Dr Syed Nasir Ahmad

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

ډاکټر سيد نصير احمد ۞ د یوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت, سیدعبدالله ولي زي
د خېبر وېب پاڼې باندې په2 اکتوبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



ډاکټر سيد نصير احمد ۞ د یوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت

سیدعبدالله ولي زي

خپرؤنو نېټه: 2 اکتوبر 2011

د امريکا د بیوګرافیو څېړنيز انستيتوت (ABI - American Biographical Institute) چې د امريکا په (North Caroline) ايالت کې موقعيت لري، د څېړنو پر بنسټ یې يو افغان ډاکټر د يوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت ټاکلی دی او د نړيوال سفير لقب يې ور کړی. دغه افغان ډاکټر چې سيدنصيراحمد نومېږي؛ پروسږ کال یې د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافيو د څېړنيز مرکز لخوا د نړۍ د غوره څانګپوه ډاکټر لقب ترلاسه کړی ؤ، چې يو د سپينو زرو مېډال يې هم ورته ورکړی دی. دا دی سږ کال د امريکا د بیوګرافیو د انستيتوت لخوا د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت په نامه ونومول شو. د یادولو ده چې د ګامبيا جمهور رئيس يحیی جامع، د پاکستان فقيدې صدراعظمې بې نظېر بوتو او ګڼشمېر نورو سياسي ليډرانو هم د امريکا د بیوګرافیو د څېړنيز انستيتوت (ABI American Biographical Institute) لخوا د (ABI awards) لقبونه تر لاسه کړي دي.

د دغه لقب تر څنګ به يو د سروزرو مېډال هم ورکول کېږي او سږ کال (۲۰۱۱) به د نړۍ د نورو غوره اشخاصو تر څنګ د دغه افغان نوم هم د نړيوالو پوهانو او غوره اشخاصو د بيوګرافيو په کتاب کې خپور شي. چې د نړۍ په غوره کتابتونونو کې به ځای پر ځای شي تر څو د دغه اشخاصو په اړه هر اړخيزې څېړنې تر سره شي. د بېلابېلو مملکتونو د کانګرس او يا پارلمان په کتابتونونو کې به هم دغه د بيوګرافي کتابونه د څېړنو لپاره وړاندې شي، چې د دغه غوره اشخاصو د ژوند او کړو وړو په اړه سياستوال او پوهان هم اړين مالومات تر لاسه کړي.

ما د دې لپاره، چې خپلو هېوادوالو ته د دغه افغاني کارپوه په اړه مالومات ورکړي وي، له ډاکټر سيدنصيراحمد سره مې يوه مرکه تر سره کړې، چې ستاسو پام هم ورته را اړوم.

پوښتنه: ښاغلی ډاکټر صيب!

تاسو پروسږ کال د انګلستان د کمبرېج د بیوګرافیو د نړيوال مرکز (IBC International Biographical Centre) لخوا د ۲۰۱۰ ميلادي کال غوره څانګپوه ډاکټر ونومول شوی؛ موږ ستاسو په دغه بري او په نړيواله کچه د افغانانو د نيکنامۍ په اړه ټول ډېر خوشاله شولو او د هر افغان لپاره د وياړ ځای دی چې تاسو غوندې يو ډاکټر لرو. دا چې تاسو يو ډاکټر ياست او د دغه نړيوال څېړنيز مرکز څخه د غوره ډاکټر يا څانګپوه په نامه ياد شوي ياست، موږ ته هم د منلو او وياړ وړ ده، مګر دا څه پېښه ده، چې د امريکا د بيوګرافيو څېړنيز انستيتوت تاسو ته د يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر او نړيوال سفير لقب درکړی؟ آیا تاسو په ټولنيزو هڅو او يا فلسفوي بحثونو کې هم فعال ياست، چې د يو غوره مفکر لقب مو تر لاسه کړی او يا سياسي هلې ځلې کوی، چې د نړيوال سفير نومونه مو تر لاسه کړي دي؟

ځواب: ګرانه! يو کس کولای شي په ډېرو برخو کې خپل شخصيت ته وده ورکړي. زه د افغاني کلتور او ادب په برخه کې فعاله ونډه لرم، خو بيا هم زه دقيق نه پوهېږم، مګر دومره ويل شم، چې زه په نړيواله کچه نه یوازې د افغانانو بلکې د پرديو په منځ کې هم په ټولنيزو هلوځلو بوخت يم او په ډېرو پوهنيزو، ادبي او ټولنيزو غونډو کې ګډون کوم. په ګڼشمېر غونډو کې د نړۍ د بېلابېلو سيمو سياستوال، ټولنپوهان، ژورناليستان او ګڼشمېر نور پوهان ګډون کوي، نو هرومرو له خلکو سره خبرې او یا هم خلکو ته څه ويل د انسان په ژوند کې يو اغېز درلودلی شي او د نورو څېړنيزو مرکزونو پام ورته اړول کېږي.

د افغانستان د وروستيو لسو کلونو په اړه ما د جګړې ضد دريځ خپل کړی او خپل نظريات مې په ليکلې بڼه د نړۍ تر واکمنو او ملګرو ملتونو رسولي دي. په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې مو له نورو سوله ملو ټولنيزو بهيرونو، خوځښتونو او ټولنو سره يو ځای د امريکايي تيري پر ضد په آمستردام او بيا د اروپا په بېلابېلو مملکتونو کې د جنګ ضد پلاتفورم جوړ کړ او د جنګ ضد پراخې مظاهرې وشوې، چې د نړۍ په کچه يې خپل اغېز پرېښود. پر عراق د امريکايي يرغل پر ضد هم دغه مظاهرې د نړۍ په کچه جوړې شوې وې، چې ما له خپلې وسې سره سم د جنګ ضد پلاتفورم جوړولو کې ونډه اخيستې ده.

بايد ياده کړم، چې د يو مفکر او ټولنپوه وسله قلم او د هغه مفکوره ده، چې نورو ته يې په ليکلې بڼه ور رسوي. ما هم په ټولنيز ژوند کې د قلم په مرسته خپل نظريات په بېلابېلو ژبو ليکلي دي، چې قضاوت به يې بيا لوستونکي کوي او په ضمن کې مې د اروپا د ختيځ پوهنې له انستيتوتونو، ژورناليستيکو مرجعو او ټولنيزو بهيرونوسره هم په ځينو پوهنيزو غونډو کې کار کړی. د کمبرېج د ټولنيزو څېړنو د مرکز لخوا راته د (د نړیوال هنر، ساينس او کلتور) د دېرشمې کليزې د نړيوال سيمينار؛ چې د امریکا د نيويورک په ښار کې د ۲۰۱۱ ميلادي کال په جولای کې داير شو، د سيمينار د مشر مسؤليت راکړلی ؤ، خو د بده مرغه د خپلې مسلکي بوختيا له کبله ما ونشوای کولای دغه غونډې ته ورشم.

پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو خو يو طبي ډاکټر ياست، نو له ټولنيزو ليکنو سره مو ولې مينه پيدا شوې او که د افغانستان د وروستيو څو لسيزو پېښو تاسو هم په سياسي بړبوکۍ کې لاهو کړي ياست؟

ځواب: دا سمه ده چې زه يو روغتيايي کارکونکی يم، مګر هر ډاکټر په ذات کې يو ټولنپوه، روانپوه او اروا پوه هم دی او د انسانانو د روحياتو پټ اړخونه هم ورته مالوم وي. له بل پلوه که يو ډاکټر يو ناروغ تداوي کوي، نو د سم ټولنيز فعاليت پر بنسټ کولای شي د ټولنې يوه لويه برخه درمل کړي، چې په ټولنيز ژوند کې به يې اغېز ليا هم پياوړی وي. تاسو ته څرګنده ده، چې لکه يو ډاکټر يو څانګپوه نه تنها د يو شخص په درملنه بوخت وي، د خپلې مسلکي پوهې پر بنسټ کولی شي ټولنيزې پېښې هم وسپړي، وڅېړي او يا يې هم د ليکنې په بڼه نورو هېوادوالو ته توضيح کړي. له بلې خوا يو انسان ټولنيز موجود دی او ټولنه هم د انسانانو مجموعه ده، نو د انسانانو تداوي د ډاکټر فرض دی. د افغانستان له وروستيو څو لسيزو څخه زه هم لکه نور افغانان اغیزمن شوی يم، نو زما په ليکنو کې هم د افغاني ټولنې د ناخوالو څرک په زغرده ليدل کېږي.

پوښتنه: ما ته په زړه پورې ده، چې پرته له دغو مېډالونو او نومونو مو کومه بله ډالۍ يا لقب هم تر لاسه کړی؟ که به دې اړه لږ مالومات راکړی، نو په زړه پورې به وي؟

ځواب: په ښوونځي کې شوخ وم، مګر سبق مې لوست، خو د ښوونځي په بهير کې نه پلار او نه هم کوم بل چاراته ډالۍ راکړې، پرته له يوې خټينې کوترې، چې پلار مې د قرآن اعظيم الشان د تلاوت په اړه راته ډالۍ کړې وه. تر ننه مې هغه پېښه په ياد ده. د ښوونځي په پای کې د حبيبيې په لېسه کې وم، هغه مهال يې ځوانان په وچ زور عسکري ته لېږل، چې زه هم له عسکري نه د خلاصيدو او پوهنتون ته د تلو له اندېښنو سره لاس او ګرېوان وم. د حبيبيې لېسې نه له فراغته وروسته مې د کانکور آزموينه تېره کړه، چې د کابل پوليتخنيک پوهنتون ته بريالی شوم او د لومړي درسي کال په بهير کې د بېلاروسيې هېواد ته د زده کړو لپاره واستول شوم. په ښوونځي کې مې هم کوم ځانګړی برياليتوب نه درلود، چې کومه جايزه يا ډالۍ مې تر لاسه کړې وای، خو د ښوونځي په لومړي او دويم ټولګي کې مې د روسانو په يو ښوونځي کې چې د جوزجان په ولايت د شبرغان په ښار کې ؤ، له روسي متعلمينو سره مې لېده کاته شوي، چې روسي ښوونکيو راته هغه مهال د قلمونو يوه ګېډۍ او کتابچې ډالۍ کړې وې.

په بېلاروسيه کې د طب پوهنځي د څلورم کال محصل وم، د روسيي او بېلاروسېې د محصلينو په يوه پوهنيزه سيالۍ کې مې ګډون وکړ، په هغه سيالۍ کې مې د يو څو نغدو روپيو جايزه تر لاسه کړه. ماته ډېره په زړه پورې سيالۍ وه او يو د وياړ ځانکړی احساس راته پېدا شوی ؤ. دکميسيون غړو چې وليدم، نو راته خندل يې او ويې ويل: نومرې دې لوړې وې، مګر په روسي ژبه کې دې تېروتنې کړې وې. موږ نه پوهېدو چې د افغانستان يې، موږ ګومان کاوه، چې د شوروي اتحاد له آسيايي جمهوريتونو څخه راغلی يې، ځکه مو د روسي ژبې په برخه کې ستا نه توقوع ډېره وه، خو اوس پوه شولو چې ته په دغه سيالۍ کې يوازينی بهرنی يې. مګر بيا يې هم ډېر وستايلم. بايد ياده کړم، چې د آزموينې په پاڼه مو د خپل نامه د ليکلو اجازه نه درلوده او یوه شمېره مو پر پاڼه ليکلې وه، چې دبل کميسيون لخوا راکړل شوې وه.

د نيدرلند د آمستردام د مرکزي اکادميک روغتون لخوا يوه ګړۍ او يوه کامره را ته ډالۍ شوي دي او د نيدرلند د دينهاګ په مرکزي روغتون کې مې دوه کاله کار وکړ، چې د دغه روغتون د جراحي سروېس لخوا راته د سروزرو د چاړې (DE GOUDEN BISTOURI) سېرتيفيکېټ راکړل شو. دغه ډول سېرتيفيکېټ ځانګړو جراحانو ته ورکول کېږي. د دينهاګ د ادارې لخوا ما ته هم دا ډول يوه چاړه له سيرتيفيکېټ سره راکړل شوې ده، چې ما ته لکه يو جراح تر ټولو ډاليو او نومونو غوره ډالۍ ده.

پوښتنه: ډاکټر صيب ما ستاسو ځينې ټولنيزې ليکنې لوستې دي، چې ستاسو په ليکنو کې يو ځانګړی سبک ليدل کېږي، نو را ته په زړه پورې ده، چې تاسو د چا له سبکه پيروي کوی او که ستاسو ليکنې خپل اړخ لري؟

ځواب: زه د کوم بل ليکوال پېښې نه کړم او په ليکنو کې هم له بل چا تقليد کول سم نه ګڼم. خو خپل ځانګړی سبک هم نه لرم، بيا هم زما ليکنې په يوه لنډه مقدمه پيلېږي، بيا موضوع سپړل کېږي او د ليکنې پايله پکې وي، نوکېدای شي په ټولنيزو ليکنو کې ډېر ټولنيز شيان او ټولنيزې پېښې بيان شي او په ليکنو کې د متلونو او د نامتو اشخاصو خبرې هم کاروم. په ساينسي يا روغتيايي ليکنو کې ليکنې د يوې منل شوې اډانې په بڼه ليکل کېږي، چې مقدمه، احصاييه، پرېکړه، لمنليک او اخستليک يې غوره برخې ګڼل کېږي، چې روغتيايي او ساينسي ليکنې بيا په بشپړه توګه خپرېږي.

پوښتنه: ډاکټر صيب تاسو د ټولنيزو علومو په برخه کې لوست کړی او يا مو پخپله په دې برخه کې هلې ځلې کړې دي، نو ستاسو د ټولنيزو ليکنو انګېزه څه ده؟

ځواب: ما د تحصيل په دوره کې له ټولنيزو علومو، په تېره بيا تيولوژي، ټولنيز دياليکتيک او تاريخي فلسفې سره ډېره مينه درلودله او په دې برخه کې مې ډېره مطالعه کوله. د (دوکتورا) د پروګرام د تر سره کولو لپاره مې د يو کال په بهير کې فلسفه هم لوستې، چې د انتيک فلسفه، ديني او مذهبي فلسفې شاليد او د رېنيسانس اغېز په منځنيو پېړيو کې او د اتلسمې پېړۍ نه وروسته د لوېديزې فلسفې ټولنيز، کلتوري او سياسي بهير يې غوره برخې وې. بايد ياده کړم چې د فلسفې دغو زده کړو زما د ټولنيزې پوهې او د ذهن په وده کې غوره رول لوبولی او د ټولنيز پوهاوي په برخه کې يې ډېره مرسته راسره کړې ده. زما د ټولنيزو او ادبي فعاليتونو انګېزه د افغانستان په ناخوالو کې نغښتې ده، چې زموږ د هېواد بدمرغيو هم زه دې ته هڅولی يم، چې ټولنيز فعاليت وکړم او ټولنيزې ليکنې د افغاني ناخوالو په اړه ولیکم.

ښاغلی ډاکټر صيب! دا د وياړ ځای دی، چې زموږ يو هېوادوال د نړۍ په کچه د امريکا د يو څېړنيز انستيتوت لخوا د (يوويشتمې پېړۍ د غوره مفکر شخصيت او د نړيوال سفير) په نامه نومول کېږي او موږ ټول ستاسو په نومونه او ستاسو په ټولنيزو هڅو فخر کوو. د دې تمه لرو چې نور افغانان هم په نړۍ کې بريالي شي او خپلو هېوادوالو ته وياړونه ورپه برخه کړي. په پای کې که خپلو هېوادوالو ته څه ويل غواړی، ډېر به خوشاله شم.

ګرانه وروره! زه خو ځان يو عادي افغان ګڼم، نو زه به څه ووايم، خو د افغانستان په اړه د ټولو زړونه خوړين دي. په دې اړه به درنو افغانانو ته يو سپارښت وکړم، چې درنو هېوادوالو! نن سبا افغانستان د يوې نوې تاريخي آزموينې په درشل کې دی، ځکه چې د وروستيو لسو کلونو په بهير کې لوېديزوالو ونشوای کولای، چې د افغانستان غيور خلک اېل کړي، خو د دې تر څنګ د دې ګواښ هم موجود دی، چې د لوېديزوالو له تېښتې وروسته بيا افغانستان په من و تو! و نه وېشل شي او خپلمنځي جګړې رامنځ ته نه شي. د دغه بدمرغي د مخنيوي لپاره بايد خلک يو موټی شي او د افغان تر نامه لاندې د افغانستان هويت وساتي او لکه وروڼه د دغه ځپل شوي او وېجاړ افغانستان په بيا رغاونه کې مټې راونغاړي او يو سمسور افغانستان جوړ کړي.

ښاغلی ډاکټر صيب ستاسو نه يوه نړۍ مننه چې زما سره مو دغه مالومات شريک کړ او په زړه پورې مالومات مو د خپلو ټولنيزو هڅو په اړه موږ ته څرګند کړل.

ستاسو نه هم مننه چې ما ته مو د دغو خبرو د توضيح کولو زمينه برابره کړه، کور مو ودان. د ټولو افغانانو د نېکمرغي او بري په هيله. وسلام.

یادونه: هغه رسنۍ (ټلویزیونونه، راډیوګانې، ورځپاڼې او ویبپاڼې) چې غواړي له ډاکټر صاحب سره خپله مرکې وکړي، هغه نن کابل ته تللی تر څو له خپلې کورنۍ سره د روژې مبارکه میاشت او اختر تېر کړي، دوی کولای شي د ۰۰۹۳۷۸۷۳۵۰۳۴۰ او ۰۰۹۳۷۸۷۸۶۰۰۶۱ ټیلیفونونو له لارې دهغې سره مرکې تنظیم کړي.

Comments

Comments powered by Disqus

ډاکټر سيد نصير احمد ۞ د یوويشتمې پېړۍ غوره مفکر شخصيت, سیدعبدالله ولي زي
د خېبر وېب پاڼې باندې په 2 اکتوبر 2011 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)