Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

په پښتو کښې د ماشومانو سندرې

پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر

(6)

اوګوره بچي ته چه لا نــــــــــوې دې وطــــــــــــن کښې دې
دغه لويشتينک د شپږ و کالـــــــو ښه جوبن کښې دې
اوګـــــــــــــــوره چـــــــــــــــــه څــــــــــــۀ ئې د عمل نه ظاهرېږي
د مور مينه پرې سويرې دې د پلار د نور پرې ورېږي

د لوبو سندرې

لوبې د دنيا د هرې سيمې د ماشومانو د ژوند يو لازمي جزو دې. د عمر تر يو خاص حده خوب، خوراک، و لوبې د دوئي کار وي. دوئي د بل هيڅ څيز نه نۀ وي خبر. ځکه خو وائي چه وړوکوالې پاکه باچائي ده. په دې چه په دغې عمر کښې هيڅ غم دړد نه وي و نۀ ئې دنيا وي فکرونه و سوداګانې په سر وي. نه خو دوئي په خپله په ژوند بار وي او نه ژوند په دوئي. د دنيا او مافيها په حقله د ماشوم ټوله اندازه د هغې محد و دې دائرې پورې وي. چه دې پکښې خپلې لوبې کوي. و څوک پرې هيڅ غم غرض نه لري. دا لوبې په ډېر قسمه وي. په دوئي کښې منډې ترړې و ټوپونه ترپکې هم وي، و قلار کښېناستل هم. څه د ورځې وي، و څۀ د ماښام. ځنې د سپوږمئ په رنړا کښې و څه د شپې په تورتم کښې کولې شي. څه د اوچې و څۀ د لمدې لوبې دي. د اوړي، ژمي، پسرلي، او مني لوبې هم جدا جدا دي. د ميدان لوبې د لوړو ژورو د لوبو نه او د کور لوبې د صحرا او حجرې د لوبو نه په بل رنګ وي.

خو دا ټولې لوبې د ماشوم په صحت و د هغه په کردار و شخصيت جوړولو کښې ډېر لوئې لاس لري. و د هغه د بدن ذهن، و انا تعمير پرې کېږي. د دې په ذريعه د ماشوم په وجود کښې توان، طاقت، جرت، و نور ګنړ شخصي و قومي صفات پېدا کېږي. و دغه رنګ دې رو رو په عملي ژوند کښې د يو فعال و ژوندي غړي په حيثيت د برخې اخستو جوګه کېږي.

که يو پلو دا ماشومان خپل تشخص قائم ساتل غواړي نو بل پلو دوئي د خپلو قبائيلي پروجنبو روايات هم د لوبو په دې سندرو کښې ژوندی ساتي. لکه چې وائي:

زمــــا يوه غوا وه        خټـــــــکو بـــــــوتله
چه زۀ زلمې شوم        ور پـــــــــــــسې لاړم
د ګــــــل پرې شوم        ارې ارې شـــــــــــوم
ذرې ذرې شـــــــوم        تروې شملې شوم
            پــــــــــه ديــــــوال توئ شوم
            خټ خټکې ډوم ډومبکې

يا دا چې:

(معراج لغت واضح نه دې چه دلته څه معنی ورکوي)

د پښتنو د ماشومانو د ماشوموالي ټولې لوبې د هغوئي د ماشومتيا د باغ د ساده و سپېځلي ژوند غمازي کوي. څه رنګې چه دغه لوبې ساده وي، دغه شان ئې سندرې و غږونه هم بې ريا، سپېځلي، ساده، معصوم، و پاکيزه وي. ولې بيا هم دا د دوئي د فطرت د هغه عناصرو نه ځان نۀ شي بېلولې کوم چه د دوئي ماحول دوئي ته وربخښلی دې. د پښتونخواه ماحول د قبيلوي پروجنبو و عزيزولئ سره سره د سختئ و درشتئ عناصر لري. ايرانيانو دې سيمې ته (جائې اهرمن) يعنې دوزخ وئيلي دي. په داسې زمکه د ژوندون کولو د پاره د مدافعت ټول تدبيرونه زده کول يوه ډېره لازمي خبره ده. کېرو ليکي چه پښتونخواه د پښتنو د پاره جوړه ده ولې دوئي يوځې د پښتونخواه د پاره نه دي جوړ (پټان؛ اولف کېرو).

هغه سړې چه په دوئي کښې لوبېدلې نه وي، په هغه معيار پوره نه شي ختې. ځکه خو د پښتونخواه ماشومان وائي چې:

دغه رنګ په دې صوت کښې ټول جامه پېزار و کالي په دې وزن ستائلی شوي دي. په دې جوړيو پلو خو ماشوم هغه ټول نومونه زده کړي چه د جامې پېزار سره تعلق لري. و بل پلو په دې مصرع کښې چه:

داسې به ئې ښائسته کم لکه ستا په وينو رنګ بنګ رنګ

د هغه سخت ژوند غمازي کوي چه دوئي به ورسره په مستقبل کښې مخامخ کېږي.

يو بل مثال په مکالمې په انداز کښې دې:

دې ورستئ خبرې سره وړومبې په منډه شي، دوئم د خاورو لړلې لاس سره ورپسې زغلي. که اوئې نيسي نو په مخ ورته هغه ککړ لاس راکاږي چه لږه شېبه مخکښې ئې په خيالي ستن پسې په زمکه په خاورو کښې خړ کړې وي.