رحمان بابا
په هر زړۀ چې ديار مينه شى غالبه
بله مينه ئې هيڅ نه وى مناسبه
نورې واړه مرتبې به ورته هيڅ شى
که خبر شىڅوک له هسې مراتبه
لياقت ئې هروګړى څخه نشته
عا شقي يوه پايه ده مناسبه
عشق څرګنده خزانه ده خوار هغه شه
چې څرګنده خزانه شوه ترې غايبه
عاشقان تر سروماله يارته تيردى
خدائې دې داطايفه نه کاندى کاذبه
زۀ رحمان دخپل صاحب په رضا زيست کړم
څه پکاردى بنده بې خپله صاحبه