Abdul Latif Minatbar

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

استاز عبدل لطيف منت بار, سنګر مل زمان زئ
د خېبر وېب پاڼې باندې په16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



استاز عبدل لطيف منت بار

سنګر مل زمان زئ

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

استاذ عبداللطيف منت بار په ١٣٣٥ کال کښې دهلمند ولايت دمارجى دښوونځيو امرؤ اوبيا په ننګرهار کښې پلټونکى په صفت مقرر شو چې دکار په څنګ کښې ئې سياسى غونډې او کانفرنسونه جوړکړى اودخلقو دويښولو لپاره ئې چغې وهلى دى ددۀ وړومبے شعر داؤ

ماوسنيه په خواکښې
بې وزلے اونا داريم
په دې ارته دنياکښې
بې وزلے او نادرريم
اے درمو خاونده
د دولتوخاوندهستا مسلمان رور يم خزانو خاونده

که موړ په ګيډه ماکښې
بې وزلے او نادار يم
له مانه څنګ مه کوه
راسره جنګ مه کوه
ماپيژندلے ئې ته چل اونيرنګ مه کوه

ولاړ ستا په درګاه کښې
بې وزلے او ناداريم
ژوند کښې رټلے يمه
ټولو ليدلے يمه
زۀ منت بار ملګرو غم خوړلے يمه
هيڅ بود نشته پما کښې بې وزلے او نادار يم

ورځنې کار په څنګ کښې ئې دهلمند دجريدې سره قلمى همکارى درلوده او له همدې ځائې نه ئې دقندهار دطلوع افغان د ورځپاڼې خپله قلمى رابطه ساتلې وه په ١٤٤٣ کال کښې ديو فيلو شيپ تر عنوان لاندې ((فلپين) مانيلا ته لاړو او بيا بيرته په هلمند کښې په خپلې وظيفې پابند شو

په ١٤٤٧ کال د ننګرهار دخوګياڼو دملکيار هوتک په ليسه کښې سر ښوونکے شو او په ١٤٤٩ کال ئې دمعارف سره خپله رابطه وشلوله او دفوايد عامې په وزارت کښې په راز راز دندو وګمارل شو اوپه دغه وزارت کښې يې اخرنى ماموريت د ((ودانى )) دمجلې مسئول ؤ . په کابل کښې به ئې دورځپاڼو او مجلوسره زياته همکارى کوله او په زياترو غونډو اوکانفرنسونو کښې به ئې برخه اخستله

دفوايد عامې دوزارت تبليغاتے جارى به ئې پرمخ بيولى ترڅو چې په افغانانو زمکه سره شوه او دهغوى سره دے هم پيښور ته کډوال شوه .

په پيښورکښې اول دجامى او زرغونې دليسې سر ښوونکے بيادشاه دوشمشيره دليسى ښوونکى بيا دصديق اکبر دليسې ښوونکے بي دامانى دليسى ښوونکى اوبيا په حيات اباد کښې داريانا دليسى ښوونکے او افغانستان دښځو دټولنې دفرهنګى چارو . دوه ټولګى شعرى مجموعې يوداور لمبې په نوم اوبل د بنډار په نوم چاپ شوې او درې ټولګې ئې چاپ ته لاره څارى په هيڅ ډلې ټپلې پورې تړلے نه دے يوازې اويوازې دوطن په خړو کاڼو اوسپيرو دښتو مئين دے چې تل ئې ورباندې اوښکې توئې کړى اودقلم له لارې ئې دغه بوج په غاړه اخستے دے .

داستاذ عبداللطيف منت بار دشعر يوه بله نمونه داده

خپلوکښې راځى، چې سره وروڼه شو
دې معيوب انسان ته پښى لاسونه شو
ځان که رسوو دژوندغوښتنوته
يوتربله مټې اندامونه شو
څو به دخيرات په څنګ کښې ډى کوو
ښه ده چې په خپله نوښتونه شو
کار باندې ورانى دژوندجوړې کړو
نوروته هم دې کښې پيغامونه شو

Comments

Comments powered by Disqus

استاز عبدل لطيف منت بار, سنګر مل زمان زئ
د خېبر وېب پاڼې باندې په 16 ستمبر 2005 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)