Yusufzai :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Yusufzai |

په شپاړسمه صدي کښ يوسفزي خلق د کابل نه پيښور ته راغلل. په دې ورځو کښ د دوئ دوه قامونه وو. د يو نوم يوسف زي و د بل نوم مندنړ. اصل کښ دا ټول قام د مندې اولاد دې. د مندي دوه زامن وو. د يو نوم يوسف وو او د بل عمر. د يوسف د اولاد نوم يوسف زي شه او د عمر يو زوي وۀ چه د هغه نوم مندان وۀ نو د هغه د اولاد نومن مندنړ شۀ.

دا وقت يوسفزي عالم د پيښور د ضلعي په نمر خاته او قطب ګټ باندې پروت دي. سوات، بنېر، پنجکوړ، او د پيښور د درې په نمرخاته او قطب کښ د غيرې علاقې په ډيرو ټکړو کښ آباد دي او د اباسيند کښ ئې هم ډير کلي دي.

مندنړ د صوابي او د مړدان په تحصيل کښ اوسېږي او عجيبه خبره دا ده چه د مندنړو تپه په يوسفزو مشهوره ده او اصلي يوسفزي چه په دير، بنير، او سوات وغيره کښ اوسېږي هغه ته بنيروال، او چمله وال وائي.

هر کله چه مندنړ يوسفزي د صوابي او د مردان په سرکاري علاقه کښ وسېږي او د نورو خلقو هم دوئ سره پيښه راپيښه ده نو له دې کبله دوئ د يوسفزو په نوم مشهور شوي دي او په دې کتاب کښ هم چرته چه د يوسفزو نوم راشي نو د هغې نه به مراد اصل کښ د مندنړو فرقه وي.

د يوسفزو په دې تپه کښ درې قامونه دي. يعني عثمان زي، اتمان زي، او رزړ. عثمان زي د مردان په تحصيل کښ، او اتمان زي او رزړ د صوابي په تحصيل کښ اویېږي. دا درې واړه قامونه په ډيرو کلو کښ آباد دي. او د دې قامونه لوئ لوئ سړي اکثر د ټوپئي، زيدي، کلابټ، مرغز، خنده، جهنډه، هنډ، دولت، نوده، شوه، اسمعيله، طورو، هوتي، او حمزه کوټ دي.

د هر يو قوم ټبر کښ چه خانې موروثي وي نو د هغه ټبر هر يو سړې ته خان خيل وائي. او داسې ټبر هر سړي د نورو خلقو نه په درجه کښ زيات معتبر ګنړلې شي.

په يوسفزو کښ نور غير قامونه هم ډير آباد دي لکه خټک، اتمان خيل، محمد زي، ګګياني، داؤدزي، او آفريدي. دې علاوه په هغو کښ ډير د هندوستاني نسل خلق هم شته چه هغو ته هندکيان وائي. په هندکيانو کښ ګوجر، اوان، او کشميريان هم شامل دي. اوان او کشميريان خو د پنجاب او د کشمير نه راغلي دي او ګوجر د پخوانو هندوانو اولاد دي. دا هندکيان په شمير کښ د يوسفزو نه زيات دي او شکل او رغاونړه ئې يوسفزو ته تلي ده او ژبه ئې هم پښتو ده.

په يوسفزو کښ کسبګر هم ډير دي لکه باغوانان، چمياران، درزيان،ډمان، ګډبانۀ، مريونۀ، جولاګان، کلالان، لوهاران، کاريګران، مصليان، شاخيلان، نداپان، تيليان، دوبيان، نايان، ترکانړان، زرګران، او پراچګان. دا خلق اکثر هندکيان وي. دا خلق پښتو کره خوښې نۀ کوي او خپلو کښ ودونه کوژدني کوي. يعني باغوان هم باغوان کره ورکړۀ راکړۀ کوي. دې خلقو ته يوسفزي کمين وائي او په سپکه سترګه ورته ګوري. او که داسې قسم سړې چرته په څه عهده يا مشري باندې په فوځ يا بل څه کښ مقرر شي نو يوسفزو باندې ئې هيڅ سرۀ نۀ وي او نۀ هغوئي په قابو کښ ساتلي شي. ځکه چه يوسفزي عالم د نورو پښتنو په شان د مساوات يعني د سم سمکي خبره نۀ خوښوي.

يوسف زي عالم زمينداري کوي او پير مخي، مضبوط، درانۀ خواږه او په تن جامه ښه پټ ګرزي. دوئ اکثر سپينې جامې اغوندي او سرونه بالکل خريي او ځلمي په کښ سنړې هم پرېږدي. دوئ ډير خيالولي او غندل غاړي ځوانان دي او څلن ته پښتانۀ وائي او په پښتونتوب ډير فخر کوي. بې اندازې ميلمه دوست او مجلسيان خلق دي. په فوځ کښ دريو زرو پورې يوسفزي شته او په فوځي کار کښ ښۀ قابل دي.


دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده