Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

په پښتو کښې د ماشومانو سندرې

پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر

(2)

د دنيا د هرې ژبې په ادب کښې د ماشومانو دا سندرې موجودې دي. دا د هر ماشوم د ژوند ملګرې وي. هر يو ئې په خپله ماشومتيا کې اوري. زده کوي ئې او د يو نه بل ته او د بل نه بل ته پاته کېږي. ميندو، دائي ګانو، او قلارؤونکو هم په دغه جوړ دا زده کړې وي.

ميندو او پلرونو به هم په وړوکوالي کښې هغه څه وئېل چه د هغوئي کوچني زامن او لونړه ئې په خپلو لوبو کښې وائي. او هر کله چه پلرونو او مېندې ئې د خپل وړوکوالي وختونه را يادوي نو د ټولو نه آګاهو چه څه شې ور يادېږي هغه هم دغه سندرې وي. دوئي خپلې امېزې، خړپوسې، خپله زانګو، ګرګاډې، او خپلې لوبې خپاړې هم د دې سندرو په ذريعه يادې ساتي. او هر کله چه په خپله هم ورته د ماشومانو د لوبولو غم ورپه غاړه شي، نو دوئي هم هغه څه کوي او وائي چه د دوئي په وړوکوالي د دوئي سره شوي او دوئي ته وئيلي شوي وي. د دې خبرې ثبوت موندل څه ګران کار نۀ دې. په دې چه روايات د يوې پيړئ نه بلې ته او د بلې نه بلې ته هم دغه شان د صدو راسې سينه په سينه را روان دي. د پخوا زمانې نه د (اللهو) و (اکو بکو) په څير ډېرې داسې سندرې دي، چه زمونږ د ماشومانو ورثه دي و زمونږ د ملي ثقافت دا ډانړې بنياد پرې ولاړ دې.

په دې صوتو و سندرو کښې هغه هر څه لکه د تجريدي عکسونو په دود ليدې شي. کوم چه زمونږ د عام اولسي ژوند سره تړون او تعلق لري. په دوئي کښې د رشتې، د نر و ښځو لکه مور، پلار، ورور، خور، ماما، مامي، چاچي، ادې، ابئي، ترور، وغېره نه علاوه د بناتاتو، حېواناتو، او عامو بنيادمو په حقله خبرې وي. او دوئي پکښې د کردارونو په حېث خپل ځان څرګندوي. دغه شان دا سندرې د معاشرتي ژوند د اقدارو سره د ماشوم د آشنا کولو سبب کېږي. اسمان، زمکه، غر، سمه، نمر، سپوږمئ، ستوري، او اور اورکي، بېره، چندنړ، نرکچور، خارو، طوطي، چرګ، چرګوړې، کمتره، کارغۀ، باتور، بلبله، شين ټغ، سپې، کوترې، پيشو، منږک، ګډه، وورې، بزه، ورغومې، غوا، سنډا، کټې، اوښ، زمرې، سپږه، ورږه، پخه، ګيډړ، د ګيدړ بچې، مار، پېريان، انګئي، ګنجې، پړسو، اډې ګوډې، بک او داسې نور ډېر څيزونه چه غر په سمه ورسره د کلي اولس د خلقو روزګار پېښېږي. دا ماشومان په دې سندرو او صوتونو د دوئي ټولو سره آشنا کولې شي. د دوئي د ښۀ والي او بد والي نه ئې خبروي، او دا موقع ورته ورکوي، چه په خپلو لوبو کښې دوئي هغه اوصاف قبول کړي، کوم چې په پښتنه معاشره کښې د يو فعال شخصيت د پاره لازم ګنړلې شي. او په ساده و خوږو خبرو او وړو وړو ماتو ګوډو سندرو، او خوږو خوږو مختصرو قيصو کښې دوئي ته دا هر څه دغسې په لوبو لوبو کښې ور زده کړې شي. او په دې ئې پوهه کړي چه د راتلونکښي ژوند قصه خوندونه هم لري او غمونه هم. دغسې دوئي دا تربيت واخلي چه د ژوندانۀ د خندا د لالونو والئي او د ژړا د ملغلرو هارونه څه رنګ خپلول پکار دي.

زمونږ د ماشومتيا دا ورثه ډېره قيمتي، قديمي، او لړغونئ ده. دومره لرغونئ ده چه بيد پائې حکيم لا چرې پېدا هم نۀ وؤ. او د هوښيار او دانا بزر جمهير د کليله ودمنه د اصلي مصنف شهزادګانو لا دا دنيا نۀ وه ليدلې چه پښتنو ماشومانو ته به دغه شان صوتونه، سندرې، او وړې وړې خوږې خوږې قصې کولې شوې او نن هم لا هغه شان د بي بي کلاتې سرې ګوډې بزې، ټونګرې ټامې، بي بي بانګې ملو، انګټ بنګټ، پوندانې ګمبور راجه، د سکروټې او پوکنړئ، د ګيدړ او بيزې، د نېکي بدي، د نيم کوني رور، او داسې نورې بې شماره قيصئي په پښتونخواه کښې هر چرته سره د خپلو صوتونو، نعرو، او ساندو اورېدې شي. خدائې خبر چه دا ټول صوتونه، سندرې او قيصې به د کله راسې د پښتو د شفاهي او فوکلوري ادب دائمه حصه ګرځېدلې دي.

د ترقي يافته قومونو محققينو چه په نولسمه صدئ کښې د خلقو د روزمره ژوند د عامو عاداتو په مطالعه لاس پورې کړو او د دوئي د زنړي او جوهر په لټون ورپسې شول، نو دا محققين د هغې توهماتو جاج ته هم ورلاندې وتل چه د دوئي په معاشره کښې ئې الې جوړې کړې وې. د دې تحقيق په دوران کښې ځنې ډېر ناآشنا او عجيبه حقائق راڅرګند شول. دا حقائق په خصوصيت سره د ماشومانو په سندرو کښې ډېر تعجب خېز او ناشنا وو. او دا ځنې معلومه شوه چې په بېلو بېلو وطنونو کښې دا سندرې عموما يو رنګ او يو شان موضوعات لري. او ځنې الفاظ او لغات ئې داسې دي. چه هغه يا خو متروک دي، او يا د نورو ژبو دي. د موضوعاتو او بيان دا مماثلت يواځې دا نه چه د يورپ په بېن الملي سندرو کښې موجود دي، بلکه په حقيقت کښې دا همرنګې لکه چه انساني ده، او د مشرق او مغرب په قومونو کښې هم د توار د او يو شان والي مثالونه لري.

د نورو مشرقي ژبو په حقله دا خبره تحقيقو ته رسول خو يو اوږد مېدان دې، خو د پښتو په ضمن کښې د ځينو مغربي ژبو د ماشومانو د لوبو او قيصو د سندرو د داسې د توارد څه نمونې به بې ځايه نه وي. د مغربي دنيا خو اؤ شا په هره يوه ژبه کښې A frog who would a Wooing Go يعني (د چيندخې د بر کتلو) روداد موجود دې. هم دغه روداد په پښتو کښې (د بي بي کلانې د مېړۀ کولو) په ويناؤ کښې د زمانو راسې ماشومانو ته اورولې کېږي. داسې ښکاري لکه چه دا د انساني نسل يو لرغونې ميراث وي. چه هر چا خپل کړې او ځان سره ئې په ملکونو ګرځولې وي. دغه شان د انګرېزئي ژبې د دؤو کردارونو يعني د جېک و جيل د سندرې د يو بند سره د پښتنو ماشومانو دا صوت ډېر مناسبت لري:

Jack will eat no fat
And Jill doth love no lean
But be twixt them both
Thy lick the dishes clean

دوه په تنارۀ خورمه
دوه په ديوالۀ خورمه
دوه په تلۀ راتلۀ خورمه
چه کښينمه اتۀ خورمه
زۀ خواره لا څۀ خورمه

يا دا چې:

مومنده اوبو يوړه
هنر منده اوبو يوړه
وروره څۀ هنر ئې زدو وو؟
وروره دا هنر ئې زدو وو
چه تالې داسې څټي لکه وينځلې!

هم دغه شان د کال يا د مياشتو د ورځو د حساب او شمار د پاره په هره مغربي ژبه کښې د ماشومانو صوتونه موجود دي. په انګرېزئي ژبه کښې داسې يو مقبول صوت شته دې چه د کال د دولسو مياشتو د ورځو حساب پکښې شوې دې. هغه صوت دا دې:

Thirty days hath September
April June and November
All the rest have Thirty-One
save February which has Twenty-Eight
and every fourth year, one day late

پښتانۀ بچي هم د خپلو موسمونو او ورځو د حساب د پاره ځنې صوتونه لري، او د خپل ماحول او مقامي موسم په مناسبت چه دا حساب کوي نو وائي:

اتلس شلې ورځې دولس مياشتې دي د کال
ګنډه ئې پشکال