Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

په پښتو کښې د ماشومانو سندرې

پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر

(7)

دوئي چه څه کوي زۀ د زړه په سترګو وينمه
هم هره وېنا ئې زه د زړه په غوږو اورمه

په ځينو قائيلو کښې د (کلا) د لوبې غږونه د مقامي ژوند صحيح ترجماني کوي. و ډېر ښکلې طرز و انداز لري. په دې لوبو کښې دوه (2) مشران وړوکي ځني غږونه کوي و کشران ئې جوابونه ورکوي:

طرز ئې دا دې:

د کلا دغه لوبه د کابل کالنئ پښتو ټولنه (1943-44) په ګڼه کښې د ښاغلي محمد ګل نوري په مقاله کښې راوړې شوې ده (مخ 256).

دوه ماشومان يو بل ماشوم ډنګ ډولئ د دواړو لاسو و دواړو پښو نه اونيسي زنګوي را زنګوي ئې، ورسره ورسره ورته وائي چې:

جنتي دوزخي
د جنت په لارې ځې که د دوزخ؟

زوړند ماشوم که ويرېږي نو آواز په اوکړي چه (جنت). نو هغه پرېښوې شي خو که چغه کړي چه (دوزخ) نو بيا ئې هغه دوه ماشومان د پروړې ټوپ، د بوسو ډېرې يا د ټانټو يا ګنو د پترئ پور وغېره هر څه چه نرم وي، ورته ئې ور لړه کړي.