دا قام د وزيرستان په مينځومان کښ اوسېږي. دوئ قطب، سهيل او نمر پريواتۀ ته وزير
خلق دي او نمر خاتۀ ته بيټني خلق. د دوئ درې قامونه دي. علي زئي، بهلول زي، او شمن
خيل. او يو نيم زر ملاتړ ويستې شي. دا درې واړه قامونه ګډ ګاډيره اوسېږي ځکه ئې
خپلو کښ تل بدي او دښمني وي. مکين او کانيګرم د دوئ لوئ کلي دي. قريب قريب ټول خلق
په مال مويشي باندې ګزاره کوي او په کيږدو کښ اوسېږي. ډير خلق په ګارو کښ هم
اوسېږي.
په ژمي کښ محسود خلق د خپل ملک ښکتو کندو ته کډې کوي او د خپلو موليانو او
ميانګانو او سيدانو ډير مني. دوئ د بل چا حکم نه مني خو چه څوک په توره او لائفت کښ
د نورو نه زيات شي نو هغه ملک شي. د دوئ جامه د وزيرو په شان ده او د هغو نه لږ
غريبانان دي. ليکن بيشان ډوډي مار خلق دي. تن وجود ډير ښۀ لري او ډير خواري کښ خلق
دي. ډير خلق فوځ او مليشا کښ هم نوکران دي. د ځنو فوځي افسرانو دا خيال دې چه دوئ
په تورزني او جنګ کښ افريدو نه هم زيات دي.
دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په
کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د
مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده