
Also Read:
Family Tree of the Khattak'sروايت دې چه خټک د لقمان حکيم صاحب اولاد دې. د لقمان درې نور ورونړه هم وو. لقمان په کښ مشر وۀ. يوه ورځ دا څلور واړه ورونړه باهر تللي وو ښکار ئې کاوۀ. په دې کښ يو څلور ښځې پړوني په سر په لاره تېرېږي. دې درې ورونړو خو وو چه راځئ چه په دې ښځو باندې پچه واچوو او د هر چا چه کومه ورسيده هغه د واخلي. ليکن لقمان وو چه زه تاسو ټولو نه مشر يم نو ځما د مشري حق دا دې چه ځه ځان له د غوري واخلم او په نورو تاسو هسک وباسئې. ورونړو ئې وو چه ډيره ښه ده. لقمان د يوې ښائسته پړوني ميرمن خوښه کړه ليکن هغه مينځ کښ ټولو نه زياته بد رنګه وخته. نو ورونړو ورپورې ټوقه جوړه کړه چه ((لقمان په خټه کښ لاړ)). هغه وخت راسې لقمان او د لقمان اولاد په خټک نامه باندې مشهور شۀ. د خټکو دوه لوئ
لوئ شاخونه دي. يو د ټيري خټک او بل د اکوړي خټک. د ټيري خټک د کوهاټ په ضلع، او په
بنو، او پنډئي کښ آباد دي. او دوئي اوۀ قامونه دي: خورم، سيني، ټيري، بارک، ساغري،
بنګي خيل، نصروټي. د اکوړي خټک د پيښور ضلع کښ سهيل اړخ ته او د کوهاټ ضلع کښ نمر
پرېواتۀ ته آباد دي. د اکوړي خټک ټول سرونه خريئي. بې د هغو نه چه د کوهاټ په ضلع
کښ دي. په دې خټکو کښ درې قسم خلق د نورو نه زيات معتبر دي.
خټک خلق عام د پولې پټي کار (زمينداري) کوي او ګډې ږيرې وغيره ډيرې ساتي ليکن اکثر په کښ چه زمکې ئې خرابې او غير آبادې وي نو د مالګې کريي يعني چلن کوي او سوداګري پسې لرې لرې ځي او په فوځ کښ بهرتي کېږي. دا وخت هم په فوځ او مليشا کښ د دريو زرو نه زيات نوکران دي او په سوداګري او نوکري کښ دوئي اکثر مسافري کړې وي نو ځکه ئې د نورو نه خوئي خصلت او سړيتوب ښۀ وي. دوئي ډير سخت خواري کښ او چست چابک او خنده روئي خلق دي. دوئي د سندرو او د ګډيدو ډير شوقيان دي او د خټکو د بنګړي او د بلبلې نوم خو هر چا اورېدلې دي. د پټنړي سپاهيان يوه تيله داره کلاه او زري واسکټ واغوندي نو په بازارونو او کلو کښ داسې سينه يستلې ګرزي لکه چه چرګ د چرګو په ډله کښ ګرزي او خپل ځان ورته د ټولې دنيا بادشاه ښکاري. تۀ به وائې چه جوړ دا دنيا په دۀ ودانه ده. دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده |