| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

| Bangash |

نن پرون د بنګښو درې لوئ لوئ قامونه دي، يعني ميران زي، سامل زي، او بائي زي. د 1931ء په مردم شمارئي کښ بنګښ وو چې نيم په کرمه کښ اوسېږي او نيم په کوهاټ کښ. څه په کښ شيعه ګان دي او څه سنيان. د برې کرمې ټول بنګښ او سامل زي او د هنګو څه قدر شيعه ګان دي. او د کوزې کرمې او د کوهاټ د ضلعې نور ټول بنګښ سنيان دي. بنګښ خلق پير محمد شاه صاحب خپل ولي و زبرګ مني او ډير ادب او عزت ئې کوي. چه خالي نوم ئې واوري نو لاس په نامۀ ودرېږي او د ښي لاس څلور واړه ګتې ښکلوي او تندي ته ئې وروړي.

د بنګښو خلقو قد ميانه حال او مضبوط وي. په شکل پيرمخي او اکثر سپينې يا کچلينې جامې اغوندي او په سر باندې د کوهاټئي يا هنګووالې لنګئي پټکې وهي او څپلې په ښپو کوي. د غر پريواتۀ پلو بنګښ لوئې لوئې ږيرې پرېږدي ولې د غر خاته بنګښ اکثر ږيرې قينچي کوي.

په فوځ او مليشا کښ يو نيم زرو پورې بنګښ نوکري کوي. ډير قلار خلق دي او ښۀ نوکري کوي او ښه حکم مني. په فوځ کښ د سنيانو ته شيعه ګان سپاهيان ښۀ نامتو يادېږي.

په ايران کښ مازندران نوم يو ځائ دې او په هندوستان کښ هم ډير ځايونه شته هلته او خاص د فرخ آباد په ضلع کښ ډيرې ټبري آبادې دي.


دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده

¯²{{{{²¯

G o o g l e
Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak
 

Affiliate