Abdul Malik Afridi

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

عبدالمالک افريدي, سنګر مل زمان زئ
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



عبدالمالک افريدي

سنګر مل زمان زئ

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

اديبان، شاعران اوفرهنګيان ديوې ټولنې او معاشرې دکلتورى اوفرهنګى ارزښتونو يوه مجموعه ګڼل کيږى چې دهمدې په واسطه ټولنه نړى والو ته ورپيژندل کيږى دنړى وال کلتور اوثقافت دکاروان سره يوځائې کيږى او دترقۍ په لور حرکت کوى دهيڅ يوې ټولنې ثقافت اومعنوى ارزښتونه پخپله وده اوانکشاف کولے نه شى اونه دغوړيدنې اوپراختيا څخه برخوداره کيدے شى . څوچې اديبان اودپوهې او هنرخاوندان دقلم اوتفکر لرونکى کسان ورته کارونه کړى او دپرمختګونو اوفرهنګى پراختيا زمينه ورته برابره نه کړى .

پوهان وائى چې تمدن اوترقى د انسانانو دلوړو اوعالى استعدادونو نتيجه کښې مينځ ته راځى چې په دې جمله کښې اديبان اوشاعران دخپلو اولسونو دترجمانانو په توګه مثبت نقش لوبوى . همدافرهنګيان اواديبان دى چې دقوم د ترقۍ سبب ګرځى اوپه ادبى اوعلمى اثارو ئې دقام اواولس راتلونکى نسلونه وياړکوى اوفائده ورڅخه اخلى دشاعر په رابطه داخبره بې بنياده نۀ ده چې وائى شاعر دخپل ماحول څخه الهام اخلى او دخپلوخلقو دکلتور، عنعناتو، اولسى نرخونو او غوره شوو معيارونو په چوکاټ کښې ادبى فعاليت کوى او په فوق العباده ډول داسې کوم کارسر ته رسولے نۀ شى چې دټولنې دملى مقدساتو ،ملى ګټورو هيلو مخالف وى .

ځکه نو شاعران اواديبان مجبور دى چې خپلو اثارو کښې دغوارزښتونو اومنل شوو معيارونو ته خاصه پاملرنه وکړى . کوم شاعران چې دشعر سمبوليک ئې دوطن دترقۍ او هيوادوالو دذهنيتونو د روښانه کولو په خدمت کښې وى ضرور بريالى او دټولنې دټولو وګړو لخوا د درناوى وړ وى او کوم شاعران چې دخپلې ژبې اوفرهنګ دغوړيدنې اوترقۍ خيال نه ساتى او ياخپلو ليکنوکښې داولس هيلو ته په ښۀ توګه انعکاس نۀ شى ورکولے نودهغوى اثار بې اغيزې وى اوپه دې سلسله کښې حاجى عبدالمالک (مالک) اپريدے يو دهغو خوږ ژبوشاعرانو څخه دے چې شعرونه ئې دقام په ژبه اوپه ساده معيارى الفاظووئيلى دى چې خپلې هيلې او اولسى ارزوګانې پکښې پيلى اوټولنې ته ئې وړاندې کړيدى . کله مې چې دحاجى عبدالمالک مالک اپريدى دمينه په نامه چاپ شوے کتاب ولوسته ډير مې خوښ شو اودا احساس راسره پيدا شوچې يوڅه پرې وليکم خولومړے به دنوموړى دپيژندګلوى په رابطه ووايو چې حاجى عبدالمالک اپريدے دارواښاد سيدنظر زوى اوپه ١٩٦٤ع کال دتيراه ميدان سيمه کښې زيږيدلے دے متوسط تعليمات ئې سرته رسولى دعمر په لحاظ ځوان او دښه احساس خاوند دے چې هميش دخپل مشرانو درناوے کوى .

ددۀ دمينه په نامه چاپ شوے کتاب مې ځکه ډير خوښ شو چې اکثره شعرونه ئې په کلاسيکو اوسيمه ايزو الفاظو او ادبياتو ليکلى اوډير خوند ور او نازک خياله تشبيهات ئې استعمال کړيدى دبيلګې په توګه

دتيراه دڅيړيوسيورى مې راياد شى
چې مات شىستاپه مخ دزلفو سيورى

اوداسې نور ډير زيات مثالونه لرى دحاجى عبدالمالک اپريدى دمينه کتاب دمخ کتنې په دستوره کښې افغانى اوپاکستانى ګڼوشاعرانو اوليکوالانو اوپوهانو برخه اخستې وه او هرچابه چې ددۀ دمينه کتاب په رابطه خبرې کولې ماپه خپل سوچ کښې وئيل چې مبالغه کوى خودا وخت ماکتاب لوستے نۀ ؤ مګر کله چې مې ولوست پوهه شوم دوينا والو خبروکښې مبالغه نۀ وه اوحقيقت ئې بيانولو . اوس به دحاجى عبدالمالک مالک داشعارو دوه ټوټې شعرونه دنمونې په توګه ګرانو لوستونکوته وړاندې کړو هيله ده چې دلوستونکو خوښ شى

مئين چې شوم په مينه کښې غمونو سره مخ شوم
دعشق په کشتۍ سپور دطوفانونو سره مخ شوم
ماوې چې يوپياله به دخپل يارله غمه وڅښم
خبرنه وم ساقى چې دجامونو سره مخ شوم
تاوکړه پرمامينه ماخوداسې نه غوښتل
دانن چې سرولمبو اوسرو اورونو سره مخ شوم
اشناداپه جبين دې چې بې شماره دى وهلى
دى ستورى داسمان که دخالونو سره مخ شوم
ماويل چې به پرې وچوم دخپل زړګى ټناکې
تکل کښې داغزووم دګلونوسره مخ شوم
ليدلى ما مالک دى بيګا ستازلفې په خوب کښې
داځکه نن مزل کښې ماښامونو سره مخ شوم
چې ماښام راته جانان خواږه راګورى
شنه خالونه ئې ښکاريږى لکه ستورى
دتيراه دڅيړيو سيورى مې راياد شى
چې رامات شى ستاپه مخ دزلفو سيورى
پکښې نشته دے درانه درانه مشران اوس
دخيبر پښتانۀ ځکه شول کمزورى
زمازړۀ تاسره سم لاړوله مانه
ته چې لاړلې نازنينې په کوم لورى
دلالونو له دانو نه هم دى ښکلى
زۀ چې ګورم دحمزه دغزل تورى
شوګيرې ورباندې ويشى خوب ترې اخلى
ستايادونه دمالک په زړۀ رااورى

Comments

Comments powered by Disqus

عبدالمالک افريدي, سنګر مل زمان زئ
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)