللے دے دا وخت په قطر کښې اوسيږى او په اكتوبر كال 2002 کښې دنړيوال پښتون فاونډيشن صدر ټاكلے شويدے فيروز خان اپريدے د الرياض ټريډنګ كنټريكټنګ كمپنۍ جنرل منيجر هم دے په كال 1993 کښې د پاك پښتو ادبى ټولنې صدر ټاكل شوے و د پاكستان ايجوكيشن سنټر دوحه قطر دګورنرانو دبورډ ممبر هم پاتې شويدے يوه مركه کښې ده وئيلى دى چې زه به دتعليم عام كولو دپاره خپلې ټولې وسيلې پكار راولم ده وويل چې پاك پښتو ادبى ټولنه په قطر کښې په كال 1984 کښې جوړه شوې ده او زما په نګرانۍ کښې ئې لس كتابونه چاپ كړيدى. ده وويل چې دپښتو ژبې او ادب دترقۍ دپاره ګڼې ټولنې كار كوى چې پکښې دوه په سعودى دى درې په بحرين او يوه په قطر کښې ده خو دقطر په دوحه کښې دټولو نه چمتو ټولنه پاك پښتو ادبى ټولنه ده ده وويل چې دلته صرف الجزيره ټيلى ويژن يو داسې چينل دے چې دخلقو سترګې ئې غړولى دى. او دا شان بل ټيلى ويژن چينل نيشته صرف يو د اردو ورځپاڼه اوس اوس ديو اے اى نه چاپ كيږى.خو بنديدونكى ده ځكه چې ددې ورځپاڼې سرپرستانو ته سختې مسئلې پيښې دى ده وويل چې ورځپاڼې او ټيلى ويژنونه زمونږ ادبى او ثقافتى پروګرامونه چاپ كوى او خپروى ئې دا شان پاكستان کښې فرنټير پوسټ ، سټيټسمين، خيبر ميل ، مشرق او وحدت هم زمونږ خپرونه وركوى. ده وويل چې خليج کښې ډير پښتانه او سيږى چې څوك هم دپښتو ټى وى چينل شروع كولو قدم نه شى پورته كولے او زه ويره كوم چې پښتانه خو وړاندې نه ځى خو كيدے شى چې دپښتنو نه علاوه نور څوك دې لړ کښې وړاندې راشى.

Comments

Comments powered by Disqus

فيروز خان افريدي,
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)