رحمان بابا
تۀ چې بې عقلى هوښيارى بولې
کاشکې بيا مومې دغوښتو په نرخ شولې
عشق يو دانۀ دے په عاشق باندې له خدايه
هسې نه چې ئې پيرى او يا ئې پلورى
زليخا غوندې به بله شيدانۀ وى
کۀ دمصر مستورې شى واړه ټولې
هغه بحر څۀ په بحر حساب نۀ دے
چې اوبۀ ئې خاک آلوده وى خټولې
له هغو سره به څۀ فکر ديار وى
چې په غم وى دکاله ياد کهولې
عاشقى دنغرى په غاړه نۀ شى
څو په يار پسې وانۀ خلى څلى زولې