Turi :: Khyber.ORG

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Turi |

پښتانۀ پيړې وهونکي وائي چه توري او جاجيان پښتانۀ دي. ليکن اصل کښ داسې ښکاري چه دوئ د ترکو نسل نه دي. او هغوئي پخپله هم دا وائي چه مونږ د توغاني ترک اولاد يو چه د ايران نه پنجاب ته راغې او نيلاب کښ آباد شۀ. او د نيلاب نه به توري خلقو هر کال کښ ګرمي کښ کرمې ته کډې وړې. په دغه زمانه کښ کرم د بنګښو په قبضه کښ وه. په 1700ء کښ توريانو او جاجيانو په شريکه په بنګښو حمله وکړه او رو رو ئې برکي، پيوار، او شلوزان واخستل. جاجيانو په جاجي ميدان قبضه وکړه او توري خلق رو رو د کرمې د ټولې کندي مالکان شول. هر کله چه توريان شيعه ګان وو نو بنګښ هم شيعه ګان شول او د دوئ همسايه ګان شول. د نولسمې )19( صدې تر نيمائۀ نيم خور پورې خو په کرم باندې د توريانو قبضه وه ليکن بيا افغانانو هغه واخسته او د افغانستان تر جنګ يعني تر 1880ء پورې توري خلق د افغانانو تابع وو. ليکن بيا توريانو په ملک قبضه وکړه او ملک اړې ګړې شۀ. آخر په 1892ء کښ توري خلق د انګريزي سرکار په عملدارې کښ راغلل.

د کرمې کنده اتو نه تر دولسو ميلو پورې پلنه او اتيا ميل اوږده ده او د کرمې د سيند دواړه غاړو ته کرلاچي نه تر ټل پورې پرته ده. د کندي پاسني ډډه يو ارت ميدان دې. او په دې کښ شلوزن، ملانه، او زيران نوم کلي پراتۀ دي. تر سده پورې ته ((بره کرمه)) وائي او د سدې نه تر ټل پورې ته ((کوزه کرمه))

د کرمې ټوله آبادي 30000 ده چه په دې کښ شپږ زر خو توري دي او باقي بنګښ، منګل، مکبل، جاجيان، هزاره وال، او خروټي وغيره خلق دي. شيعه بنګښ خو د توريانو سره سم سمکي دي ولې سنيان بنګښ د توريانو همسايه دي.

اصيل توري هغه دي چه په پيوار يا ملانه کښ د هغو خپله يا د هغو د ټبر زمکه وي. دا ټول د چا نه چا سيد يا پير مريدان وي. د دې پيرانو څلور لوئ خونې دي او چه د دې پير خانوپه خپلو کښ سره بدي او دښمني دي نو ځکه څه خو د دې پيرې مريدي په وجه او څه د خپلو پرو جنبو په سبب په قوم کښ څه اتفاق نه راځي او هر څوک ئې ځان ځان له ډنګوي او د هر چا خپل خپل حکم دې. هيڅوک د بل حکم نۀ مني. ننګيالي او تورزن خلق دي او د توري ډير مړني دي. په کرم کښ اتو سؤ (800) پورې ځوانان بهرتي دي چه شيعه بنګښ هم په کښ شته او هغو ته توري بنګښ وائي.


دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده