د زړه اواز

منظور حسين
دا زما د تمنا او اميدونو ښکلۍ چمن دۍ
زه يم د دۍ د پاره او زما په دې ډير تنګ دۍ
د دې د صفائې به خيال ساتمه زه مدام
په وخت د ضرورت به منع نه کړمه ترې ځان
زما د دې علمۍ مور په پاکه مينه قسم دې
زه يم د دې له پاره او زما په دې ډير تنګ دې
بوټۍ دۍ که ونۍ دۍ چمن دۍ که ګلونه دۍ
د مرغو خپله چغه چغه ده او د بلبل ښکلۍ اوازونه دۍ
په ټولو موسمونو کښۍ ځۍ د سپرلۍ يو ښکلۍ رنګ دۍ
زه يم د دې د پاره او زما په دې ډير تنګ دۍ
د دې ځائې نه چۍ وتۍ کم د علم پتنګان دۍ
د ژوند په هره شعبه کښۍ هغوئ لوئې لوئې افسران دۍ
د ملک په ترقۍ کښۍ دا د ټولو لوئ قدم دې
زه يم د دې د پاره او زما په دې ډير تنګ دې
زه د دې پتنګ يم او دا زما د علم شمع
تل به دا بليږۍ د خپل خدايه مې ده طمع
تل دې دا اباد وۍ دا د منظور د زړه ارمان دۍ
زه يم د دې له پاره او زما په دې ډير تنګ دې