Khyber.ORG

Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles |
| Culture | History | Language | People | Sites & Sounds | Tribes |
| Pictures | Music | Videos | Betak | Directory |

| Khalil |

د دوئي د علاقې زمکې د کابل د سيند او د باړې په اوبو اوبۀ کېږي. د دې قوم معتبر خلق د مټا خيلو د قام دي چه اربابان ورته وائي. دا خطاب ورته شاهجهان بادشاه ورکړې وۀ. د دې قام خلق په وجود کښ ښۀ توانا دي. او پنځوسؤو کسانو پورې په فوځ او مليشا کښ نوکران دي. په اربابانو کښ ډيرو خلقو د هندوستاني افسرانو په حيثيت ډير خدمتونه کړي دي. خليل د خپلو څکښتو وجودونو په ورسالي نوکري د پاره ښۀ موزون دي. د 1931 ء په مردم شماري کښ د دوئي د سړو شمير .... وۀ. د دې قام اکثر کلي چه ښهر او چونړئي ته نزدې پراته دي نو ځکه دا خلق په چونړئي کښ د صاحبانو نوکري کوي. لکه سيسي، بهره ګيري، مالي توب، او څوکيداري. او که نوکري نۀ وي نو مزدوري کوي يا ټانګې چلوي. ډير کلي په چونړئي کښ د غلا غلتئي يا اپريدو ته په وارداتونو کښ د مدد ورکولو له کبله بدنام دي. د مقدمه بازي مرض هم په کښ ډير دې. او په دې خبره چه د پيښور ښهر ته نزدې دي د دوئ په ژبه، خبرو اترو، خوئ خصلت، جامه عادت او چال چلن باندې يو بيل تاثير شوي دي.

دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده

G o o g l e
Khyber

hozhbar

scn logo
Sarhad Conservation
Network (SCN) Pakistan

Affiliates

khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan