چه وخت ماشومان چه
يو جنت رانه چاپېره وي
پاکه خوشحالي مو د دنيا تيرو کښې ګېره وي
ماشوم چې کله د پيو د خوراک سره سره د ډوډئ خوراک ته هم هسه کول راواخلي، نو مور ئې هم بيا دا غواړي چه رو رو د ده د خوراک عادت بدل کړي. او په ډوډئ ئې اموخته کړي. خو ماشوم دا وخت لا په داسې عمر کښې وي چه خبرو ته ځان جوړوي. بيا هم دې داسې خبرې نۀ شي کولې چه څوک پرې پوهه کړې شي. د دۀ په ژبه يوازې د دۀ مور پوهېږي. په داسې وخت کښ چۀ مور خپل ماشوم خوشحالوي و غواړي چې ډوډئ خوراک ته د دۀ مينه و رغبت پېدا شي نو دا ورته وائي:
چاچئي وولې نۀ شي
ککوړې به ورنۀ کمه
چاچئي وولې نۀ شي
ککوړې به ور نه کمه
په څو ورځو کښې ماشوم پل اغيستو ته ځان جوړ کړي. دې اول په کټ پېړئ پورې اودرېږي بيا ئې مور د دواړو چاچو کونه اونيسي و په پاپو پاپو په قدم اغيستوئ روږدې کړي. او دغسې يوه ورځ داسې هم راشي چه دا د خپل ماشوم د کټ پېړي يا د مور د مدد نه بغېر قدم اخيستل اوويني. مور چه د خپل بچي دا وړمبئي کاميابي اوويني نو د خوشحالئي نه په جامو کښې نه ځائېږي. زر ئې په خوا پورې راجخت کړي و مينه ورسره وکړي. ځار قربان ورته اووائي، بيا ئې د خواهش وي چه د هغې نازولې د يو ځل بيا داسې وکړي. او په دې انتظار دا ټوله آرزو آرزو شي. او بيا بيا ورته وائي چې:
پاپلې پاپلې پل
واخله
پل دې بختور شه پسې پل واخله
دې چې قدم واخلي نو مور ئې د شکرانې خواږۀ ککوړي د دۀ په مخکښې اورغړوي و خېرات ئې کړي. دغه شان د کمکوټې ماشوم په قدمونو په خپاړو د خپل کور کوټې، دالانونه و برنډې کچ کوي. مور ئې د کور کارونه کوي. و ماشوم خپلې لوبې. خو چه کله ئې مور ته فکر شي نو لوبې ترې پاتې وي. په دودو په مور پسې شي. د هغې هم سينه راويښه شوې وي. دۀ له پئ ورکول غواړي. دواړه يو بل ته ليواله شي. دې ژړغونې و مور ئې سندر بولې شي. او چه يو بل ته رانزدې شي نو دا پرې غږ کړي چي:
تور دې بچې تور دې
لرې لرې ګرځي بچې بيا د خپلې مور دې
ماشوم چه اودۀ وي و مور ئې کله د خوبه راپاسوي نو ورته وائي چې:
پاسه که پاسې
بيا به زوړ بډا سې
په امسا به نۀ پاسې
ځينې پکښې د امسا په ځائ د ټوکان لغت راوړي. و کله چه ويښ وي و مور ورسره مينه کوي نو ورته وائي چې:
ادې وائي چاړې دې
دادا وائي ککې دې
ککې مې ګل طوطي دې
د طوطي په ژبه خپله
ابئي پرې پوئېدله