Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

عبدل حميد غزل

عبدل حميد

خپرؤنو نېټه: 19 مئي 2011

که مې اولې په سر کانړي سل منې
زما خوښ دې د آشنا کبر ومنې

که خوبان د له خوبئ نه ليونې شوه
سر و مال درنه زما شه سپيلنې

له ښۀ مخ سره دوستي که څوک پوهېږي
دۀ له ځان سره په قطع دښمني

افلاطون لکه هلک طپانچه خؤرکه
چه له عشقه د په سر راشي ليونې

چه بې ياره خوب خندا کاندې ناصحه
عاشقان دا هسې نۀ دې خندني

چه د ښکلو مې ناصح بولې په حورو
په بانه د بدرګې کړي رهزنې

محبت شدني کار وه په ما وشو
نو به نۀ شي په هيچا دا شدنې

څوک د نۀ غندي شوخې د آهو چشمو
دا انځور د دې چمن دا چمنې

د حميد د ساده شعر کمال ګوره
چه شمله شه د تمام سرنبې

Comments powered by Disqus