Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه

په پښتو کښې د ماشومانو سندرې

پروفېسر ډاکټر محمد نواز طائر

(1)

څوک مې د ګاوذ، د ګاوذ په لينده ولي
خدائې هسې زوئې راکه چه بابا بابا کوي
په شودو ئې لمبوي په غوړو ئې غوړوي
جماعت لره بيائي بيائي ملايان ئې لولوئي
دې پــــه هـــــــر چــــــا بـــــاندې ګـــــــــران وي
پــــــــــه قـــــــربـــــــان ئــــــــې ښــــــکـــــــــــــلوي

(د پښتو سندرو هار و بهار؛ پروفېسر ډارمسټيټر)

د پښتو شعر د سحر انګېزو جذباتو ابتداء د مور د دې ارمان نه کېږي. دا ارمان د جذباتو د هغې رود سر چشمه ده چه د وېړې پښتونخواه د لر بر سندرې ترې جوړې شوې دي. او غر په سمه، کور په صحرا درودونو په غاړه هر چرته پرې د اوګړې خپله مينه ماتوي. او خپل جذبات پرې سړوي.

د پښتنې مور د ارمان دا غوټئي چه ګل شي نو د پې مخي ښائسته ماشوم په وجود کښې په دې دنيا کښې سترګې اوغړوي. دا ښکلوکې ماشوم چه لا په اورنړي کښې وي، نو د خپلې مور او خپلو خپلوانو د مينې مرکز شي. دې د ژړا مسکا او اميزونه بغېر لا نور په هېڅ نۀ پوهېږي ولې بيا هم ې د شفقت پامته دار او د تربيت ليواله وي. دې مينه غواړي او د دې د اظهار ټولو ذريعو ته غوږ غوږ او سترګې سترګې وي. د دۀ غوږونه چه کوم وړومبې آواز اورېدلې وي، هغه آواز هم يو وزن او يو ترتيب لري. د دغه وخته راسې د دۀ په لاشعور کښې د توحيد او يمان شمع بله کړې شي. او چه د ژوند اوربشه ئې وي نو د دې نه پس پوړئ په پوړئ دې د نوؤ آوازونو او نوؤ صوتونو د اورېدو سره آشنا کېږي.

د ړومبي آواز نه بېخي برعکس دا موزون شوي صوتونه اکثر د دۀ په خپله مورنئ ژبه کښې وي. په دوئي کښې د وزن او صوت لحاظ خو ضرور ساتلې شي، ولې د معنې و مطلب سره کله نه کله داسې زيات تړون او پېوستون نۀ لري. او نۀ په قافيه او رديف موزون کړې شوې وي. د پښتو ادب دې خوندناکه برخې ته (د ماشومانو سندرې) وئېلې شي.