Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

په پښتو کښې د ماشومانو سندرې

پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر

(10)

په پښتنه معاشره کښے په مجلس کښے د چا نه باد خطا کېدل ډېر معيوب ګنړلے کېږي. د معاشرے د آداب ماشوم ته د وړوکوالي نه ښودلے کېږي. په دے حقله دوئي عموما ډېر محطاط وي. که کله د چا ماشوم نه په خطائي کښے داسے کار وشي، نو د همزولو په ډله کښے اوشرمېږي و هغوئي ورپورے هم خندا کوي او هم ورته وائي:

  1. هلک ټيز واچوؤ            ما پسے زنځير واچوؤ
    داسے چورليدو لکه لاټو            ما پرے اومنډو چاقو

  2. آ هلک ټيز واچوؤ                ما ورته زنځير واچوؤ
    صبا به ګاډے روانېږي            زنځير به پاتے کېږي

يعنے ګاډے به لاړ شي ولے ټيز به په زنځير کښے تړلے پاتے شي. مطلب دا چې پېغور نۀ لنډېږي و سړي ته بيا بيا يادولے کېږي.

پېژنم پواړه ښځه ډېره خمبيره ساتي
لاس پرے نه راکاږي
د قلپئ مورګه سپېره ساتي

يا دا چې:

خيال په کلپئ نه کړي
د کلپئ غاړه سپېره ساتي

(نوټ: د سوات په سيمه ق په تلفظ سر قلپئ ويلے کېږي)

دا يو اوږد صوت وو چه پخوا به ماشومانو په خاصو موقعو په شريکه وئيلو و ځانو نه به ئے پرے محظوظ کول.

ما خو يو خبره اورېدلے
دلته به ئے په بډه کړم
په کلي کښے به ئے ګډه کړم

هر کله چه د کلي په خوا د اوښانو قطار تېرېږي نو ماشومان ورته ډېر خوشحالېږي ځکه چه هغوئي دا منظر ډېر خوښ وي. څه وخت چه دوئي د اوښانو قطار دورايه اوويني نو نارے کړي چې:

هاغه دي اوښان راغلو
پورے په دامان راغلو
لنډے لنډے پښے لکه طوطيان راغلو

او څه وخت چه دغه کاروان دوئي ته رانژدے شي نو دوئي هم ورسره په خوشحالئ خوشحالئ ملګري شي. څه مېنځ ورسره روان وي د مهارونو لاندے يو پلو بل پلو اوړي را اوړي. او دا صوت وائي:

  1. اوښه اوښه دانګه        ډانډه دے غړانګه
    په بيزه کښے ټال واچوه        بېګا صبا پرے زانګه

  2. اوښه اوښه ډز اوکه
    ډز په مازيګر اوکه
    روکه روپئ ماته که
    ګلشن له پرے څادر اوکه

  3. اوښه اوښه لک لګوه            پلار دے په ټوپک لګوه
    مور درباندے بوره شه        خواښے دے رنځور شه
    ځنګل کښے ډمامے وهي        کوچے ماما نارے وهي

  4. اوښه اوښه ډانګه
    لويه دے غړانګه
    بيره کښے ټال واچوه
    صبا بېګاه پرے زانګه

کلنه نه چه د لارو موټرو دور شروع شوے دے و د کلو په خوا پورے سړکونه تېر شوي دي نو د اوښانو د کاروانونو په ځائے د کلو ماشومان د لارو موټرو سره آموخته شوي دي. څه چه د هغوئي مشاهده ده هغه ئے په خپلو ځينو سندرو کښے خوندي کړے ده لکه چه وائي:

  1. هاغه ده لارئي راغله
    غټه فېرنګئي راغله
    هاغه ده موټر راغے
    غټ کناټور راغے
    پوخ سړک ئے پرېښودو
    تحصيل په مندرسه راغله
    سپينه پتاسه راغله
    پېچ پکښے تاوېږي
    د خانانو پکښے شور دے
    دا څنګه لاهور دے
    ما ورته لرګے کېښود
    هغه پرے کناټے کېښود
    پېچ ئے پکښے تاؤ کړو
    د ځوانانو پکښے زور دے
    جنګ ئے په لاهور دے
  2. هاغه ده ټانګه راغله
    سپينه پتاسه راغله
    سم سړک ئے پرېښود
    د کالج په مندرسه راغله
    (دا د خليلو د سيمے صوت دے چه اسلاميه کالجېټ سکول ته پکښے اشاره ده)
  3. هاغه دے نمر اوختو
    د پېرنګی په ښځه خر اوختو
    (د انګرېزانو نه د کرکے اظهار ترے مقصود دے)