Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

په پښتو کښې د ماشومانو سندرې

پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر

(9)

تۀ پاک فلسفي ئے د رازونو د فطرت خبر
هم د دے ړندو دنيا کښے لګي فقط ستا نظر

د پښتنو ماشومانو ځينے صوتونه هغه دي چه ماشومان هلکان چه کله يو ځبله وشتے ټوقے کوي. نو ځنے داسے صوتونه پکښے اوريدے شي لکه په آماس وهلي يا چه مچئ ورله مخ چيچلے او پړسولے ئے وي په داسے پورے وائي:

پړسو بابا ئې پړسو پړسو !!
ډېره ډوډئ مه خوره بډه بېرو له به ځو

يا:

ګړګړو بابا ئې پړسو پړسو !!
ډېره ډوډئ مه خوره بډه بېرو له به ځو

يا دا چه:

ادو بدو - سخا کدو
په بره ځو - ستوان په خورو

يا هغه ماشوم چه د پيو غاښ ئے اوخېژي او څه موده کنډاس ګرځي نو هغه کله کله څه د ورانی کار اوکړي يا ئے نور ماشومان تنګوي نو ورته وائي:

کنډاسه غل پنډاسه
انډے خوره انډے اوباسه
د سيند په غاړه کښينه
مړدکي راپورے باسه
که يو درنه خطا شو
چينګه که را اوباسه

کله نه کله که د يو ماشوم نه څه داسے کار وشي چه هغه پرے د نورو ماشومانو د خندا شي نو هغوئ ئے راګېر کړي او دا صوت ورته وائي:

ګله ښاخئ دے لګوله
د تيز نه دے طوطا د پسکئ نه دے بلبله
دا پورے غر پرے اوله

يو بل صوت دے چه:

اوچنی پوچنی چوري چرنګ
خت ئے ارت پاپو ئے ئے تنګ

دغه رنګ که د يو ماشوم په سترګه سرخو باد راشي يا ئے په مخ مچئ ډمبره او چيچي اوپړسېږي نو نور ملګري ورپورے وائي:

پړسو پړسو مالګه دے دارو دارو
يو مړدکے راوړه چه غوزان درله ګټو ګټو

يا:

وه ادو بدو        مونږه بيرو له درځو
بيرے به ترے اوخورو        ګټګی مور له به دے وړو

که يو هلک ګنجے وي نو دوئي دا ګنړي چه د ګنجي يو رګ زيات وي، هغه زيات ورانکارے يا ويلېن کردار وي. له دے کبله ماشومان پخپلو ملګرو کښے ګنجے هلک د ډلے د ويلن په حيثيت ګماری او څه وخت چه هغه ته مخاطب کوي نو ورته وائي:

ګنجه دے کړونجه
ګنجے راغے د جنګه
نه ستړے نۀ ستومانه
لاس ئے اوښکو د ايمانه

يا بيا دا چې:

د پک په سر تنړوکه
سپږه روغله په پنړوکه
لا ګته ئے ورله وير وائے
د پک سر ئے زنګو لائے دائے
پک چه مو ليدو
د پک سرنچے خوړ لائے دائے

يا دا چې:

ګنجه دے ګړونجه
ګنجے راغلو د سربنده
توت لاندے اودۀ شو
د مچانو پرے وادۀ شو
يو مچ مے ترے نه مړ کو
د ګنجي را سره شره شو
ډېره پرے جګړه شوه
آخر مے ترې نه اوګټو

(نوټ: سربند د باړے سره د يو کلي نوم دے)

د کوم ماشوم ژبه چه تړتړئ يا لکنتی وي، يا ئې ژبه نښلي يا چاړا وي، هغه هم د دوئي د خندا نه نۀ وي خلاص. چه هر کله ئے قهر وي نو د چاړا جاله ورته سازه کړي او دا صوت ورته تېروي:

چاړا قوت قوئے ننګړئ
په ډېران ئے ور منډي
سوباړے پرے منډي

د شنو سترګو ماشومان به پخوا ډېر کږلي کېدل. تورے سترګے لکه چه د مشرقي حسن د پاره يوه لازمه ګنړلے کيده او څه د تازي و ايراني ثقافت له مخه او ځنے د هغه امراضو د کبله. لکه غټے دانے يا ننکئ چه مخ به ئې بدرنګه کوؤ. و اثر به ئې په داسے مخ زيات نمايان وو. چه سور سپين به وو، او سترګے به ئې شنے وے. هم دغه سبب وو چه په خلقو کښے شنے شترګے داسے مقبولے نۀ وے. او که د چا د سترګو رنګ به شين وو نو هغه به کږلے کيدو:

شين ټع د بدے ورځے
کفن ئے د ببوزے
اور ورته کئ چه سوزي

يا دا چه:

شين ټع د بدے ورځے
کفن ئے د بروزے
کټوئ د بروړو
مونږ ئے څه کوو چه راوړو

زيتون بانو د دے توجيهه څه دا رنګ کړے ده چې (د انګرېزانو د کرکے او د حضور پاک صلی الله عليه وسلم د يو تربور د شنو سترګو د کبله پښتانه شين سترګي ته شين ټع يا شين ټغ وائي او شنے سترګے نۀ خوښوي. دا د بے وفائي نخښه هم ده.

کوم ماشوم چه په پښه ګوډ وي او په تلو کښے لکه دروغ بنيادم د وجود توازن نۀ شي ساتلے خو بيا هم د خپلو ملګرو سره د سيالئ کوشش کوي نو په داسے ملګري پورے دوئي دا صوت وائي:

اډے ګوډے په لارے ځي
بوئين ترے د مردارے ځي
يو ګټ ورله را پرېږده
چه کږے وږے ترے دالے ځي

يا دا چې:

د ګنجي په سر وېښته دي
څلور دي که پينځه دي
پاکي پرے دخل نه کئ
د قينچيانو پرے باران دے
ګنجے جمدار خان دے

يا دا چې:

ګنجه بيرامي        په اور باندے که پيتی
يو ګوټ ترے ماله راکه        په نور غوړ که کوناټي

يا دا چې:

تپی تپی مخ        کالو خان ته مخامخ

يا دا چې:

ټوله چپه چوپه        بارانۀ وهلے سوټه

يا دا چې:

بټه بټه سترګه پکښے واچوه خورئ
چه دې ارته شي مورئ

يا دا چې:

کنډاسه غل پنډاسه
انډے خوره انډے اوباسه
د سيند په غاړه کښينه مړدکي راپورے باسه
که يو درنه خطا شو .... بيا ئے را اوباسه

يا دا چې:

زۀ يمه ګنجے
زما غوږونه دي پمن
دا ټول زما زمن

يا دا چې:

هلته کښے ملخوزے دي
دنګے دنګے ښځے دي
داسے زامن غواړي
چه غنچے غنچے ئے څنړے وي

يو ماشوم چه د رنګه سور سپين وي نو نور ماشومان ئے چه تنګوي نو ورته وائي:

سور بيزے مټاکه
لنډه لکئ چاکه