په دې خواره
جونګړه کښې ګوډئ شته نۀ زانګو شته
زمـــــــا ســـــره بچيه بــــس يــــو تشـــه الله هـــــو شـــــــــته
د ماشومانو د سندرو جدا جدا ګنړ قسمونه دي. د ټولو نه ړومبې قسم ئې هغه دې چه مېندې خوئېندې او د ماشوم قلارونکښي يا دائي ګانې ئې ماشومانو ته وائي. په دوئي کښې د ټولو نه مقبول صنف د (الله هو) صوتونو دې. دا په هغه وخت مور خپل بچي ته تېروي چه اودۀ کول ئې غواړي. خصوصا کله چه ئې په زانګو کښې واچوي او زنګوي ئې، نو الله هو الله هو ورته وائي. په دې کښې د ټولو نه قديمي صوت هغه دې چه لرغونو مېندو پکښې د خپل ماحول ترجماني کړې ده. او نن هم مېندو ته دغه صوت هم هغه شان ياد دې. دوئي چې اوس هم ماشوم زانګو ته واچوي او زانګو زنګوي نو ورسره په يو خاص طرزاؤلې کښې داسې وائي چې:
الله هو شه الله
هو
للې للو للې للو للې للو
تاسو مه راځئ غلو
هلته يو صندوق دې
هغه ډک دې د مصرو
الله هو شه الله هو
په دې لار مه راځئ غلو
زما بچې داسې اودۀ دې
لکه ګوډې د اوړو
يا دا چې:
الله هو شه الله
هو
للې للو للې للو للې للو
زما جانان داسې اودۀ دې لکه پنډ د پتاسو
الله هو شه الله هو
زما ګران داسې اودۀ دې لکه ګل په نندارو
الله هو شه الله هو
په کوزه چنه مۀ راځئ، په بره چنه رو
الله هو شه الله هو
پشې شه پيشو، په دې لار مه راځئ غلو
الله هو شه الله هو
هلته يو دبلې دې، هغه ډک د اشرفو
الله هو شه الله هو
بچې مې داسې اوده دې، لکه ګوډې د مصرو الله هو
شه الله هو
للې للو للې للو للې للو، قورې
پشې شه پيشو
يا دا چې:
الله هو
تاسو مه راځئ غلو
هلته يو صندوق دې. هغه ډک دې د مصرو
الله هو تاسو مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دې. لکه ګل په نندارو
الله هو تاسو مه راځئ غلو
په کوزه چنه مۀ راځئ، په بره چنه رو
هلته يو دبلې دې. هغه ډک دې د روپــــــــــو
الله هو. پشې شه پيشو. دلې مه راځئ غلو
زما بچې داسې اوده دې
لکه ګــــــــوډې د مصـــــــرو
يا دا چې:
الله هو شه الله
هو
زما جانانه الله هو
يوه زرې دې د مور
پلار دې نيشته دې په کور
نۀ مې مور شته نۀ خور هم صحرا کوم هم کور
الله هو شه الله هو
للې للو للې للو للې للو
تۀ اوده شه زما ځان
مور دې ستا نه شه قربان
ټول کارونه مې دي وران شپه او ورځ مې دي په ځان
الله هو شه الله هو
للې للو للې للو للې للو
يا دا چې:
پلار دې تلې دې په
جنګ ښه تيره توره تر څنګ
سر به ورکاندې په ننګ
په وطن راغلې فېرنګ
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو
پلار دې تلې په غزا
دشمنان به کړي فنا
نوم به پرېږدي په دنيا
نن به راشي يا صبا
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو
الله هو
تربوران راته په څو
ټول وطن شو راته بو
د زړګي نه مې ځي نو
خدائ دې ګډګړي په دوئي لو
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
الله هــــــو شـــــه الله هـــــو
للې للو للې للو للې للو
د سيده قرة العين ليکلې يوه الله هو چه په فېرنګي دور کښې په پښتون رساله کښې چاپ شوې وه دا ده:
الله هو شه الله
هو
ته نمسې ئې د خالد
غزنوي د دې والد
ولې زړه لرې جامد
الله هو شه الله هو
ته زلمې شه د کرنګ
د دشمن او نۀ کړې څنګ
ملک نه ئې لرې کړه فېرنګ
الله هو شه الله هو
که اوکتې شي نو په دې الله هو کښې د شفقت و معصوميت سره سره د خپل ماحول ترجماني کوؤنکښې لهجه هغه انداز نشته کوم چې د فوکلوري الله هو خصوصيت دې و د مور و ماشوم دواړو د مزاج نمائندګي کوي.
هر کله چې ماشوم ويښوي، مور ئې اوزګاره وي، د کور کار روزګار ئې سر ته رسولې وي، ځکه چه مېندې همېشه خپلو بچو ته وائي چه هله به ځارېږم چه د کاره اوزګارېږم. دا په اوزګار وخت کښې رښتيا د خپل بچي نه ځارېږي. هغه مشغولوي، لوبې ورسره کوي، د مينې سندرې ورته وائي، و خوشحاله ئې ساتي. دا ورته کله کله وائي چې:
شولې واړه شولې
د شګئ شولې سمسورې
ستا ورور به شولې راوړي
د روئمال په پلو پورې
واخلې خپلې مورې
داسې نۀ دي لکه نورې
او يا ئې د حسن و ښائست تعريف کوي. ځکه چه ماشوم هسې هم ښائسته وي. و بيا چې خپلې مور ته خو دې د هر چا نه ښائسته ليدلې شي. واورته وائي:
دوه دې غټې سترګې
لکه ستوري د آسمان
يو دې سپينکې مخ دې لکه تخت د شاهجهان
دوه دې نرئي
لېچې لکه تورې د ايران
يو دې نرئي
ملا ده لکه تشت د سلېمان
ځار شم درنه ځار شم
ژړا مه کړه د ارمان
څه وخت چې ماشوم په ژړا شي و د مور زړۀ هم ورسره ناقلاره شي نو په څه چلونو و حيلو د دۀ قلارول و چپ کول غواړي. کله ورته چنچنړې شنړوي، کله ورته تنبې دروازې ډبوي، کله د ورۀ زينځر يا صندوق جندره (جرنده) خوزوي. خو په هيڅ چه او نۀ شي و ماشوم هم ستړې شي و په سلګو شي نو دا ورته اووائي چې:
زار زار ګول - بچې
مې چا وولې وو؛ دا چا وولې وو
وئي وئي وئي -
بچې مې چا وولې وو
ډب ډب ئې په ملا وولې وو
کور ته بچوګې مې په ژړا راغلې وو
مور ئې الاجي کړه - پلار ئې چا نيولې وو
وئي وئي وئي -
بچې مې چا وولې وو
دغسې څه شېبه پس ماشوم قلار شي، خوبولې شي. مور ئې د غېږې نه زانګو ته کوز کړي، زانګو له ټالئي ورکړي. و د صوت ورسره وائي:
ټاټئي ټاټئي ټاټئي
ټاټئي په زانګو ټاټئي
په ټاټئي کښې مې بچې دې د بچي سپينه
کوکئي
ټاټئي په زانګوټئي
پشې شه پيشو
سپې بهر اوغپېدو
زما بچې اوده دې
دې په خوب کښې ژړېدو
په ټاټئي کښې مې بچې وو د بچي سپينه
کوکئي
ټاټئي په زانګوټئي
ټاټئي ټاټېي ټاټئي
د پير جان سپينه کوکئي
ټاټئي په زانګوټئي
ډارمسټيټر په خپل کتاب کښې ليکي چې د سيکانو په زمانه کښې چرته يوه پښتنه پېغله سيکانو اوتښتوله. د جينئي ورونړه ئې په لټون پسې وو. کال دوه پس ئې ورله درک معلوم کړو. د هغې پېغلې په دې دوران کښې يو زوئې هم شوې وو. ورونړه ئې ډېر خفه شول. چه کور ته نزدې شول نو خور ئې څلور واړه ورونړه اوپېژندل. سيک په دغه وخت کښې ښۀ شراب څښلي وو. بې هوشه وو. هغې ښځې خپل ماشوم په زانګو کښې واچولو و دا صوت ئې ورته شروع کړو. و خپل ورونړه ئې په چل چل په ټول حال خبر کړل. هغوئي دننه راغلل چه څۀ نغديت يا سرۀ سپين په کور کښې وو، هغه ئې راټول کړل. هغې ښځې د خپل ماشوم سترګې تورې کړې و په زانګو کښې ئې پرېښو و په خپله د خپلو ورونړو سره وطن ته راروانه شوه. هغه صوت چه په دغه موقع وئيلې شوې وو دا دې:
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
په کوزه لارې مه ځئ
په بره لاره ورو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
دننه دواړه سپي دي
هغه تړلي په ناړو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
په ګړونج باندې منګې دې هغه پټ په کتورو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
دننه صندوقچې دې
هغه ډک په اشرفو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
يږدلې اودۀ دې
تاسو راشئ په رو رو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
کافر شراب خوړلي
خبر نه دې په راتلو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
اوس که دې خبر شي
خلاص به نۀ شي په خوارو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
کافر دې شراب خور
نۀ خبرېږي په نارو
ټاټئي په زنګوټئي
دلته مه راځئ غلو
ماشوم به دلته پرېږدم
نـــــۀ بــــه ژاړم پــــه نارو
و هر کله چې ماشوم د خوبه راويښ شي، مور ئې د زانګو يا کټ نه راپورته کوي، و مينه ورسره کوي. نو په زار قربان ورله ورشي ډېر په مينه ئې راپورته کړي، ځان سره ئې راجخت کړي. و چې دې خوشحاله وي نو دا هم د خوشحالئ نه په ځان نۀ پوهېږي. په داسې حال کښې دا د خپلو جذباتو و تاثراتو اظهار په دې صوت کښې کوي:
اخ دنګه دنګ دنګ
د پوزې سر دې نرکچور
مور په تاپسې رنځوره
پلار په تا پسې چور چور
په ونو کښې چند نړئې
په مرغانو کښې باتور
په غوټو کښې ښائسته ئې
په دارو کښې نر کچور
دا صوتونه ټول د هغه وخت دي چه ماشوم لا د خبرو قابل نۀ وي. دې په دې نۀ پوهېږي چه دا مور ئې څۀ وائي. خو دا نغمې چه د مور د مينې د سمندر نه موجزنې وي. د دۀ وجود ته آرام و سکون ورکوي. دې رو رو د دې سره آشنا کېږي. دا ئې په حافظه کښې کور کوي. دائمي و مستقل کور. دا هغه خبرې دي چه دې ئې د ټولو نه وړومبئي زده کوي. دا د دۀ د مورنئي ژبې د زدکړېوړومبې سبق وي. چه هره ورځ ورته بيا بيا تکرارولې کېږي. د مورنئي ژبې د زدکړې هم دا قاعده ده. دا د قاعدې په کتابونو نۀ زده کېږي و نۀ د دې د پاره د ګرامر يا د صرفونحو د ګردانانو حاجت پېښېږي. د ماشوم د ژبې وړومبئي استازه د هغه خپله مور وي. ځکه داسې ژبې ته مورنئي ژبه وئيلې کېږي. خپلو ماشومانو ته د سوات د سيمې مېندې يو دا صوت هم تېروي:
په ټوکو کښې
چوتاره
په ګلو کښې بهاره
د مور د غاړې هاره
ګوړې چينې ډېر دي
ګبينه لرم د کوره
د مور د سترګو توره