د بده مرغه د پښتو ادب دا خوندناکه خزانه لا تر نننئې ورځې نۀ خو راغونډه کړې شوې وه او نۀ ورته چا څه خاص توجه کړې وه. په دې مېدان کښې لا تر دې وخته د تحقيق او څيړنې په لړ کښې څه پيلات نۀ ؤو شوې.
په پښتو کښې د ماشومانو سندرو وړومبې راټولوؤنکښې هم يو غېر ملکي محقق ؤو. دا محقق د نولسمې صدئ مشهور فرانسيسي مستشرق ښاغلې ډارمسټيټر ؤو. دې مستشرق يوه (اللهو) او د شمار يو څو نور صوتونه چه د مېندو د خولې دي. په خپل مشهور کتاب (د پښتو سندرو هار و بهار) کښې په 1886ء کښې د پېرس نه شائع کړې دې. خو په خپله پښتنو محققينو او د ادب او ثقافت د مطالعې شائقينو دې ميدان ته د دې نه اګاهو هيڅ توجه نۀ وه کړې.
دا سندرې او صوتونه په اصل کښې زمونږ د معاشرتي ژوند، زمونږ د ثقافت او عقائد، و د اډانړې بنياد دي. او د پښتون بچي د شخصيت، او کردار په تعمير کښې لوئې لاس لري. د دوئي په ذريعه د ماشوم ذهن وده او ارتقاء کوي. د دې صوتونو او سندرو مثال لکه د هغه کليو او فارمولو په څير ګنړل پکار دي، چه ماشومانو ته د لوبو طريقې و آداب هم ورښائي، او د اولسي ژوند په آدابو ئې هم په رموز رموز کښې پوهه کوي.
په پښتو کښې د ماشومانو د لوبو د ټولو نه پخواني صوتونه لکه چه هغه وي، په کومو کښې چه د شبانئ د ژوند (Pastoral Life) د موضوعاتو بيان وي. لکه چې وائي:
رور مې تلې دې پلو
له
پلی به لا له راوړي
پلی به زۀ غوا له ورکم
غوا به ما له پئ راکي
پئ به زۀ سيند له ورکم
سيند به ما له کانړې راکي
کانړې به زۀ خدائ له ورکم
خدائ به ما له رور راکي
يه روره پېدا شه
ستا په لنګئ جنګ دې
ماشومان عموما په خوړونو او سيندونو کښې ښائسته کانړي ټولوي، او د نذر په توګه ئې د خدائې په نامه زيارتونو يا جماتونو له وړي. په دې صوت کښې د ماشومانو دغه دود ته اشاره ښکاري. ځنې پکښې دا هم زياتوي چه:
رور به زۀ مور له
ورکم
مور به ما له شال راکي
مور به راته وائي لورکئي لورکئي ګډه شه
وخت د ګډېدو نۀ دې قدم د اغستو نۀ دې
راکاږه شوملې پکښې کښېږده مندانړو پکښې
دا صوت په يو بل رنګ کښې داسې وئيلې کېږي:
کټئ به ما له پئ
راکي
پئ به زۀ سيند له ورکم
سيند به ماله کانړې راکي
کانړې به زۀ خدائې له ورکم
خدائې به ما له ورور راکي
رور به زۀ ابئي له ورکم
ابئي به ماته شال راکي
شال به زۀ په پښو اچوم
زما ګاګړه پرچونه ستارې دي
ارې شړنګ ډبلئ
د دې صوت ورستئ مصرع په لوبو کښې بيا بيا تکرارولې شي. او دغه شان په لوبه کښې تېزي او تندې پيدا کوي. دغه رنګ د (سرې ګوډې بيزې) دا صوت چه:
پلار حلالولم مور
ورته نيولم
مشرې مشرې خور به په کونډو کونډو ويشتلم
کشرې کشرې خور به په سينو کوزړګو کښې اچولم
زۀ شينکې طوطا شوم په بنړونو والوتمه
زمونږ د ماشومانو په صوتونو کښې د ټولو نه مقبول صوت ته د (اکو بکو) صوت وېلې شي. دا لکه چه په ټولو پښتنو قبائلو کښې د هر ماشوم په ژبه ختلې وي. او په دغه جوړ هر پښتون تر و ښځې ته ياد وي. د دې صوت عام وزن دا دې:
اکو بکو سر سيندکو
غوا مې لاړه په ترپکو
اباسين بېلې بېلې
پکښې ناسته درخانئ
دا صوت مقابلتۀ اوږد دې. څلور شپږ پړقونه لري. يو نيم ځائ کښې ئې څۀ سپک ډولي کلمات هم راغلي دي. خو په ځينو قائلو کښې دا صوت ډېر مختصر دې او څۀ په دې انداز کښې دې:
اکو بکو دم دړکو
انا راوړې سرې کپئ
مژک ئې اوويشت په لکئ
خواره شې ابئ
بابو جان دې لېونې کړو
په دا تشه څونړکئ
(څونړکئ: پوزه. څونډکئ په بله معنه کښې د سر غونډو کړو شوؤ ويښتو ته هم وائي. خو په صوت کښې چه کوم لغت استعمال شوې دې، هغه څونړکئ دې چه معنه ئې پوزه ده. تشه څونړکئ مطلب دا چه څه پېزوان، نتکئ، ناروکې، ميخکې، وغېره هيڅ نۀ لري)