Abdul Malik Afridi - Mina

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د مالک آفريدي مينه, صابر شاه صابر
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



د مالک آفريدي مينه

صابر شاه صابر

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

استاد حبيب الله زړۀ سواند شينوارے دپښتو معروف شاعر او اديب دے او خپله توره ږيره ئې دپښتو په لوستلو ليکلو او وئيلو کښې سپينه کړه، زړۀ سواند صيب دبره خاورې دهغو يو څو شاعرانو په شمير کښې راځى څوک چې په شعر کښې دمقصديت او معنويت سره سره دشعريت يا دهنرى تومنې قائله دى او دهغه ځنې ځنې شعرونه بيخى ددې وخت دډيرو ښو غزلګو شاعرانو دمعيار هسې لوړ او ښائسته دى

((وينې په ګلاب وينې، تڼاکې،، او دسيند په غاړه)) دهغه دخوږو خوږو شعرونو هغه کتابونه دى کوم چې ما لوستى دى زړۀ سواند صيب افغانستان کښې يو شته من او مخور بارسوخه مشر دے په ما ډير مهربان دے او کله هم چې پيښور ته راغلے دے زما تپوس ئې کړيدے داځل ديوې مياشتې نه دلته ديره ؤ هغه چې په کومه ورځ پيښور ته راغے زۀ په هاغه ورځ دوحې (قطر) ته روان وم وې دومره صبر وکړه چې سره ليدل وشى ماوې نۀ شى ځکه چې دوه ګينټې پس زمونږ جهاز الوتونکے دے او ما دسفر بيګ هم غاړې ته اچولے دے چې قطر نه راغلم بيا ئې فون کړے ؤ زۀ لاهور ته دخپل کتاب ((لړې)) دچاپ په سلسله کښې تلے وم او ددې تير اتوار په ورځ زۀ نورنګ ته دخپل يو شاعر دوست خالد حميد وادۀ له دشهاب بنوڅى او مزمل ملنګ سره تلے وم دۀ فون وکړو وې شايد چې زۀ او صابر شاه بيا په ژوند ونۀ ونيو، هغه دزړۀ بيمار دے او ځکه دا دمايوسۍ خبرې کوى ګنې په صحت او رخسار په سر خو دډيرو ماغوندې شاعرانونه اوس هم مضبوط او ښائسته دے. او پرون چې هغه کابل ته روان ؤ نو فون ئې وکړو ښه وه چې زۀ وم: صابر شاه زړۀ مې درپسې وچاودو شابه على سيد پلازه ابدره چوک ته راشه تاسو ډير ښائسته شاعر سره ملاقى کووم زۀ هم په هغه دم ورغلم، استاد زړۀ سواند مې مودې مودې پس وليدو روح مې ښاد او سترګې مې خوږې شوې همغه ماته رامخ کړو(( صابر شاه داددې پلازې مالک ((مالک اپريدے)) دے ښکلے ښائسته لوړ دنګ خوش صورته نيک سيرته په عمر ډير په وجود بيخى ځوان زلمے عبدالماک اپريدے ماته راتر غاړه وتو زر زر ئې په خپل منشى چائى شربت راوړل بيا ئې راته خپل يو ښائسته کتاب ((مينه)) راکړو هن صابر شاه صيب دا واخله دا وګوره زۀ خو څه داسې خاص شاعر نۀ يم خو په خپله ژبه مړ ژوندے يم او دهم دغه مينې نه مجبور يم چې شعرونه پکښې ليکم ((مينه)) دپښتو ډير ښائـسته کتاب په اوچت غير ملکى کاغذ چاپ شوے دا کتاب دومره ښکلے دے چې داردو معيارى کتابونو سره سيالى کوى او زۀ هم په دې دخدائې شکر ګذار يم چې کۀ داسې شتۀ منو پښتنو پښتو له لاس ورکړو نو لرې نۀ ده چې دادغرونو غاړو ژبه هم دسيالۍ شى خو ښاغلے مالک اپريدے صرف يو شته من پښتون او دپښتو مئين نۀ دے هغه يو ښائسته روان او اسان شاعر هم دے دنورو ژبو او ادب مطالعه ئې شته او او هم دهغې په رڼا کښې دپښتو په کيارو کښې دګلابونو کر کوى.

زه چې دتورو سترګو تور نۀ لرم

ارمان مې دادے ارمان نور نۀ لرم

وګڼه ما اور اورکے د مينې

څوک چې پرې سوزى هغه اور نۀ لرم

يا:

ستا مغل بيلتون ئې ګلې توئيولے نورې نۀ شى

دمالک دسترګو اوښکې تيراوالې پښتنې دى

اويا:

دتيراه ساده پښتون يم زما مينه په تا راغله

داشډل شډل کاتۀ دې داسې ښکارى پښتنه ئې

نۀ منې دبيلتون کرښې دخيبر په لوړو غرونو

دزمرى غوندې خاته دې داسې ښکارى پښتنه ئې

وائى چې وړومبے اثر دروستى اثر رڼاوى که دښاغلى حاجى عبدالمالک اپريدى وړومبۍ شاعرى داسې خوږه او ښائسته ده نو چې هغه دپښتو په پولو هم داسې مزل کوى دهغې وروستے سيورے به لا څومره ګور وى خو زۀ چې دهغه مصروفيتونو ته ګورم نو ويريږم چې هسې نه ددنيا خواږه ترې دپښتو دڅڼې ګل پاتې نۀ کړى دانننے کالم صرف ما دهغه د((مينې)) د مبارکۍ لپاره وليکلو بيا کۀ وخت او ژوند ؤ نو دمالک صيب په فکر به يوه مضبوطه مقاله ليکم اوس نو دا لږ دې په ډير څه او ډيره مينه قبول کړى

لګى مالک له هرې خوا په کاڼو

افغانستان وکړى له چانه وخته چاته ګيلې

Comments

Comments powered by Disqus

د مالک آفريدي مينه, صابر شاه صابر
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)