Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

په پښتو کښې د ماشومانو سندرې

پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر

(8)

بيا ئې خوشحالئ نوې په نوي جوړ ټوکېږي
وار ئې خطا مۀ شه شاه زلمې به ترې جوړېږي

د ماشومانو سندرې د داسې ماحول پېداوار وي چرته چه د انساني آبادي ډېرې کډې و کورونه يو ځائ استوږنه کوي. څومره چه آبادي زياته وي، و په معاشرتي ژوند کښې ئې يو تر بله ډېر ګډون و شراکت وي، هغه هومره د هغه خلقو د ماشومانو په لوبو کښې تنوع و رنګيني وي. د لوبو سندرې په حقيقت کښې د يوې داسې متمدنې معاشرې عکاسي غمازي کوي چرته چه د خلقو د ژوند سره مينه وي. و د ژوندي اوسېدو د پاره د خپل اولاد يو ګونه آزاد تربيت لازم ګنړي. هغه ماشومان چه په دې معيار پوره نۀ وي، نو د آزاد ماحول ماشوم ورپورې په خندا کښې وائي چه: (د توغو ژنړي ښه دي د ورځې وعده اوکړي بيا د شپې دوتونه دي).

د عمر تر يو خاصه حده د کورونو ماشومان، هلکان و جينکئ يو ځائ لوبېږي ځکه ئې د لوبو غږونه او سندرې هم په يو رنګ وي. د دوئي د ننني عمر هم دغه تقاضه وي چه خوېندو وروڼو، ترلې تربوران او د چم ګاونډان نور ماشومان به يو ځائې راغونډېږي و شريکې لوبې به کوي. د دوئي د شريکو لوبو ځنې سندرې دا دي، لکه د کارغۀ په لوبه کښې وائي:

په کوټه څه دي؟ کارغه!!
څه خوري؟ بټے!
سترګے دې وړې وړې چمغټے

د چورله بابا په لوبه کښې وائي:

چورله بابا ما ګړئ له بوزه
بيا مے ترے رابوزه
چورله بابا ما له پيشی جوړه که
بيا ئے راله ورانه که

يا د منډے وهلو په مقابله کښے ورته وائي چه:

ايندکه پيندکه
سونړا غاښے مات کړو

او که څوک په منډه وهلو کښے سستي کوي نو دے ته د لمسے د پاره ورته وائي چه:

منډه ده کر کنډه ده
که چا منډه نۀ کړه مور ئے کونډه ده

د يوے بلے دے قسم مقابے دا صوت ډير خوندور دې:

ترړنده تر تير ړنده
پيريانو وادۀ جوړ کړو
مشر ئے ګل دين وو
مامدين ئے په خرۀ سور کړو

بيا که د يو ماشوم په مخ سر يا د وجود په کومه بله حصه څه خلے، بنړه يا چيرړه وغېره اووينی او په خپله د هغے ماشوم ورته خيال نۀ وی نو دوئ ورته وائي چه:

تا لاندے توتا لاندے
توتا په سترګو ړوند دے

هغوئ بيا بيا دا صوت وائي او په خپل دغے ملګري پورے تر هغے خاندي تر څو چه هغۀ هغه خلے يا بنړه وغيره د ځان نه لرے کړے نۀ وي.

ځنے ورته داسے هم وائي چه:

څوک په خپل ايمان نۀ پوهېږي
هلک په خپل ايمان نۀ پوهېږي

په ځنے لوبو کښے داسے صوتونه او نارے هم وي چه هغه يا خو د هندي ژبو آميزش لري يا هندي اوزان و کلمے لري. لکه دا دوه صوتونه:

اوکړ بوکړ بامبل بوټ
اسي نبے پورا سو

يا:

پماپو، اسي نوے پورے سو
سو ګلوټا تيتر موټا
چل مداري پيسه کهوټا

يا:

هارا سمندر ګوپي چندر
ګل مرا مټها انتا پانړا (پاني: اوبه)

دغه رنګ په ځنے صوتونو کښے يو نيم لفظ داسے وي چه يا خو بېخي مهمل وي او يا متروک شوي وي. لکه د پټ پټونړے په لوبه کښے (سر بونډی کلالے) په دے کښے د کلالے لغت اوس په پښتو کښے متروک دے. خو معنی ئے ول ول زلفےيا د اوربل ولونه دي، يا لکه بلبلے ساتونکښي ماشومان چه کله بلبلے ته وسکے يا مويزے اونيسي او رابلی ئےنو (بيو) غږ ورته کوي. دا په اصل کښےفارسي لفظ (بيا) په معنی دراشه دے.

او څوک چه په يو وخت کښے په څه کار کښے وار نيسي نو د ځان نه مخکښے هلک ته وائي چه (فلانی غوږ دے بوندډے) مطلب دا چه په تا پسے مے وار دے. دغه شان لغت ظاهرا مهمل لګي خو په اصل کښے دا د هندي د (هان بهئي) نه ماخوذ ښکاري. د لغت په دی صوت کښے په دے رنګ راوړے کېږي. وائي:

امبئ پاسه مشرف
امبئ کښينه مشرف

د بنو په سيمه د ماشومانو يو مقبول صوت دا دے:

اټيران سوبری (سيلائی)

مور دې ناسته په پوزي
څوک به ژاړي څوک به خوری

يا:

مور دے ناسته په ټيکری
يوړه منګکوري

يا:

مور دې ناسته په پيړئ
يو ئې وړه ښاپيرئ

بنوڅي ماشومان دا صوت هغه وخت وائي چه غونډسکه په زمکه دنګوی او د خپل وخت اندازه پرے لګوي. کيدے شي چه دا صوت د غونډسکو د رواج نه آګاهو په څه بله لوبه کښے هم د وخت د اندازے د پاره ويلے کيدو.